20. سورت طه
سورت طه د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
طا، ها
— Zakaria Abulsalam
مونږ قرآن په تا باندې د دې لپاره نه دى نازل كړى چې ته په سختۍ او مشقت كې پرېوځې
— Zakaria Abulsalam
مګر (نازل كړى دى مونږ) نصیحت د هغه چا لپاره چې وېرېږي
— Zakaria Abulsalam
(نازل كړى شوى دى) په نازلېدلو سره د هغه (الله) له جانبه چې ځمكه او ډېر اوچت اسمانونه يې پیدا كړي دي
— Zakaria Abulsalam
رحمٰن په عرش باندې برقراره شو
— Zakaria Abulsalam
خاص د ده لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او هغه څه چې د لوندې ځمكې نه لاندې دي
— Zakaria Abulsalam
او كه ته خبره په جهر سره كوې، نو یقینًا هغه په پټه خبره او په ډېره پټه خبره هم پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
الله (چې دى) نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص د ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي
— Zakaria Abulsalam
او ایا تا ته د موسٰی قصه (خبره) راغلې ده
— Zakaria Abulsalam
كله چې ده اور ولیده، نو خپل اهل ته يې وویل: تاسو ایسار شئ، بېشكه ما اور ولیده، كېدى شي چې زه له هغه نه تاسو ته لګولې (بله) لمبه راوړم، یا به په اور باندې څه لار ښوونه (لار ښود) ومومم
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې دى دغه (اور) ته راغى، ده ته اواز وكړى شو چې اى موسٰی!
— Zakaria Abulsalam
بېشكه زه چې یم، زه ستا رب یم، نو ته خپلې پڼې وباسه، بېشكه ته په مقدسه (سپېڅلې) وادۍ (دره) طُوٰی كې يې
— Zakaria Abulsalam
او ته ما غوره كړى يې، نو ته هغه څه ته ښه غوږ شه چې وحي كولى شي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه زه چې یم، زه الله یم، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر همدا زه یم، نو ته زما عبادت كوه، او زما د یادولو لپاره لمونځ قايموه
— Zakaria Abulsalam
بېشكه قیامت راتلونكى دى، زه غواړم چې دغه (قیامت) پټ وساتم، د دې لپاره چې هر نفس ته د هغو عملونو په سبب بدله وركړى شي چې دى يې كوي
— Zakaria Abulsalam
نو تا دې هیڅكله بند نه كړې له دغه (قیامت) نه هغه څوك چې په ده ایمان نه راوړي او هغه د خپل خواهش پیروي كوي (،ګنې) نو ته به هلاك شې
— Zakaria Abulsalam
او اى موسٰی! ستا په ښي لاس كې څه شى دى؟
— Zakaria Abulsalam
ده وویل: دا زما امسا ده په دې زه تكیه لګوم، او په دې سره زه خپلو ګډو (بيزو) ته پاڼې څنډوهم، او زما لپاره په دې كې نور حاجتونه (او فايدې) هم دي
— Zakaria Abulsalam
(الله) وویل: اى موسٰی! ته دا وغورځوه
— Zakaria Abulsalam
نو ده دغه وغورځوله، نو ناڅاپه دغه (امسا) مار شو، منډې يې وهلې
— Zakaria Abulsalam
(الله) وویل: ته دا راونیسه، او ته مه وېرېږه، ژر به مونږ دا خپل ړومبني شكل ته راوګرځوو
— Zakaria Abulsalam
او ته خپل لاس خپل تخرګ ته پیوست كړه، دا به راووځي، چې تك سپین به وي، بې له عیب (او بیمارۍ ) نه، په داسې حال كې چې دا بله نښه (او معجزه) ده
— Zakaria Abulsalam
د دې لپاره چې مونږ تا ته د خپلو ترټولو لویو نښو ځنې (څه) وښیو
— Zakaria Abulsalam
ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده
— Zakaria Abulsalam
ده وویل: اى زما ربه! ته ما لره زما سینه (خلاصه) پرانیځه
— Zakaria Abulsalam
او ما ته زما كار اسان كړه
— Zakaria Abulsalam
او زما له ژبې نه غوټه پرانیځه
— Zakaria Abulsalam
چې دوى زما په خبره پوه شي
— Zakaria Abulsalam
او زما لپاره زما له اهل نه یو وزیر (مددګار) وټاكه
— Zakaria Abulsalam
هارون، چې زما ورور دى
— Zakaria Abulsalam
په ده سره ته زما مَلا قوي كړه
— Zakaria Abulsalam
او دى زما په كار كې شریك كړه
— Zakaria Abulsalam
د دې لپاره چې مونږ ستا ډېره تسبیح ووایو
— Zakaria Abulsalam
او ستا ډېر ذكر وكړو
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هم ته زمونږ حال ښه لیدونكى يې
— Zakaria Abulsalam
(الله) وویل: اى موسٰی! یقینًا تا ته ستا سوال دركړى شو
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ په تا باندې یو ځل بل احسان كړى و
— Zakaria Abulsalam
كله چې مونږ ستا مور ته الهام وكړ هغه چې (تا ته اوس) وحي كولى شي
— Zakaria Abulsalam
چې ته (اى مورې د موسٰی) دا (موسٰی) په تابوت (صندوق) كې واچوه، بیا دغه (صندوق) په سیند كې وغورځوه، نو دغه (صندوق) لره دې سیند په ساحل كې وغورځوي، چې دغه (موسٰی) لره ونیسي زما دښمن او د ده دښمن او ما په تا باندې له خپل جانبه محبت اچولى و، او د دې لپاره ستا تربیت زما د سترګو په وړاندې وشي
— Zakaria Abulsalam
كله چې ستا خور (په تا پسې) روانه وه (ته يې ولیدې چې د هیچا تى (پۍ) نه اخلې) نو دې ویل: ایا زه تاسو ته هغه څوك وښیم چې د ده كفالت (او تربیت) به كوي، نو ته مونږ خپلې مور ته بېرته راوستې، د دې لپاره چې د هغې سترګې یخې شي او غمژنه نشي او تا یو كس مړ كړى و، نو ته مونږ له غم نه خلاص كړې او ته مونږ په قسما قسم ازموینو سره وازمایلې، نو تا څو كاله په اهل مدین كې تېر كړل، بيا ته په ټاكلې اندازې سره راغلې، اى موسٰی!
— Zakaria Abulsalam