26. سورت الشعراء – آیتونه 41–80
سورت الشعراء د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
نو كله چې جادوګر راغلل، (نو) فرعون ته يې وویل: ایا یقینًا به زمونږ لپاره واقعي اجر وي كه همدا مونږ غالبه شو؟
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل:هو، او بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له مقربانو څخه یئ!
— Zakaria Abulsalam
دوى ته موسٰى وویل: تاسو هغه څه وغورځوئ چې تاسو يې غورځوونكي یئ
— Zakaria Abulsalam
نو هغوى خپلې رسۍ او امساګانې وغورځولې او ويې ويل:د فرعون په عزت سره، بېشكه مونږ، خامخا همدا مونږ غالب یو
— Zakaria Abulsalam
نو موسٰى خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې دوى په دروغه جوړ كړي وو
— Zakaria Abulsalam
نو جادوګر وغورځول شول (پړمخې)، چې سجده كوونكي وو
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل:مونږ په رب العلمین ایمان راوړ
— Zakaria Abulsalam
چې د موسٰى او هارون رب دى
— Zakaria Abulsalam
(فرعون) وویل: تاسو په ده ایمان راوړ مخكې له دې نه چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې جادو ښودلى دى، نو یقینًا تاسو به ژر پوه شئ، خامخا هرومرو به زه ستاسو لاسونه او ستاسو پښې، ادل بدل پرې كړم، او زه به خامخا هرومرو تاسو ټول په دار كړم
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: هېڅ ضرر نشته، بېشكه مونږ خپل رب ته بېرته ورتلونكي یو
— Zakaria Abulsalam
بېشكه مونږ دا طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښي، په دې چې مونږ (په دې حاضرینو كې) اول د ایمان راوړونكو یو
— Zakaria Abulsalam
او مونږ موسٰى ته وحي وكړه داسې چې ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه تاسو پسې به درتلل كېدى شي
— Zakaria Abulsalam
نو فرعون په ښارونو كې راټولوونكي ولېږل
— Zakaria Abulsalam
(او ويې ویل) بېشكه دغه (بني اسرائیل) ډېره لږه وړه ډله ده
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه دوى مونږ لره یقینًا غصه كوونكي دي
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه مونږ خامخا بيداره ډله یو
— Zakaria Abulsalam
نو مونږه دوى (فرعونیان) له باغونو او چینو نه راوښكل
— Zakaria Abulsalam
او له خزانو او ښو ځایونو نه
— Zakaria Abulsalam
همداسې (مونږ وكړل) او مونږ د دغو (څیزونو) وارثان بني اسرائیل وګرځول
— Zakaria Abulsalam
نو (فرعونیان) د دوى پسې شول، چې د لمر ختو په وخت كې داخلېدونكي وو
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې دواړو ډلو یو بل سره ولیدل، د موسٰى ملګرو وویل: بېشكه مونږ خامخا نیول كېدونكي یو
— Zakaria Abulsalam
(موسٰى) وویل: هیڅكله داسې نشي كېدى، بېشكه زما سره زما رب دى، هغه به ضرور زما لار ښوونه كوي
— Zakaria Abulsalam
نو مونږ موسٰى ته وحي وكړه چې ته په خپلې امسا سره سمندر ووهه، نو هغه څیرې شو، نو هره برخه د ډېر اوچت غر په شان شوله
— Zakaria Abulsalam
او دغه ځاى ته مونږ هغه نور ښه رانژدې كړل
— Zakaria Abulsalam
اومونږ موسٰى او هغو كسانو ته چې له هغه سره وو ؛ ټولو ته نجات وركړ
— Zakaria Abulsalam
بیا مونږ هغه نور غرق (ډوب) كړل
— Zakaria Abulsalam
بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه وو
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه رب ستا خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او ته دوى ته د ابراهیم خبر (قصه) ولوله
— Zakaria Abulsalam
كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: تاسو د څه څیز عبادت كوئ
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: مونږ د بتانو عبادت كوو، پس همېشه به دوى ته په عبادت قايم اوسو
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: ایا دوى ستاسو اوري كله چې تاسو (دوى) بلئ؟
— Zakaria Abulsalam
یا تاسو ته نفع دررسوي، یا ضرر دررسوي؟
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: بلكې مونږ خپل پلرونه موندلي دي چې همداسې به يې كول
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: ایا تاسو كتلي دي (او پوه شوي يئ په) هغه چې تاسو يې عبادت كوئ
— Zakaria Abulsalam
تاسو او ستاسو پخوا تېر شوي پلرونه
— Zakaria Abulsalam
پس بېشكه دوى (ستاسو معبودان) زما دښمنان دي غیر له رب العلمین نه
— Zakaria Abulsalam
هغه چې زه يې پیدا كړى یم، نو هغه زما لار ښوونه كوي
— Zakaria Abulsalam
او هغه چې همغه په ما خوراك كوي او په ما څښاك كوي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي
— Zakaria Abulsalam