61. سورت الصف
سورت الصف د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه (خبره) ولې وایئ چې نه يې كوئ!
— Zakaria Abulsalam
دا (خبره) د الله په نیز د غضب په لحاظ لویه ده چې تاسو هغه (خبره) ووایئ چې نه يې كوئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه الله هغه كسان خوښوي چې د هغه په لاره كې صف تړلي جنګېږي، ګویاكې دوى په قلعي سره په یو بل پورې ټینګ كړى شوى (ښه محكم) عمارت دي
— Zakaria Abulsalam
او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته ولې ضرر رارسوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ چې یقینًا زه تاسو ته د الله رسول یم، نو كله چې دوى (د الله له حكم نه) كاږه شول، نوالله د دوى زړونه كاږه كړل او الله نافرمانه قوم ته هدایت نه كوي
— Zakaria Abulsalam
او (یاده كړه) هغه وخت چې د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى بني اسرائیلو! بېشكه زه تاسو ته د الله رسول یم، چې د هغه څه تصدیق كوونكى یم چې له ما نه مخكې تېر شوى دى، چې تورات دى او د داسې رسول زېرى دركوونكى یم چې له ما نه وروسته به راځي، چې د هغه نوم احمد دى، نو كله چې دوى ته دغه (رسول) له ښكاره معجزو سره راغى (نو) دوى وویل: دا ښكاره جادو دى
— Zakaria Abulsalam
او له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله پورې له ځانه دروغ تړي، حال دا چې هغه اسلام ته بللى شي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي
— Zakaria Abulsalam
دوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله رڼا مړه كړي او الله د خپلې رڼا پوره كوونكى دى اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي
— Zakaria Abulsalam
دغه (الله) هغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره لېږلى دى، د دې لپاره چې دغه (الله) دغه (حق دین) ته په نورو ټولو دینونو باندې غلبه وركړي، اګر كه مشركان دغه (كار) بد ګڼي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! ایا زه تاسو ته داسې تجارت (سوداګري) وښیم چې تاسو ته به له ډېر دردونكي عذاب نه نجات دركوي
— Zakaria Abulsalam
تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان لرئ او د الله په لاره كې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد كوئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي كه تاسو پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
هغه به تاسو ته ستاسو ګناهونه وبخښي او تاسو به داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او د تل اوسېدنې په جنتونو كې په ډېرو پاكېزه استوګنو كې (به مو داخل كړي)، دغه ډېره لویه كامیابي ده
— Zakaria Abulsalam
او بل (نعمت) چې تاسو يې خوښوئ، د الله له جانبه مرسته او نژدې برى دى او ته مومنانو ته زېرى وركړه
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله مدد كوونكي شئ، لكه چې د مریمې زوى عیسٰی حواریانو (خپلو ملګرو) ته ویلي وو: د الله طرف ته زما مدد كوونكي څوك دي؟ حواریانو وویل: مونږ د الله مدد كوونكي یو، نو په بني اسرائیلو كې یوې ډلې ایمان راوړو او بله ډله كافره شوه، نو مونږ هغو كسانو ته د خپل دښمن په خلاف قوت وركړو چې ایمان يې راوړى و، نو دوى غالبه شول
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.