60. سورت الممتحنة
سورت الممتحنة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو زما دښمنان او خپل دښمنان دوستان مه نیسئ، چې تاسو دوى ته مینه وروړاندې كوئ، حال دا چې دوى په هغه حق باندې كافران شوي دي چې تاسو ته راغلى دى، دوى رسول او تاسو په دې سبب (له خپل وطنه) وباسي چې تاسو په خپل رب الله باندې ایمان راوړى دى ؛ كه چېرې یئ تاسو چې زما په لاره كې د جهاد لپاره او زما د رضامندۍ د غوښتلو لپاره راوتلي یئ، تاسو دوى ته په پټه سره (پېغام د) دوستي لېږئ، حال دا چې زه په هغه څه ښه عالم یم چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او په تاسو كې چې هر څوك دغه (كار) وكړي، نو یقینًا هغه له نېغې لارې نه بې لارې شو
— Zakaria Abulsalam
كه چېرې دوى په تاسو برى ومومي (،نو) تاسو لپاره به دښمنان شي او تاسو ته به در اوږده كړي خپل لاسونه او خپلې ژبې په بدۍ سره او دوى خوښوي چې تاسو كافران شئ
— Zakaria Abulsalam
تاسو ته به له سره نفع در ونه رسوي ستاسو خپلویانې او نه ستاسو اولاد، د قیامت په ورځ به هغه (الله) ستاسو په مینځ كې فیصله كوي او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
یقینًا تاسو لپاره یوه ښكلې طریقه په ابراهیم او په هغو كسانو كې ده چې له هغه سره ملګري وو كله چې هغوى خپل قوم ته وویل: بېشكه مونږ له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، سخت بېزاره (او جدا) یو، مونږ پر تاسو باندې منكران شوي یو او زمونږ په مینځ كې او ستاسو په منیځ كې عداوت (دښمني) او بغض د تل لپاره څرګند (او واقع) شوى دى، تر هغه پورې چې تاسو په الله باندې ایمان راوړئ چې ايكي يواځې دى خو خپل پلار ته د ابراهیم د دې (استغفار له) خبرې نه غیر چې: ’’زه به تا لپاره خامخا ضرور استغفار غواړم‘‘، او زه تا لپاره د الله په مقابله كې د هېڅ شي اختیار نه لرم ، اى زمونږه ربه! خاص په تا باندې مونږ توكل كړى دى او خاص تا ته مو رجوع كړې ده او خاص تا ته بېرته درتګ دى
— Zakaria Abulsalam
اى زمونږه ربه! ته مونږ د كافران شویو خلقو لپاره (ځاى د) فتنې مه ګرځوه او ته مونږ ته مغفرت وكړه اى زمونږ ربه! بېشكه هم دا ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې
— Zakaria Abulsalam
یقینًا یقینًا تاسو لپاره په دغو كې ډېر ښكلې (قابلِ اقتدا) طریقه ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د اخري ورځې امېد لري او هر هغه څوك چې مخ واړوي، نو بېشكه الله، هم دى غني (ډېر بې پروا)، ښه ستايل شوى دى
— Zakaria Abulsalam
امېد دى چې الله ستاسو په مینځ كې او د هغو كسانو په مینځ كې دوستي پیدا كړي چې تاسو ورسره دښمني كړې ده او الله ښه قادر دى، او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
الله تاسو له هغو كسانو نه نه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې نه جنګ كړى دى او نه يې تاسو له خپلو كورونو نه وېستلي یئ دا چې تاسو له هغوى سره نېكي وكړئ او له دوى سره انصاف وكړئ، بېشكه الله انصاف كوونكي خوښوي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه الله تاسو يواځې له هغو كسانو نه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې جنګ كړى دى او تاسو يې له خپلو كورونو نه ایستلي یئ او ستاسو په ایستلو كې يې یو له بل سره مدد كړى دى، دا چې تاسو له دوى سره دوستي وكړئ او هر هغه څوك چې له دوى سره دوستي وكړي، نو هم دغه كسان ظالمان دي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانوچې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو ته مومنې ښځې راشي، چې هجرت كوونكې وي، نو تاسو دوى وازمایئ، الله د دوى په ایمان ښه عالم دى، نو كه تاسو دوى مومنې وپېژنئ (معلومې كړئ)، نو تاسو دوى كافرانو ته بېرته مه لېږئ، دوى د هغوى (كافرانو) لپاره حلالې نه دي او نه هغوى د دغو (مومنو ښځو) لپاره حلال دي او تاسو (د دغو مومنو ښځو) دغو (كافرو خاوندانو) ته هغه څه وركړئ چې دوى لګولي دي او پر تاسو باندې په دې كې هېڅ ګناه نشته چې تاسو له دوى سره نكاح وكړئ (خو په دې شرط) كله چې تاسو دوى ته د دوى مهرونه وركړئ او تاسو د كافرو ښځو په عصمتونو منګولې مه لګوئ (په نكاح كې يې مه ساتئ) او تاسو هغه څه وغواړئ چې تاسو (په دغو كافرو ښځو) لګولي دي او دوى (كافر خاوندان) دې هم هغه څه وغواړي چې دوى (په دغو مهاجرو ښځو باندې) لګولي وي، دغه د الله حكم دى، الله ستاسو په مینځ كې (په ده سره) فیصله كوي او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
او كه چېرې ستاسو په ښځو كې كومه ښځه ستاسو له لاسه ووځي (او) كافرو ته (لاړه شي) بیا ستاسو وار راشي (غزا وكړئ نو غنیمت واخلئ) نو تاسو هغو كسانو ته چې د هغوى ښځې تللې وي هومره (مال) وركړئ چې هغوى (پر هغو ښځو) لګولى دى او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو په هغه ایمان لرونكي یئ
— Zakaria Abulsalam
اى نبي! كله چې تا ته مومنې ښځې راشي چې له تا سره په دې خبره بیعت كوي چې له الله سره به هېڅ شى نه شریكوي او غلا به نه كوي او زنا به نه كوي او خپل اولاد به نه وژني او نه به داسې بهتان لګوي چې هغه د خپلو لاسونو او خپلو پښو په وړاندې جوړوي او په معروفو (نېكو چارو) كې به ستا نافرماني نه كوي، نو ته دوى بیعت كړه او د دوى لپاره د الله مغفرت (بخښنه) وغواړه، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغه قوم سره دوستي مه كوئ چې الله پر هغوى باندې غضب كړى دى، یقینًا دوى له اخرته داسې نا امېده شوي دي لكه كفار چې د قبرونو والاو (له راژوندي كېدو) نه نا امېده شوي دي
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.