59. سورت الحشر
سورت الحشر د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
د الله لپاره پاكې بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
دى هغه ذات دى چې كتابي كافران يې له خپلو كورونو نه ووېستل په اول وېستلو كې، تاسو دا ګمان نه كاوه چې دوى به ووځي او دوى ګمان كاوه چې د دوى قلاګانې دوى لره د الله (له عذاب) نه منع كوونكې (او ساتونكې) دي، نو الله دوى ته له هغه ځایه راغى چې دوى (يې) خیال هم نه كاوه او د دوى په زړونو كې يې رعب واچاوه، دوى خپل كورونه په خپلو لاسونو او د مومنانو په لاسونو ورانول، نو اى د سترګو خاوندانو! تاسو عبرت واخلئ
— Zakaria Abulsalam
او كه الله په دوى باندې بې كوره كېدل نه وى لیكلي (نو) یقینًا دوى ته به يې په دنیا كې عذاب وركړى و او د دوى لپاره په اخرت كې د اور عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
دا ځكه چې یقینًا دوى د الله او د هغه د رسول مخالفت كړى و او هغه څوك چې د الله مخالفت وكړي، نو بېشكه الله د ډېر سخت عذاب والا دى
— Zakaria Abulsalam
د كجورو هره هغه ونه چې تاسو پرې كړه، یا مو هغه په خپلو بېخونو ولاړه پرېښوده، نو (دغه) د الله په حكم سره دي او د دې لپاره چې هغه (الله) دغو فاسقانو (كافرانو) لره رسوا (او ذلیله) كړي
— Zakaria Abulsalam
او هغه (مال) چې الله له دوى نه په خپل رسول باندې راګرځولى دى، نو تاسو په دغه (مال) باندې نه اسونه ځغلولي دي او نه اوښان او لېكن الله خپل رسولان مسلط كوي په هر هغه چا باندې چې يې وغواړي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
هغه شى چې الله په خپل رسول باندې د كلیو له اوسېدونكو نه راګرځولى دى، نو (هغه) الله لره او ( د الله) رسول لره دى او (او د رسول) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو اومسافرو لره دى، د دې لپاره چې دغه (مال) په تاسو كې د غنیانو په مینځ كې ګردش كوونكى ونه ګرځي او رسول چې تاسو ته څه هم دركړي، نو هغه واخلئ او له څه نه چې هغه تاسو منع كړي، نو تاسو منع شئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب والا دى
— Zakaria Abulsalam
(دغه مالونه) د هغو فقیرو هجرت كوونكو لپاره دي چې له خپلو كورونو او خپلو مالونو نه اېستل شوي دي، په داسې حال كې چې دوى د الله فضل او رضامندي لټوي او د الله او د هغه د رسول مدد كوي، همدغه كسان رښتیني دي
— Zakaria Abulsalam
او د هغو كسانو لپاره دي چې دوى له دغو (مهاجرینو) نه مخكې په دغه كور (مدینه) كې او په ایمان كې ځاى نیولى دى، دوى له هغو كسانو سره مینه كوي چې دوى ته يې هجرت كړى دى او دوى په خپلو سینو (زړونو) كې هېڅ غصه (او حسد) نه مومي د هغه (مال) په وجه چې دغو (مهاجرینو) ته وركړى شو او دوى په خیلو ځانونو باندې (هجرت كوونكو ته) ترجیح وركوي اګر كه په دوى باندې تنګي (او حاجت مندي) وي او هر هغه څوك چې د خپل نفس له بخیلۍ نه بچ كړى شو، نو همدغه كسان كامیاب (او په مراد رسېدلي) دي
— Zakaria Abulsalam
او د هغو كسانو لپاره دي چې له دوى (هجرت كوونكو او انصارو) نه وروسته راغلي دي؛ دوى وايي: اى زمونږه ربه: ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره سبقت (او ړومبى والى) كړى دى او ته زمونږ په زړونو كې د هغو كسانو لپاره هېڅ بغض (او كینه) مه پیدا كوه چې ایمان يې راوړى دى اى زمونږه ربه! بېشكه ته ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى يې
— Zakaria Abulsalam
ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې منافقان شوي دي، دوى خپلو هغو وروڼو ته چې په اهل كتابو كې كافران شوي دي؛ وايي: قسم دى كه تاسو ووېستل شئ (نو) خامخا ضرور به مونږ هم له تاسو سره وځو او ستاسو په باره كې به د هیچا خبره هیڅكله هم ونه منو او كه چېرې له تاسو سره جنګ شروع كړى شي (نو) مونږ به خامخا ضرور ستاسو مدد كوو او الله ګواهي وركوي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي
— Zakaria Abulsalam
قسم دى كه دوى وویستل شي (نو) دوى به له دغو سره نه وځي او یقینًا كه دوى سره جنګ وكړى شي (نو) دوى به د هغو امداد نه كوي او خامخا كه دوى د هغوى مدد وكړي (، نو) ضرور (او) خامخا به دوى خپلې شاګانې (په تېښته) وګرځوي، بیا به د دوى مرسته نه كېږي
— Zakaria Abulsalam
خامخا تاسو (اى مومنانو!) د دوى په سینو (زړونو) كې د وېرې په لحاظ له الله نه زیات سخت یئ، دغه (وېره) په دې سبب ده چې بېشكه دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
دوى به له تاسوسره ټول په ګډه جنګ ونه كړي مګر په كلابندو كلیو كې، یا د دیوالونو شا ته، د دوى په خپل مینځ كې جنګ ډېر سخت دى، ته به په دوى ګمان كوې چې سره یو (ملګري) دي، حال دا چې د دوى زړونه بېل بېل دي، دا په دې وجه چې بېشكه دوى داسې قوم دى چې له عقل نه كار نه اخلي
— Zakaria Abulsalam
(د دوى مثال په ایمان نه راوړو كې) د هغو كسانو په شان دى چې له دوى نه مخكې په نژدې زمانه كې وو، چې هغوى د خپلو بدو چارو سزا (په دنیا كې) وڅكله او د هغوى لپاره (په اخرت كې) ډېر دردوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
(د منافقانو مثال د وعدې په مخالفت كې) د شیطان په شان دى كله چې هغه انسان ته ووايي چې كافر شه، نو كله چې هغه (انسان) كافر شي، دى (ورته) وايي: بېشكه زه له تا نه بېزاره (او جدا) یم، بېشكه زه له الله رب العالمین نه وېرېږم
— Zakaria Abulsalam
نو د دغو دواړو عاقبت (او انجام) دا دى چې بېشكه دوى دواړه په اور كې دي، چې په ده كې به تل ترتله وي او دغه د ظالمانو بدله ده
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او هر نفس دې هغه شي ته وګوري چې ده د سبا ورځې (قیامت) لپاره مخكې لېږلى دى او تاسو له الله نه ووېرېږئ ، بېشكه الله په هغو عملونو ښه خبردار دى چې تاسو يې كوئ
— Zakaria Abulsalam
او تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې الله يې هېر كړى دى، نو هغه (الله) له دوى نه خپل ځانونه هېر كړل، همدغه كسان نافرمانه دي
— Zakaria Abulsalam
د دوزخ والا او د جنت والا سره برابر نه دي، جنت والا چې دي؛ هم دوى كامیاب (او په مراد رسېدلي) دي
— Zakaria Abulsalam
كه مونږ دا قرآن په یوه غره باندې نازل كړى وى (نو) تا به خامخا هغه (غر) لیدلى وى، چې وېرېدونكى او د الله له وېرې نه ټوټې ټوټې كېدونكى به وى او دغه مثالونه (دي) چې مونږ يې د خلقو لپاره بیانوو، د دې لپاره چې دوى فكر وكړي
— Zakaria Abulsalam
دغه الله هغه ذات دى چې له ده نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، په غیبو او په ښكاره و عالم دى، هم دى ډېر مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
دغه الله هغه ذات دى چې نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، چې (حقیقي) بادشاه دى، ښه پاك دى، سلامتي وركوونكى (او) امان وركوونكى دى، نګهبان (محافظ) ښه غالب (او زورور)، ډېر عظمت والا، ډېر لويي والا دى، الله پاك دى له هغو (شیانو) نه چې دوى يې ورسره شریكوي
— Zakaria Abulsalam
هم دغه الله پیدا كوونكى، (له نیشت نه وجود ته) راوېستونكى، صورت وركوونكى دى، خاص هم ده لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، د ده پاكې بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دى، او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.