QuranPilotQuranPilot
الْمُجَادَلَةُ

58. سورت المجادلة

سورت المجادلة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful

58:1
قَدْ سَمِعَ ٱللَّهُ قَوْلَ ٱلَّتِى تُجَـٰدِلُكَ فِى زَوْجِهَا وَتَشْتَكِىٓ إِلَى ٱللَّهِ وَٱللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَآ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌ١

یقینًا الله د هغې ښځې خبره واورېدله چې له تا سره يې د خپل خاوند په باره كې بحث (او سوال و جواب) كاوه او الله ته يې شكایت كاوه او الله ستاسو د دواړو سوال او جواب اورېده، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى

Zakaria Abulsalam

58:2
ٱلَّذِينَ يُظَـٰهِرُونَ مِنكُم مِّن نِّسَآئِهِم مَّا هُنَّ أُمَّهَـٰتِهِمْ ۖ إِنْ أُمَّهَـٰتُهُمْ إِلَّا ٱلَّـٰٓـِٔى وَلَدْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَيَقُولُونَ مُنكَرًا مِّنَ ٱلْقَوْلِ وَزُورًا ۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ٢

هغه كسان چې په تاسو كې له خپلو ښځو نه ظهار كوي (ورته وايي چې ته په ما باندې د خپلې مور د شا په شان يې، نو) دغه (ښځې) د دوى میندې نه دي، د دوى میندې نه دي مګر هغه چې دوى يې زېږولي دي او بېشكه یقینًا دوى یوه خرابه خبره او دروغ وايي او بېشكه یقینًا الله ډېر معافي كوونكى، ډېر بخښونكى دى

Zakaria Abulsalam

58:3
وَٱلَّذِينَ يُظَـٰهِرُونَ مِن نِّسَآئِهِمْ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُوا۟ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مِّن قَبْلِ أَن يَتَمَآسَّا ۚ ذَٰلِكُمْ تُوعَظُونَ بِهِۦ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ٣

او هغه كسان چې له خپلو ښځو نه ظهار كوي، بیا دوى (ماتولو د) هغې خبرې ته راګرځي چې ویلې وه، نو د یو مریي ازادول (لازم) دي، مخكې له دې چې دوى یو بل سره مسه كړي (كور والى وكړي) دغه (حكم) دى، تاسو ته په ده سره پند دركاوه شي او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى

Zakaria Abulsalam

58:4
فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ مِن قَبْلِ أَن يَتَمَآسَّا ۖ فَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ فَإِطْعَامُ سِتِّينَ مِسْكِينًا ۚ ذَٰلِكَ لِتُؤْمِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۚ وَتِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ ۗ وَلِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ٤

نو چا چې (مریى) ونه مونده، نو (په هغه) دوه میاشتې پرله پسې روژه نیول (لازم) دي، مخكې له دې چې دوى یو بل سره مسه كړي، نو هغه څوك چې (د دې) توان نه لري، نو (په ده) شپیتو مسكینانو ته خوراك وركول (لازم) دي دا (حكم) د دې لپاره دى چې تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او دغه د الله (مقرر كړي) حدونه دي او د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

Zakaria Abulsalam

58:5
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُحَآدُّونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ كُبِتُوا۟ كَمَا كُبِتَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ وَقَدْ أَنزَلْنَآ ءَايَـٰتٍۭ بَيِّنَـٰتٍ ۚ وَلِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابٌ مُّهِينٌ٥

بېشكه هغه كسان چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، دوى به هلاك كړى شي، لكه چې هلاك كړى شوي وو هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو او یقینًا مونږ ډېرې روښانه نښې (او دلايل) نازلې كړې دي او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى

Zakaria Abulsalam

58:6
يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ ٱللَّهُ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوٓا۟ ۚ أَحْصَىٰهُ ٱللَّهُ وَنَسُوهُ ۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدٌ٦

(یاده كړه) هغه ورځ چې الله به دوى ټول ژوندي راپورته كړي، پس دوى به په هغو كارونو خبر كړي چې دوى كړي دي، الله هغه محفوظ كړي دي او دوى هغه هېر كړي دي او الله په هر شي باندې ښه شاهد (ګواه) دى

Zakaria Abulsalam

58:7
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۖ مَا يَكُونُ مِن نَّجْوَىٰ ثَلَـٰثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَآ أَدْنَىٰ مِن ذَٰلِكَ وَلَآ أَكْثَرَ إِلَّا هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا۟ ۖ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا۟ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ٧

ایا ته نه يې خبر چې بېشكه الله پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، نه وي هېڅ پټه مشوره د درې كسانو مګر هغه (الله) د دوى څلورم وي او نه د پنځو كسانو مګر هغه د دوى شپږم وي او نه له دې نه د كمو وي او نه (له دې نه) د زیاتو مګر هغه له دوى سره وي، دوى چې هرچېرې وي، بیا به هغه د قیامت په ورځ دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى كړي دي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

58:8
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ نُهُوا۟ عَنِ ٱلنَّجْوَىٰ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا نُهُوا۟ عَنْهُ وَيَتَنَـٰجَوْنَ بِٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَمَعْصِيَتِ ٱلرَّسُولِ وَإِذَا جَآءُوكَ حَيَّوْكَ بِمَا لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ ٱللَّهُ وَيَقُولُونَ فِىٓ أَنفُسِهِمْ لَوْلَا يُعَذِّبُنَا ٱللَّهُ بِمَا نَقُولُ ۚ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ يَصْلَوْنَهَا ۖ فَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ٨

ایا تا هغه كسان نه دي كتلي چې له پټو مشورو نه منع كړى شوي وو، بیا دوى هغه څه ته راګرځي چې له هغه نه منع كړى شوي وو او دوى د ګناه او ظلم او د رسول د نافرمانۍ په هكله پټې مشورې كوي او كله چې دوى تا ته راشي (نو) تا ته په هغه (كلمې) سره سلام كوي چې په هغې سره الله تا ته سلام نه دى (مقرر) كړى او دوى په خپلو نفسونو (زړونو) كې وايي: الله مونږ ته په هغه څه ولې عذاب نه راكوي چې مونږ يې وایو، دوى ته جهنم بس دى، چې دوى به هغه ته ننوځي، پس هغه د ورتلو بد ځاى دى

Zakaria Abulsalam

58:9
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا تَنَـٰجَيْتُمْ فَلَا تَتَنَـٰجَوْا۟ بِٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَمَعْصِيَتِ ٱلرَّسُولِ وَتَنَـٰجَوْا۟ بِٱلْبِرِّ وَٱلتَّقْوَىٰ ۖ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِىٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ٩

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو په خپل مینځ كې پټې خبرې (او مشورې)، كوئ، نو دګناه كولو او ظلم او د رسول د نافرمانۍ په هكله یو له بله سره پټې مشورې مه كوئ او د نیكۍ او تقویٰ په هكله یو له بل سره پټې مشورې كوئ او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ

Zakaria Abulsalam

58:10
إِنَّمَا ٱلنَّجْوَىٰ مِنَ ٱلشَّيْطَـٰنِ لِيَحْزُنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَلَيْسَ بِضَآرِّهِمْ شَيْـًٔا إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ١٠

بېشكه (د ګناه) پټې مشورې يواځې د شیطان له اړخه دي، د دې لپاره چې دى هغه كسان غمجن كړي چې ایمان يې راوړى دى، حال دا چې دغه (شیطان) دوى ته هېڅ شى ضرر رسوونكى نه دى مګر د الله په اذن (او ارادې) سره او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي

Zakaria Abulsalam

58:11
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا۟ فِى ٱلْمَجَـٰلِسِ فَٱفْسَحُوا۟ يَفْسَحِ ٱللَّهُ لَكُمْ ۖ وَإِذَا قِيلَ ٱنشُزُوا۟ فَٱنشُزُوا۟ يَرْفَعِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنكُمْ وَٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ دَرَجَـٰتٍ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ١١

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو ته وویل شي: تاسو په مجلس كې ځاى ارت كړئ، نو تاسو ځاى ارت كړئ، الله به تاسو ته ځاى ارت كړي او كله چې تاسو ته وویل شي چې (كوم نېك كار ته) پورته شئ، نو پورته شئ، الله به په تاسو كې هغه كسان په درجو كې اوچت كړي چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې هغوى ته علم وركړى شوى دى او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى

Zakaria Abulsalam

58:12
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا نَـٰجَيْتُمُ ٱلرَّسُولَ فَقَدِّمُوا۟ بَيْنَ يَدَىْ نَجْوَىٰكُمْ صَدَقَةً ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَأَطْهَرُ ۚ فَإِن لَّمْ تَجِدُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ١٢

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له رسول سره پټه خبره كول غواړئ، نو تاسو له خپلې پټې مشورې نه مخكې صدقه وړاندې كړئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره او ډېر پاكیزه دي، نو كه تاسو (صدقه) ونه مومئ، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

58:13
ءَأَشْفَقْتُمْ أَن تُقَدِّمُوا۟ بَيْنَ يَدَىْ نَجْوَىٰكُمْ صَدَقَـٰتٍ ۚ فَإِذْ لَمْ تَفْعَلُوا۟ وَتَابَ ٱللَّهُ عَلَيْكُمْ فَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ ۚ وَٱللَّهُ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ١٣

ایا تاسو له دې نه ووېرېدئ چې له خپلې پټې مشورې نه مخكې صدقې وړاندې كړئ، نو كله چې تاسو (دا كار) ونه كړ او الله پر تاسو باندې رجوع وكړه، نو تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او الله په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى

Zakaria Abulsalam

58:14
۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ تَوَلَّوْا۟ قَوْمًا غَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِم مَّا هُم مِّنكُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَيَحْلِفُونَ عَلَى ٱلْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ١٤

ایا تا هغو كسانو ته نه دي كتلي چې له داسې قوم سره دوستي كوي چې الله پر هغوى باندې غضب كړى دى، دغه كسان (منافقان) نه ستاسو څخه دي او نه له هغوى (كافرانو) څخه دي او دوى په دروغو باندې قسمونه خوري، حال دا چې دوى پوهېږي

Zakaria Abulsalam

58:15
أَعَدَّ ٱللَّهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا ۖ إِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ١٥

الله د دوى لپاره ډېر سخت عذاب تیار كړى دى، بېشكه دوى (چې دي) بد دى هغه (كار) چې دوى به كاوه

Zakaria Abulsalam

58:16
ٱتَّخَذُوٓا۟ أَيْمَـٰنَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ فَلَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ١٦

دوى خپل قسمونه ډال ګرځولي دي، نو دوى (خلق) د الله له لارې نه منع كړل، نو د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى

Zakaria Abulsalam

58:17
لَّن تُغْنِىَ عَنْهُمْ أَمْوَٰلُهُمْ وَلَآ أَوْلَـٰدُهُم مِّنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ١٧

د دوى لپاره به د الله په مقابله كې نه د دوى مالونونه هېڅ شى پكار راشي او نه د دوى اولادونه، دغه كسان د اور ملګري دي دوى به په هغه كې تل تر تله وي

Zakaria Abulsalam

58:18
يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ ٱللَّهُ جَمِيعًا فَيَحْلِفُونَ لَهُۥ كَمَا يَحْلِفُونَ لَكُمْ ۖ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ عَلَىٰ شَىْءٍ ۚ أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ ٱلْكَـٰذِبُونَ١٨

(یاده كړه) هغه ورځ چې الله به دوى ټول ژوندي راپورته كړي، نو دوى به هغه (الله) ته قسمونه خوري، لكه څنګه چې تاسو ته قسمونه خوري او دوى به ګمان كوي چې یقینًا دوى په یو (نفعمن) شي (لار) باندې دي، خبردار شئ! بېشكه هم دوى دروغجنان دي

Zakaria Abulsalam

58:19
ٱسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ فَأَنسَىٰهُمْ ذِكْرَ ٱللَّهِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ حِزْبُ ٱلشَّيْطَـٰنِ ۚ أَلَآ إِنَّ حِزْبَ ٱلشَّيْطَـٰنِ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ١٩

په دوى باندې شیطان غالب شوى دى، نو هغه له دوى نه د الله ذكر هېر كړى دى، دغه كسان د شیطان لښكر دى، خبردار شئ! بېشكه د شیطان لښكر (چې دى)، هم دوى زیان كاران دي

Zakaria Abulsalam

58:20
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُحَآدُّونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ أُو۟لَـٰٓئِكَ فِى ٱلْأَذَلِّينَ٢٠

بېشكه هغه كسان چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، دغه كسان په ډېر زیاتو ذلیلو (خلقو) كې دي

Zakaria Abulsalam

58:21
كَتَبَ ٱللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا۠ وَرُسُلِىٓ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ قَوِىٌّ عَزِيزٌ٢١

الله لیكلي دي چې خامخا (او) لازمًا به زه غالب كېږم او زما رسولان، بېشكه الله ډېر قوي، ښه غالب دى

Zakaria Abulsalam

58:22
لَّا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ يُوَآدُّونَ مَنْ حَآدَّ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَوْ كَانُوٓا۟ ءَابَآءَهُمْ أَوْ أَبْنَآءَهُمْ أَوْ إِخْوَٰنَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ كَتَبَ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلْإِيمَـٰنَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ ۖ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۚ رَضِىَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا۟ عَنْهُ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ حِزْبُ ٱللَّهِ ۚ أَلَآ إِنَّ حِزْبَ ٱللَّهِ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ٢٢

ته به داسې قوم ونه مومې چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري، چې دوى به له هغو كسانو سره دوستي كوي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي اګر چې دغه خلق د دوى پلرونه وي، یا د دوى زامن، یا د دوى وروڼه، یا د دوى قبیله وي، دغه كسان دي چې هغه (الله) د دوى په زړونو كې ایمان لیكلى دى او دوى يې په هغه روح سره قوي كړي دي چې د ده له جانبه دى او هغه به دوى داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى په هغه كې تل تر تله وي، الله له دوى نه راضي شو او دوى له هغه نه راضي شول، دغه كسان د الله لښكر دى اګاه شئ! بېشكه د الله لښكر، هم دوى كامیاب دي

Zakaria Abulsalam

مخکینۍ سورت

57. Al-Hadid

الْمُجَادَلَةُ

د سورت المجادلة پای · 22 آیتونه

راتلونکې سورت

59. Al-Hashr

Build a steady Quran habit

Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.

Set a reading goal