57. سورت الحديد
سورت الحديد د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
د الله پاكي بیانوي هر هغه شى چې په اسمانونو او ځمكه كې دى او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
خاص هم ده لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، دى ژوندي كول كوي اومړه كول كوي اوهم دى په هر شى باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
هم دغه (الله) اول دى (هیڅ شى له هغه نه مخكې نه و) او اخر دى (له ده نه بعد هېڅ شى نشته) او لوړ دى (په هر شي بره دى) او باطن دى (له ده په وړاندې هېڅ شى پټ نه دى) او هغه په هر شي باندې ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
دى هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا دى په عرش باندې برقراره شو، دى عالم دى په هر شي چې په ځمكه كې ننوځي او په هر هغه شي چې له دې نه راوځي او په هر هغه شي چې له اسمانه راكوزېږي او په هر هغه شي چې په ده كې پورته خېژي او دغه (الله د خپل شان لايق) له تاسو سره دى، هر چېرې چې تاسو یئ او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او خاص الله ته ټول كارونه ورګرځولى شي
— Zakaria Abulsalam
دى شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دى د سینو په پټو خبرو ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
(اى خلقو! تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او له هغه (مال) څخه څه خرچ كړئ چې هغه (الله) تاسو په دغه (مال) كې (د نورو خلقو) ځاى ناستي (خلیفه ګان) جوړ كړي یئ، نو هغه كسان چې له تاسو نه يې ایمان راوړى دى او انفاق يې كړى دى، د دوى لپاره ډېر لوى اجر دى
— Zakaria Abulsalam
او تاسو ته څه عذر دى چې په الله ایمان نه راوړئ، حال دا چې (د الله) رسول تاسو ته بلنه دركوي دې ته چې تاسو په خپل رب ایمان راوړئ او یقینًا هغه (الله له تاسو نه) ستاسو پخه وعده اخيستې ده، كه چېرې تاسو مومنان یئ
— Zakaria Abulsalam
دى همغه ذات دى چې په خپل بنده باندې څرګندې نښې (دلیلونه) نازلوي، د دې لپاره چې دغه (الله) تاسو له تیارو نه رڼا ته وباسي او بېشكه الله پر تاسو باندې یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او تاسو ته څه مانع (او عذر ) دى چې د الله په لاره كې خپل مال) نه لګوئ، حال دا چې د اسمانونو او ځمكې میراث خاص د الله لپاره دى په تاسو كې هغه څوك نه دي برابر چا چې (د الله په لاره كې) له فتحې نه مخكې انفاق كړى دى او جنګ يې كړى دى، دغه خلق د درجې په لحاظ له هغو كسانو نه ډېر لوى دي چې له دغې (فتحې) نه يې وروسته (د الله په لاره كې) انفاق كړى وي او جنګ يې كړى وي او (په دوى كې) له هر یو سره الله د ښېګڼې (جنت) وعده كړې ده او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى
— Zakaria Abulsalam
څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركړي، ډېر ښكلى قرض (حسن) نو چې هغه (الله) دغه (قرض) د ده لپاره دوه چنده كړي او د ده لپاره ډېر د عزت اجر دى
— Zakaria Abulsalam
هغه ورځ (یاده كړه) چې ته به مومنان سړي او مومنې ښځې وینې چې د دوى رڼا به د دوى مخې ته او د دوى ښي اړخ ته منډې وهي، ستاسو زېرى نن ورځ داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې په هغو كې به تل اوسېدونكي یئ، همدغه ډېره لویه كامیابي ده
— Zakaria Abulsalam
(اى نبي! ته) هغه ورځ (یاده كړه) چې منافق سړي اومنافقې ښځې به ایمان داره كسانو ته وايي: مونږ ته وګورئ (انتظار وكړئ) چې ستاسو له رڼا نه رڼا واخلو (، نو) دوى ته به وویل شي چې خپلې شا ته وګرځئ، نو (هلته) رڼا ولټوئ، نو د دوى په مینځ كې به یو داسې دېوال وواهه شي چې د هغه به دروازه (هم) وي، د دغه (دېوال) دننه طرف، په هغه كې به رحمت وي او د دغه (دېوال) د باندې طرف، له دغه جانبه به عذاب وي
— Zakaria Abulsalam
دوى به دغو (مومنانو) ته اواز وكړي: ایا مونږ له تاسو سره نه وو ؟ نو دوى (مومنان) به ووايي: ولې نه! او لېكن تاسو خپل ځانونه په فتنه كې اچولي وو او تاسو انتظار كاوه او شك مو كاوه او (خپلو) ارزوګانو دوكه كړي (تېرایستلي) وئ، تر هغه پورې چې د الله امر راغى او تاسو د الله په باره كې ډېر دوكه كوونكي دوكه كړي وئ
— Zakaria Abulsalam
نو نن ورځ به نه له تاسو نه څه فدیه (معاوضه) اخيستلى شي او نه له كافران شویو كسانو نه، ستاسو استوګنه اور دى، هغه (اور) ستاسو دوست (او لايق) دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى
— Zakaria Abulsalam
ایا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى (دغه) وخت نه دى راغلى چې د دوى زړونه نرم (او په وېره) شي د الله ذكر ته او هغه حق ته چې نازل شوى دى ! او د هغو كسانو په شان نشي چې له دې نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و، نو په دوى باندې زمانه اوږده شوه، پس د دوى زړونه سخت شول او په دوى كې ډېر فاسقان (نافران) دي
— Zakaria Abulsalam
تاسو پوه شئ چې بېشكه الله ځمكه د هغې له مرګ (وچوالي) نه پس ژوندۍ كوي، یقینًا مونږ تاسو ته ایتونه بیان كړي دي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه خیرات كوونكي سړي او خیرات كوونكې ښځې او هغه چې الله ته قرض وركوي، ښه قرض، د دوى لپاره (دغه قرضِ حسن) دوچند كولى شي او د دوى لپاره ډېر د عزت اجر دي
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو يې ایمان راوړى دى همدغه كسان ډېر رښتني دي او د خپل رب په وړاندې شاهدان دي، د دوى لپاره د دوى اجر او د دوى رڼا ده او هغه كسان چې كافران شوي او زمونږ ایتونو ته يې دروغ ویلي دي؛ دغه كسان د دوزخ ملګري دي
— Zakaria Abulsalam
تاسو پوه شئ چې بېشكه دنيايي ژوند يواځې لوبې او عبث او زینت او په خپل مینځ یو په بل باندې فخر كول دي او په یو بل باندې په مالونو او اولادونو كې ډېر والى كول دي د هغه باران په شان چې كرونكي (كروندګر) لره د هغه (باران) زرغونه خوشاله كړي، بیا هغه (زرغونه) وچېږي، نو ته دغه زرغونه تكه زېړه وینې، بیا هغه رېزه رېزه شي او په اخرت كې (د اخرت منكرانو ته) ډېر سخت عذاب دى او (منونكو ته) د الله له جانبه بخښنه او رضامندي ده، او دنيايي ژوند نه دى مګر د دوكې (او غولېدلو) سامان دى
— Zakaria Abulsalam
تاسو تلوار وكړئ د الله له جانبه مغفرت ته او داسې جنت ته چې د هغه پلنوالى د اسمان او ځمكې د پلنوالي په شان دى، د هغو كسانو لپاره تیار كړى شوى دى چې په الله او د هغه په رسولانو ایمان لري، دغه د الله فضل دى، چا ته چې وغواړي دغه وركوي او الله د ډېر لوى فضل والا دى
— Zakaria Abulsalam
نه رسېږي په ځمكه كې او نه ستاسو په ځانونو كې كوم مصیبت مګر (دا) په كتاب كې دي مخكې له دې نه چې دغه (ځانونه) پيدا كړو، بېشكه الله ته دا ډېره اسانه ده
— Zakaria Abulsalam
لپاره د دې چې تاسو په هغه څه خفه نشئ چې له تاسو فوت شول او په هغه څه خوشاله نشئ چې تاسو ته هغه دركړل او الله نه خوښوي هېڅ كبرجن (او) فخر كوونكى
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې (پخپله) بخل كوي او (نورو) خلقو ته (هم) د بخل كولو حكم كوي او هغه څوك چې مخ يې وګرځاوه، نو بېشكه الله، هم دى ښه بې پروا، ډېر ستايل شوى دى
— Zakaria Abulsalam
یقینًا یقینًا مونږ خپل رسولان په ښكاره دلیلونو سره لېږلي دي او له دوى سره مونږ كتاب او تله نازل كړي دي، د دې لپاره چې خلق په انصاف ودرېږي او مونږ اوسپنه نازله كړې ده، په دې كې (قوت د) سخت جنګ دى او د خلقو لپاره ګټې دي او د دې لپاره چې الله په هغه چا باندې پوه شي چې د ده او د ده د رسولانو په نالیدلو مدد كوي، بېشكه الله ډېر قوي، ښه غالب دى
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ نوح او ابراهیم رسولان لېږلي وو او د دغو دواړو په اولاده كې مو نبوت او كتاب ایښى و، نو په دوى كې ځینې هدایت موندونكي دي او په دوى كې ډېر زیات فاسقان دي
— Zakaria Abulsalam
بیا مونږ د دوى د قدمونو په اثارو پسې خپل رسولان راولېږل او ورپسې مو راوست عیسٰى زوى د مریمې او مونږ ده ته انجیل وركړى و او مونږ د ده د پېروي كوونكو په زړونو كې نرمي او مهرباني كول ایښي وو او رهبانیت چې دغه دوى له ځانه ایجاد كړى و، مونږ په دوى باندې لازم كړى نه و لېكن (دوى غوره كړى و) د الله د رضامندۍ لټولو لپاره، نو دوى د هغه (رهبانیت) رعایت ونه كړ، حق رعایت، نو په دوى كې هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و ؛ مونږ د دوى اجر وركړ او په دوى كې ډېر زیات فاسقان وو
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او د هغه په رسول ایمان راوړئ هغه (الله) به تاسو ته له خپل رحمت نه دوه حصې دركړي او تاسو لپاره به رڼا پیدا كړي چې تاسو به له هغې سره (په پل صراط) ځئ او تاسو به وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
د دې لپاره چې اهل كتاب (په دې) ښه پوه شي چې دوى د الله له فضله په هېڅ شي باندې قادر نه دي او دا چې بېشكه فضل د الله په لاس كې دى، چا ته چې وغواړي هغه وركوي او الله د ډېر لوى فضل والا دى
— Zakaria Abulsalam
Learning plans for Surah Al-Hadid
Structured daily lessons to study this surah with reflection and consistency.
Browse all learning plans →Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.