62. سورت الجمعة
سورت الجمعة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
د الله لپاره پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، (د هغه الله چې) بادشاه دى، ډېر پاك دى، ښه غالب دى، ډېر حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
دغه (الله) همغه ذات دى چې امیانو ته يې له همدوى ځنې یو رسول لېږلى دى، چې دوى ته د هغه (الله) ایتونه تلاوت كوي او د دوى تزكیه كوي او دوى ته كتاب او حكمت (سنت) ښیي او بېشكه شان دا دى چې دوى له ده نه مخكې یقینًا په ښكاره ګمراهۍ كې وو
— Zakaria Abulsalam
او له دوى څخه نورو ته (هم) چې لا تر اوسه دوى هغو (پخوانیو) ته نه دي رسېدلي او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
دغه د الله فضل دى چې دا هغه چا ته وركوي چې يې وغواړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى
— Zakaria Abulsalam
د هغو كسانو حال چې په هغوى باندې تورات وربار كړى شوى و (د تورات مكلف كړى شوي وو)، بیا دوى هغه پورته نه كړ ؛ د هغه خره د حال په شان دى چې كتابونه يې په شا كړي وي، د هغو كسانو بد مثال (حال) دى چې د الله د ایتونو تكذیب كوي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: اى هغو كسانو چې یهودیان شوي دي! كه تاسو دا (غلطه) عقیده لرئ چې یقینًا تاسو له نورو خلقو نه غیر د الله دوستان یئ، نو تاسو د مرګ ارزو وكړئ، كه چېرې تاسو رښتيني یئ
— Zakaria Abulsalam
او دوى به د دغه (مرګ) ارزو هیڅكله هم ونه كړي، په سبب د هغو (كارونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي او الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هغه مرګ چې تاسو له هغه نه تښتئ، پس یقینًا هغه له تاسو سره ملاقات كوونكى دى، بیا به تاسو د غیبو او ښكاره و عالم ذات ته بوتلى شئ، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اذان وویلى شي، نو تاسو د الله ذكر ته منډې وهئ او اخيستل خرڅول پرېږدئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي كه تاسو پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې لمونځ ادا كړى شي، نو تاسو په ځمكه كې خواره شئ او د الله له فضل څخه (څه) ولټوئ او تاسو الله ډېر زیات یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى تجارت (سوداګري)، یا تماشه ولیدله (نو) دوى هغې ته خواره شول او ته يې ولاړ پرېښودلې، ته (دوى ته) ووایه: هغه څه چې له الله سره دي له دغې تماشې نه او له دغې سوداګرۍ نه ډېر غوره دي او الله تر ټولو ښه رزق وركوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.