63. سورت المنافقون
سورت المنافقون د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
(اى نبي!) كله چې تا ته منافقان راشي (نو) دوى وايي: مونږ شاهدي وركوو چې بېشكه ته یقینًا د الله رسول يې او الله پوهېږي چې ته بېشكه (او) یقینًا د هغه رسول يې او الله شاهدي وركوي چې بېشكه منافقان یقینًا دروغ ویونكي دي
— Zakaria Abulsalam
دوى خپل قسمونه ډال ګرځولي دي، نو دوى د الله له لارې نه منع شول، بېشكه دوى چې دي، بد دى هغه كار چې دوى يې كوي
— Zakaria Abulsalam
دا ځكه چې یقینًا دوى ایمان راوړ، بیا كافر شول، نو د دوى په زړونو باندې مهر ولګول شو، پس ( اوس نو) دوى نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې ته دوى ووینې (نو) تا د دوى جسمونه (تنې) په تعجب كې اچوي او كه دوى خبرې كوي، (نو) ته د دوى خبرو ته غوږ ږدې، حال دا چې ګویاكې دوى ودرول شوي وچ لرګي دي، هر اوچت غږ دخپل ځان په خلاف ګني، هم دوى دښمنان دي، لهذا ته له دوى نه محتاط اوسه، الله دې دوى هلاك كړي، څرنګه دوى ګرځولى شي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو راشئ چې د الله رسول ستاسو لپاره مغفرت وغواړي (نو) دوى خپل سرونه تاو كړي او ته دوى وینې چې اعراض كوي، په داسې حال كې چې تكبر كوونكي وي
— Zakaria Abulsalam
د دوى لپاره یو شان ده كه ته د دوى لپاره مغفرت (بخښنه) وغواړي، یا ته دوى لپاره مغفرت ونه غواړې، الله به دوى هېڅ كله هم ونه بخښي، بېشكه الله نافرمان قوم ته هدایت نه كوي
— Zakaria Abulsalam
هم دوى هغه كسان دي چې وايي: تاسو په هغو كسانو باندې مال مه لګوئ چې له رسول الله سره دي، تر دې چې دوى خواره شي او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې خزانې دي او لېكن منافقان نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
دوى وايي چې قسم دى كه مونږ مدینې ته بېرته وګرځو (نو) تر ټولو عزتمن (خلق) به له دغې (مدینې) نه تر ټولو ذلیله (خلق) خامخا ضرور وباسي او عزت (خو) خاص د الله لپاره دى او د هغه د رسول لپاره دى او د مومنانو لپاره دى او لېكن منافقان پوهه نه لري
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو دې د الله له ذكر نه نه خپل مالونه غافله كړي او نه خپل اولادونه او هغه څوك چې دا كار وكړي، نو همدغه زیانكاران (تاوانیان) دي
— Zakaria Abulsalam
او تاسو له هغه (مال) نه چې مونږ تاسو ته دركړى دى څه انفاق كوئ، مخكې له دې نه چې په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي، بیا دا ووايي: اى زما ربه! ته ما تر نژدې مودې پورې ولې نه وروسته كوې، پس چې زه خیرات (صدقه) وكړم او له صالحانو (نېكانو) ځنې شم
— Zakaria Abulsalam
او الله هېڅ یو نفس نه وروسته كوي كله چې د هغه اجل (نېټه) راشي او الله په هغو عملونو ښه خبردا دى چې تاسو يې كوئ
— Zakaria Abulsalam
مخکینۍ سورت
62. Al-Jumu'ah
الْمُنَافِقُونَ
د سورت المنافقون پای · 11 آیتونه
راتلونکې سورت
64. At-Taghabun
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.