64. سورت التغابن
سورت التغابن د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونوكې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټول د كمال صفتونه دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
هم دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړي یئ، نو په تاسو كې ځینې كافر دي او ځینې په تاسو كې مومن دي او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ ښه ليدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
ده اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي او ستاسو صورتونه يې جوړ كړل، پس ستاسو صورتونه يې ډېر ښكلي كړي دي او خاص ده ته بېرته ورتګ دى
— Zakaria Abulsalam
دى پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو اوځمكه كې دي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسويې څرګندوئ او الله د سینو په (پټو) خبرو هم ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
ایا تاسو ته د هغو خلقو خبر نه دى راغلى چې له دې نه مخكې كافران شوي وو، نو هغوى د خپل عمل سزا وڅكله او د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
دا په دې سبب چې بېشكه شان دا دى چې دوى ته به د دوى رسولان له ښكاره معجزو سره راتلل، نو دوى به ویل چې ایا مونږ ته به بشر (انسانان) لاره ښیي، نو دوى كافر شول او مخ يې وګرځاوه او الله استغنا وكړه او الله ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى
— Zakaria Abulsalam
كافران شوي كسان (دا غلطه) عقیده ساتي چې دوى به له سره بیا راژوندي نه كړى شي، ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما په خپل رب قسم دى چې تاسو به خامخا ضرور بیا راژوندي كړى شئ، بیا به تاسو ته خامخا ضرور د خپلو كړو عملونو خبر دركولى شي او دا (كارونه) الله ته ډېر اسان دي
— Zakaria Abulsalam
نو تاسو په الله او د هغه په رسول او په هغې رڼا (قرآن) باندې ایمان راوړئ چې مونږ نازله كړې ده او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى
— Zakaria Abulsalam
(یاده كړه) هغه ورځ چې تاسو به دى (الله) د جمع كېدلو ورځې ته راجمع كړي، دغه د تاوان د ښكاره كېدو ورځ ده او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي او نېك عمل وكړي (،نو) هغه به له هغه نه د هغه ګناهونه لرې كړي او داسې جنتونو ته به يې داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، دغه ډېره لویه كامیابي ده
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې كافران شوي دي او زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى دغه كسان د اور والا دي، چې په ده كې به همېشه وي او هغه د ورتلو بد ځاى دى
— Zakaria Abulsalam
هېڅ یو مصیبت نه رسېږي مګر د الله په حكم سره او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي (، نو) هغه به د ده زړه ته هدایت وكړي او الله په هر شي باندې ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
او تاسو د الله اطاعت وكړئ او د رسول اطاعت وكړئ، نو كه تاسو وګرځېدئ، نو یقینًا زمونږ د رسول په ذمه خو يواځې ښكاره پېغام رسونه ده
— Zakaria Abulsalam
الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه ستاسو په ښځو او اولادونو كې ځينې ستاسو دښمنان دي، نو تاسو له دوى نه محتاط اوسئ او كه چېرې تاسو معافي وكړئ او تېر شئ او بخښنه وكړئ، نو بېشكه چې الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هم دا خبره ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازموینه (او فتنه) ده او الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى
— Zakaria Abulsalam
نو تاسو له الله نه ووېرېږئ څومره چې تاسو كولى شئ او واورئ او اطاعت وكړئ او انفاق كوئ، (دا به) ستاسو د ځانونو لپاره خیر وي او هغه څوك چې د خپل نفس له د بخیلۍ نه وساتل شو، نو هم دغه خلق كامیاب دي
— Zakaria Abulsalam
كه چېرې تاسو الله ته قرض وركړئ، ښه قرض، (نو) دى به دغه (قرض) تاسو لپاره دوه چنده كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ښه قدردان، ښه تحمل والا دى
— Zakaria Abulsalam
د غیبو او ښكاره و عالم دى، ښه غالب، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.