QuranPilotQuranPilot
النُّورُ

24. سورت النور – آیتونه 41–64

سورت النور د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

24:41
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُۥ مَن فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱلطَّيْرُ صَـٰٓفَّـٰتٍ ۖ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُۥ وَتَسْبِيحَهُۥ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِمَا يَفْعَلُونَ٤١

ایا ته نه وینې چې بېشكه الله چې دى، د هغه لپاره پاكي بیانوي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او مرغان هم (تسبیح وايي)، په داسې حال كې چې د خپلو وزرو خواره كوونكي وي، هر یو (چې دى) یقینًا هغه (الله) د هغه په لمونځ او د هغه په تسبیح عالم دى، او الله ښه عالم دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي

Zakaria Abulsalam

24:42
وَلِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ وَإِلَى ٱللَّهِ ٱلْمَصِيرُ٤٢

او خاص د الله لپاره ده د اسمانونو او ځمكې بادشاهي، او خاص الله ته بېرته ورتله دي

Zakaria Abulsalam

24:43
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يُزْجِى سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُۥ ثُمَّ يَجْعَلُهُۥ رُكَامًا فَتَرَى ٱلْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَـٰلِهِۦ وَيُنَزِّلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مِن جِبَالٍ فِيهَا مِنۢ بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِۦ مَن يَشَآءُ وَيَصْرِفُهُۥ عَن مَّن يَشَآءُ ۖ يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِۦ يَذْهَبُ بِٱلْأَبْصَـٰرِ٤٣

ایا تا نه دي كتلي چې بېشكه الله وریځې روانوي، بیا هغه په خپل منیځ كې یو ځاى كوي، بیا هغه لاندې باندې قط په قط كوي، بیا ته باران وینې چې د دې له مینځه راوځي او د اسمان له جانبه (د ورېځو) غرونه راكوزوي چې په هغو كې ځینې ږلۍ وي، نو هغه رسوي هغه چا ته چې يې وغواړي او اړوي يې له هغه چا نه چې يې وغواړي، نژدې وي چې د هغو د برېښنا پړق (چمك) نظرونه ختم كړي

Zakaria Abulsalam

24:44
يُقَلِّبُ ٱللَّهُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّأُو۟لِى ٱلْأَبْصَـٰرِ٤٤

الله شپه او ورځ اړوي را اړوي بېشكه په دغو كې د سترګو خاوندانو ته لوى عبرت دى

Zakaria Abulsalam

24:45
وَٱللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَآبَّةٍ مِّن مَّآءٍ ۖ فَمِنْهُم مَّن يَمْشِى عَلَىٰ بَطْنِهِۦ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِى عَلَىٰ رِجْلَيْنِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِى عَلَىٰٓ أَرْبَعٍ ۚ يَخْلُقُ ٱللَّهُ مَا يَشَآءُ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ٤٥

او په ځمكه ګرځېدونكى هر حیوان الله له اوبو څخه پیدا كړى دى، نو په دوى كې ځینې هغه دي چې په خپلې خېټې تګ كوي او په دوى كې ځېنې هغه دي چې په دوه پښو تګ كوي او په دوى كې ځینې هغه دي چې په څلورو ګرځي، الله چې څه وغواړي پیدا كوي يې، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى

Zakaria Abulsalam

24:46
لَّقَدْ أَنزَلْنَآ ءَايَـٰتٍ مُّبَيِّنَـٰتٍ ۚ وَٱللَّهُ يَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ٤٦

یقینًا یقینًا مونږه بیانوونكي ایتونه نازل كړي دي او الله چې چا ته وغواړي، نېغې لارې ته يې هدایت كوي

Zakaria Abulsalam

24:47
وَيَقُولُونَ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَبِٱلرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌ مِّنْهُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ ۚ وَمَآ أُو۟لَـٰٓئِكَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ٤٧

او دوى وايي: مونږ په الله باندې او په رسول باندې ایمان راوړى دى او مونږ اطاعت كړى دى، بیا په دوى كې یوه ډله له دې نه پس مخ ګرځوي او دغه خلق له سره مومنان نه دي

Zakaria Abulsalam

24:48
وَإِذَا دُعُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم مُّعْرِضُونَ٤٨

او كله چې دوى الله او د هغه رسول ته راوبلل شي، د دې لپاره چې هغه د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، ناڅاپه، په دوى كې یوه ډله مخ ګرځوونكې وي

Zakaria Abulsalam

24:49
وَإِن يَكُن لَّهُمُ ٱلْحَقُّ يَأْتُوٓا۟ إِلَيْهِ مُذْعِنِينَ٤٩

او كه حق د دوى لپاره وي (نو بیا) ده (رسول) ته راځي، چې ګړندي فرمان منونكي دي

Zakaria Abulsalam

24:50
أَفِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَمِ ٱرْتَابُوٓا۟ أَمْ يَخَافُونَ أَن يَحِيفَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ وَرَسُولُهُۥ ۚ بَلْ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ٥٠

ایا د دوى په زړونو كې مرض دى، یا دوى شك كوي، یا دوى وېرېږي له دې نه چې الله او د هغه رسول به په دوى ظلم وكړي، بلكې همدغه خلق ظالمان دي

Zakaria Abulsalam

24:51
إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ ٱلْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا۟ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۚ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ٥١

بېشكه د مومنانو خبره خو همدا وي، كله چې دوى الله او د هغه رسول ته وبلل شي چې وايي: مونږ (حكم) واورېده او مونږ ومانه او همدغه خلق كامیاب (خلاصى موندونكي) دي

Zakaria Abulsalam

24:52
وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَخْشَ ٱللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَآئِزُونَ٥٢

او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي او له الله نه ووېرېږي او د هغه تقوىٰ اختیار كړي، نو همدغه خلق برى موندونكي دي

Zakaria Abulsalam

24:53
۞ وَأَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَـٰنِهِمْ لَئِنْ أَمَرْتَهُمْ لَيَخْرُجُنَّ ۖ قُل لَّا تُقْسِمُوا۟ ۖ طَاعَةٌ مَّعْرُوفَةٌ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ٥٣

او دوى په الله قسمونه وخوړل، سخت پاخه قسمونه: خامخا كه ته دوى ته (جهاد ته د وتلو) امر وكړې (نو) دوى به خامخا ضرور وځي، ته (دوى ته) ووایه: تاسو (د دروغو) قسمونه مه خورئ، (له تاسو مطلوب) نېك طاعت دى، بېشكه الله ښه خبردار دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ

Zakaria Abulsalam

24:54
قُلْ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُم مَّا حُمِّلْتُمْ ۖ وَإِن تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا۟ ۚ وَمَا عَلَى ٱلرَّسُولِ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ٥٤

ته دوى ته ووایه: تاسو د الله اطاعت وكړئ او د رسول اطاعت وكړئ، نو كه دوى مخ واړوي، نو بېشكه همدا خبره ده چې په دغه (رسول) باندې هغه ( د تبلیغ) بار دى چې پرې ایښودل شوى دى او پر تاسو باندې هغه بار دى چې په تاسو ایښودل شوى دى او كه تاسو د هغه (رسول) اطاعت وكړئ (نو) نېغه لار به ومومئ، او د رسول په ذمه نشته مګر ښكاره پېغام رسول

Zakaria Abulsalam

24:55
وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنكُمْ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ كَمَا ٱسْتَخْلَفَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ ٱلَّذِى ٱرْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّنۢ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا ۚ يَعْبُدُونَنِى لَا يُشْرِكُونَ بِى شَيْـًٔا ۚ وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَـٰسِقُونَ٥٥

الله وعده كړې د هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى، چې تاسو یئ او نېك عملونه يې كړي دي، چې خامخا هرومرو به دوى ته په ځمكه كې خلافت وركوي لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى نه مخكې وو او خامخا ضرور به دوى ته د دوى هغه دین ثابت (او قوي) وګرځوي چې هغه (الله) د دوى لپاره غوره كړى دى او خامخا ضرور به دوى ته د دوى له وېرې نه پس امن په بدل كې وركړي، چې دوى به زما عبادت كوي او زما سره به هېڅ شى نه شریكوي، او هر څوك چې د دغو (انعامونو) نه بعد كافر شو، نو همدغه كسان فاسقان دي

Zakaria Abulsalam

24:56
وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ٥٦

او تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او د رسول اطاعت كوئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي

Zakaria Abulsalam

24:57
لَا تَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مُعْجِزِينَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ وَمَأْوَىٰهُمُ ٱلنَّارُ ۖ وَلَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ٥٧

ته له سره ګمان مه كوه په هغو كسانو چې كافران شوي دي چې په ځمكه كې (دوى مونږ لره) عاجزه كوونكي دي. او د دوى استوګنه اور دى، او هغه خامخا د ورتلو بد ځاى دى

Zakaria Abulsalam

24:58
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لِيَسْتَـْٔذِنكُمُ ٱلَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُكُمْ وَٱلَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا۟ ٱلْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَـٰثَ مَرَّٰتٍ ۚ مِّن قَبْلِ صَلَوٰةِ ٱلْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ ٱلظَّهِيرَةِ وَمِنۢ بَعْدِ صَلَوٰةِ ٱلْعِشَآءِ ۚ ثَلَـٰثُ عَوْرَٰتٍ لَّكُمْ ۚ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌۢ بَعْدَهُنَّ ۚ طَوَّٰفُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْـَٔايَـٰتِ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ٥٨

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له تاسو نه دې هغه كسان چې تاسو يې مالكان يئ او هغه كسان چې له تاسو (ازادو) نه بلوغ ته نه دي رسېدلي، درې ځلې دې اجازت غواړي له سبا د لمانځه نه مخكې او كله چې تاسو په غرمه كې جامې وباسئ او د ماسختن له لمانځه نه پس، تاسو لپاره درې د پردې وختونه دي، د دغو (وختونو) نه غیر نه په تاسو ګناه شته او نه پر هغوى باندې، (دوى) ډېر ګرځېدونكي دي پر تاسو باندې، ستاسو ځینې په ځینو نورو باندې، همداسې الله تاسو ته ایتونه بیانوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

24:59
وَإِذَا بَلَغَ ٱلْأَطْفَـٰلُ مِنكُمُ ٱلْحُلُمَ فَلْيَسْتَـْٔذِنُوا۟ كَمَا ٱسْتَـْٔذَنَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَـٰتِهِۦ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ٥٩

او كله چې ستاسو (ازاد) ماشومان بلوغ ته ورسېږي، نو دوى دې اجازت غواړي، لكه چې هغه كسان اجازت غواړي چې له دوى نه مخكې (بالغ شوي) دي، همداسې الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

24:60
وَٱلْقَوَٰعِدُ مِنَ ٱلنِّسَآءِ ٱلَّـٰتِى لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَـٰتٍۭ بِزِينَةٍ ۖ وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَّهُنَّ ۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ٦٠

او ډېرې زړې (له حیض او اولاد نه) ناستې ښځې هغه چې (د بوډاوالي په وجه) د نكاح امېد نه لري، نو پر هغوى باندې څه ګناه نشته چې خپلې جامې كېږدي، په داسې حال كې چې د زینت څرګندوونكې نه وي، او دا چې دوى (له دې نه هم) ځان وساتي، د دوى لپاره ډېره غوره دي، او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

Zakaria Abulsalam

24:61
لَّيْسَ عَلَى ٱلْأَعْمَىٰ حَرَجٌ وَلَا عَلَى ٱلْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى ٱلْمَرِيضِ حَرَجٌ وَلَا عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمْ أَن تَأْكُلُوا۟ مِنۢ بُيُوتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ ءَابَآئِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أُمَّهَـٰتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ إِخْوَٰنِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخَوَٰتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَعْمَـٰمِكُمْ أَوْ بُيُوتِ عَمَّـٰتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخْوَٰلِكُمْ أَوْ بُيُوتِ خَـٰلَـٰتِكُمْ أَوْ مَا مَلَكْتُم مَّفَاتِحَهُۥٓ أَوْ صَدِيقِكُمْ ۚ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَأْكُلُوا۟ جَمِيعًا أَوْ أَشْتَاتًا ۚ فَإِذَا دَخَلْتُم بُيُوتًا فَسَلِّمُوا۟ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ مُبَـٰرَكَةً طَيِّبَةً ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ٦١

په ړانده باندې حرج نشته او نه په ګوډ حرج (مشقت) شته او نه په ناروغه حرج شته او نه ستاسو په خپلو ځانونو باندې (حرج شته) چې تاسو له خپلو كورونو نه خوراك وكړئ، یا د خپلو پلرونو له كورونو نه، یا د خپلو میندو له كورونو نه، یا د خپلو وروڼو له كورونو نه، یا د خپلو خویندو له كورونو نه، یا د خپلو ترونو له كورونو نه، یا د خپلو پلرنۍ تروریانو له كورونو نه یا د خپلو ماماګانو له كورونو نه، یا د خپلو مورنۍ تروریانو له كورونو نه، یا له هغو (كورونو) نه چې تاسو د هغو د چابیو اختیارمن شئ، یا د خپلو دوستانو (له كورونو) نه، په تاسو هېڅ ګناه نشته چې تاسو یو ځاى خوراك وكړئ، یا بېل بېل، نو كله چې تاسو كورونو ته ننوځئ، نو په خپلو ځانونو سلام اچوئ، (دا) د الله له جانبه مباركه پاكیزه تحفه ده، همداسې الله تاسو ته ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ

Zakaria Abulsalam

24:62
إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَإِذَا كَانُوا۟ مَعَهُۥ عَلَىٰٓ أَمْرٍ جَامِعٍ لَّمْ يَذْهَبُوا۟ حَتَّىٰ يَسْتَـْٔذِنُوهُ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَسْتَـْٔذِنُونَكَ أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۚ فَإِذَا ٱسْتَـْٔذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَٱسْتَغْفِرْ لَهُمُ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ٦٢

بېشكه هم دا خبره ده چې مومنان خو هغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول يې ایمان راوړى دى او كله چې دوى له هغه (رسول) سره په كوم جمع كوونكي كار (لكه، جمعه، جهاد، یا جرګه) وي، (نو پخپل سر) نه ځي، تر هغه پورې چې له هغه نه اجازت وغواړي، بېشكه هغه كسان چې له تا نه اجازت غواړي، دغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول ایمان لري، نو كله چې دوى له تا نه د خپلو ځینو كارونو لپاره اجازت وغواړي، نو په دوى كې چې چا ته وغواړې اجازت وركړه او د دوى لپاره له الله نه بخښنه وغواړه. بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

Zakaria Abulsalam

24:63
لَّا تَجْعَلُوا۟ دُعَآءَ ٱلرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَآءِ بَعْضِكُم بَعْضًا ۚ قَدْ يَعْلَمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنكُمْ لِوَاذًا ۚ فَلْيَحْذَرِ ٱلَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِۦٓ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ٦٣

تاسو په خپل مینځ كې د رسول بلنه داسې مه ګرځوئ لكه ستاسو د ځینو بلنه ځینو نورو ته، یقینًا الله هغه كسان پېژني چې له تاسو نه كشېږي (یو یو، دوه دوه، پټ دباندې وځي)، په داسې حال كې چې یو له بله ځان سره پناه كوي، نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي

Zakaria Abulsalam

24:64
أَلَآ إِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ قَدْ يَعْلَمُ مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ وَيَوْمَ يُرْجَعُونَ إِلَيْهِ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا۟ ۗ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۢ٦٤

خبردار شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هر هغه څه دي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، یقینًا هغه عالم دى په هغه حال چې تاسو په هغه یئ او په هغې ورځ (هم) چې تاسو به هغه ته بېرته بېول كېږئ، نو هغه به دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى كړي دي، او الله په هر شي باندې ښه عالم دى

Zakaria Abulsalam

مخکینۍ سورت

23. Al-Mu'minun

النُّورُ

د سورت النور پای · 64 آیتونه

راتلونکې سورت

25. Al-Furqan

Build a steady Quran habit

Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.

Set a reading goal