23. سورت المؤمنون
سورت المؤمنون د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
یقینًا مومنان كامیاب شول
— Zakaria Abulsalam
هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو كې خشوع كوونكي دي
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې دوى له لغو (خبرو او كارونو) نه مخ ګرځوونكي دي
— Zakaria Abulsalam
او هغه چې هغوى د زكات ادا كوونكي دي
— Zakaria Abulsalam
او هغه چې هغوى د خپلو فرجونو (د شهوت ځایونو) ساتونكي دي
— Zakaria Abulsalam
مګر له خپلو ښځو او وینځو نه، نو بېشكه دوى (هغوى ته په ورتلو سره) ملامت كړى شوي نه دي
— Zakaria Abulsalam
پس چا چې ولټولو سوا له دغو نه، نو دغه كسان، دوى له حد نه تېرېدونكي دي
— Zakaria Abulsalam
او هغه چې هغوى د خپلو امانتونو او عهد رعایت كوونكي دي
— Zakaria Abulsalam
او هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو مداومت (او حفاظت) كوي
— Zakaria Abulsalam
هم دغه خلق وارثان دي
— Zakaria Abulsalam
هغه چې د فردوس وارثان كېږي به، دوى به په هغه كې همېشه وي
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ انسان د خټې له خُلاصې نه پیدا كړى دى
— Zakaria Abulsalam
بیا مونږ هغه، نطفه (د مني یو څاڅكى) وګرځوله په مضبوط قرار ځاى كې
— Zakaria Abulsalam
بیا مونږ دغه نطفه د وینې ټوټه وګرځوله، ورپسې مونږ دغه د وینې ټوټه د غوښې وړه بوټۍ وګرځوله، ورپسې مونږ دغه بوټۍ هډوكي وګرځوله، بیا مو هډوكو ته غوښه واغوستله، بیا مونږ هغه په بل تخلیق كې پیدا كړ، نو الله ډېر بركت والا دى چې تر ټولو ښه پیدا كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
بیا بېشكه تاسو له دې (ژوند) نه بعد خامخا مړه كېدونكي یئ
— Zakaria Abulsalam
بیا به یقینًا تاسو د قیامت په ورځ ژوندي راپاڅولى شئ
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ ستاسو له پاسه اوه لارې (اسمانونه) پیدا كړي دي او مونږ د مخلوق (له ټولو حالاتو) نه غافله نه یو
— Zakaria Abulsalam
او مونږ له بره نه په اندازې سره اوبه نازلې كړې، بیا مو هغه په ځمكه كې وساتلې او بېشكه مونږ د هغې په بېولو یقینًا قادر یو
— Zakaria Abulsalam
نو مونږ په دې (اوبو) سره تاسو لپاره د كجورو او انګورو باغونه پیدا كړي دي، چې تاسو ته په هغو (باغونو) كې ډېرې مېوې دي او له هم دغو (باغونو) نه تاسو خوراك كوئ
— Zakaria Abulsalam
او هغه ونه (مو پیدا كړه) چې د طور سیناء نه راوځي؟ چې د خوړونكو لپاره د غوړو او انګولي سره زرغونېږي
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه تاسو لپاره په څارويو كې یقینًا لوى عبرت دى، مونږ په تاسو له هغو (پیو) نه درڅښوو چې د هغو (څارويو) په ګېډو كې دي او تاسو لپاره په دوى كې ډېرې فايدې دي او له دوى نه تاسو خوړل (هم) كوئ
— Zakaria Abulsalam
او په دغو (څارويو) باندې او په بېړیو باندې تاسو بارولى شئ
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، نو هغه (ورته) وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ!
— Zakaria Abulsalam
نو د هغه له قومه كافر شويو مشرانو وویل: نه دى دا (نوح) مګر هم ستاسو په شان بشر، دى غواړي چې پر تاسو باندې مشري (او برتري) حاصله كړي او كه الله غوښتلى (نو) خامخا ملايك به يې نازل كړې وو، مونږ خو دا خبره (چې رسول بني ادم وي) زمونږ په هغو پلرونو كې نه ده اورېدلې چې پخوا وو
— Zakaria Abulsalam
نه دى دا (نوح) مګر داسې سړى چې په ده پورې لېونتوب نښتى دى، نو تاسو ده ته تر یو وخته انتظار كوئ
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: اى زما ربه! ته زما مدد وكړه، په سبب د دې چې دوى زما تكذیب وكړ
— Zakaria Abulsalam
نو مونږ هغه ته وحي وكړه داسې چې زمونږ د سترګو په وړاندې او زمونږ له وحي سره سم بېړۍ جوړه كړه، نو كله چې زمونږ حكم راغى او تنور راوخوټېده، بیا نو ته په دې (بېړۍ) كې له هر قسمه نه جوړه جوړه دوه دوه (نر او ښځه) داخل كړه او خپله كورنۍ هم (خو) له هغه چا نه غير چې په دوى كې په هغه باندې (د عذاب) خبره ړومبۍ شوې ده او ته له ما سره د هغو كسانو په باره كې خبره مه كوه چې ظلم يې كړى دى، بېشكه دوى به غرق كولى شي
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې وختلې ته او هغه څوك چې له تا سره دي په بېړۍ كې، نو ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د هغه الله لپاره دي چې مونږ يې له ظالم قوم نه خلاص كړو
— Zakaria Abulsalam
او (د كوزېدو په وخت كې) ووایه: اى زما ربه! ته ما په یو مبارك منزل (ځاى) كې كوز كړه او ته تر ټولو كوزوونكو څخه ډېر غوره يې
— Zakaria Abulsalam
بېشكه په دې كې یقینًا دلیلونه (نښې) دي او بېشكه مونږ خامخا ازمېښت كوونكي یو
— Zakaria Abulsalam
بیا مونږه له دوى نه وروسته نور خلق پیدا كړل
— Zakaria Abulsalam
نو مونږ په هغو كې له همدوى ځنې یو رسول ولېږه چې تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ!
— Zakaria Abulsalam
او وویل د ده له قومه هغو مشرانو چې كافر شوي وو او د اخرت د ملاقات يې تكذیب كړى و او مونږ هغوى ته په دنيايي ژوند كې خوشحالي وركړې وه: نه دى دا مګر ستاسو په شان بشر، له هغه څه نه دا خوراك كوي له څه نه چې تاسو خوراك كوئ او له هغه څه نه څښاك كوي چې تاسو ترې څښاك كوئ
— Zakaria Abulsalam
او (قسم دى) خامخا كه تاسو د خپل ځان په شان انسان اطاعت وكړئ، (نو) بېشكه چې تاسو به په دغه وخت كې یقینًا تاوانیان یئ
— Zakaria Abulsalam
ایا دا تاسو ته وعده دركوي دا چې بېشكه كله چې تاسو مړه شئ او تاسو خاورې او هډوكي شئ (،نو) یقینًا به تاسو ژوندي راوښكل شئ؟
— Zakaria Abulsalam
(له عقله) ډېر لرې دى، ډېر لرې دى هغه څیز چې له تاسو سره يې وعده كولى شي
— Zakaria Abulsalam
نه دى دا (ژوندون) مګر همدا زمونږ دنيايي ژوندون، چې مرو او ژوندي كېږو او له سره به مونږ بیا راژوندي نه كړى شو
— Zakaria Abulsalam
دى نه دى مګر (یو داسې) سړى چې په الله باندې يې دروغ ورتپلي دي او مونږ په ده باندې بېخي ایمان راوړونكي نه يو
— Zakaria Abulsalam
هغه (نبي) وویل: اى زما ربه! ته زما مدد وكړه، په سبب د دې چې دوى زه دروغجن وګڼلم
— Zakaria Abulsalam
(الله) وویل: له ډېر لږ وخت نه پس به دوى خامخا لازمًا پښېمانه شي
— Zakaria Abulsalam