24. سورت النور
سورت النور د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
(دا) یو سورت دى چې مونږ دا نازل كړى دى او مونږ دا فرض كړى دى او مونږ په ده كې ښكاره ایتونه نازل كړي دي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت واخلئ
— Zakaria Abulsalam
هغه ښځه چې زنا يې كړي وي او هغه سړى چې زنا يې كړي وي، نو تاسو (اى قاضیانو او حاكمانو) په دغو دواړو كې هر یو سل دُرې ووهئ او تاسو دې د الله په دین كې (په حكم نافذولو كې) په دغو باندې زړه سوى ونه نیسي، كه یئ تاسو چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ او د دې دواړو سزا ته دې د مومنانو یوه ډله حاضره وي
— Zakaria Abulsalam
زنا كار سړى نكاح نه كوي مګر له زناكارې، یا مشركې ښځې سره او زناكاره ښځه، له هغې سره نكاح نه كوي مګر زنا كار، یا مشرك سړى او په مومنانو باندې دغه (زنا او د زنا كارو سره نكاح) حرام كړى شوي دي
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې په پاكدامنو ښځو تهمت لګوي، بیا څلور ګواهان رانه ولي، نو تاسو دوى اتیا دُرې ووهئ او هېڅكله هم د دوى ګواهي مه قبلوئ او همدغه كسان فاسقان دي
— Zakaria Abulsalam
مګر هغه كسان چې له دې نه بعد توبه وباسي او (د ځان) اصلاح وكړي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې په خپلو ښځو تهمت ولګوي او له خپلو ځانونو نه غير نور د دوى لپاره څوك ګواهان نه وي، نو د دوى د یو ګواهي څلور ځلې د الله په نامه شاهدي كول دي چې بېشكه دا خامخا له رښتينو څخه دى
— Zakaria Abulsalam
او پنځمه (ګواهي) دا چې بېشكه په ده دې د الله لعنت وي كه دا له دروغجنو ځنې وي
— Zakaria Abulsalam
او له هغې نه سزا دفع كوي دا چې هغه (ښځه) څلور ځلې د الله په نامه شاهدي وركړي چې بېشكه دغه (سړى) خامخا له دروغجنو ځنې دى
— Zakaria Abulsalam
او پنځمه (ګواهي) دا چې بېشكه د الله غضب دې په دې وي كه دا (سړى په دې تهمت لګولو كې) له رښتیا ویونكو ځنې وي
— Zakaria Abulsalam
او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى او دا چې بېشكه الله ډېر توبه قبلوونكى، ښه حكمت والا دى (نو تاسو به په دنیا كې معذب شوي وى)
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې غټ دروغ يې راوړي دي، له هم تاسو نه یوه ډله ده، په دې (دروغو) د ځان لپاره د شر ګمان مه كوئ بلكې دا تاسو لپاره خیر دى، په دغو (بهتان ویونكو) كې د هر یو سړي لپاره هغه شى دى چې هغه ګټلى دى له ګناه نه او هغه كس چې د دغو (دروغو) لوى بار يې پورته كړى دى په دوى كې د ده لپاره ډېر لوى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
كله چې تاسو دا (دروغ) واورېدل، نو ولې مومنو سړیو او مومنو ښځو په خپلو ځانونو باندې د خیر ګمان ونه كړ او دا يې ونه ویل چې دا ښكاره دروغ دي
— Zakaria Abulsalam
ولې يې په دې (دروغو) باندې څلور ګواهان رانه وستل، نو كله چې يې څلور ګواهان رانه وستل، نو همدغه كسان د الله په نیز دروغجن دي
— Zakaria Abulsalam
او كه چېرې پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى په دنیا او اخرت كې (، نو) خامخا به تاسو ته د هغو (دروغو) په سبب چې تاسو په هغه كې غوپه شوي وئ ؛ ډېر لوى عذاب دررسېدلى و
— Zakaria Abulsalam
كله چې تاسو دا (بهتان) په خپلو ژبو سره اخيسته او تاسو به په خپلو خولو سره هغه خبرې كولې چې تاسو ته د هغې هېڅ علم نه و او تاسو به دا خبره اسانه ګڼله، حال دا چې هغه د الله په نیز ډېره لویه وه
— Zakaria Abulsalam
او كله چې تاسو دا (بهتان) واورېده (، نو) ولې تاسو ونه ویلې: مونږ ته جايز نه دي چې په دې خبره باندې خوله وخوځوو، تا لره پاكي ده (اى ربه!) دا ډېر لوى بهتان دى
— Zakaria Abulsalam
تاسو ته الله نصیحت كوي چې تاسو د دې په مثل كار ته هيڅكله هم ونه ګرځئ كه تاسو مومنان یئ
— Zakaria Abulsalam
او الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې خوښوي چې په مومنانو كې فاحشه (بدنامي) خوره شي، د دوى لپاره په دنیا او اخرت كې ډېر دردوونكى عذاب دى، او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى او دا چې بېشكه الله ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى (نو په دنيا كې به ډېر رسوا شوي وى)
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ او چا چې د شیطان د قدمونو پیروي وكړه، نو بېشكه دا (شیطان) د بې حیایۍ او ناروا كارونو امر كوي او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى (نو) په تاسو كې هیڅوك هیڅكله هم ( د بهتان له ګناه نه) پاك شوى نه وى او لېكن الله پاكوي چا لره چې وغواړي او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
او په تاسو كې دې د فضیلت او فراخۍ خاوندان له دې قسم نه خوري چې نه به وركوي (نفقه) خپلوانو او مسكینانو او د الله په لار كې هجرت كوونكو ته او دوى دې معافي وكړي او تېر دې شي، ایا تاسو دا نه خوښوئ چې الله تاسو ته بخښنه وكړي او الله ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې په پاك لمنو، ناخبره مومنو ښځو باندې تهمت لګوي په دوى باندې په دنیا او اخرت كې لعنت كړى شوى دى او د دوى لپاره لوى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
په هغې ورځ چې په دوى باندې به خپلې ژبې او خپل لاسونه او خپلې پښې ګواهي كوي (د دوى) په هغو عملونو چې دوى به كول
— Zakaria Abulsalam
په دغې ورځ كې به الله دوى ته د دوى حقه (لايقه) بدله پوره وركړي او دوى به پوه شي چې بېشكه الله، هم هغه ښكاره ( او ثابت) حق دى
— Zakaria Abulsalam
ناپاكې ښځې د ناپاكو سړیو لپاره دي او ناپاك سړي د ناپاكو ښځو لپاره دي او پاكې ښځې د پاكو سړیو لپاره دي او پاك سړي د پاكو ښځو لپاره دي، دغه (پاكان خلق) پاك او بري دي له هغو خبرو نه چې دوى (دروغجن) يې وايي او د دغو (پاكو خلقو) لپاره مغفرت او عزتناكه روزي ده
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى تاسو له خپلو كورونو نه غیر نورو كورونو ته مه داخلېږئ، تر دې چې تاسو اجازه وغواړئ او د هغو په اوسېدونكو سلام واچوئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ
— Zakaria Abulsalam
نو كه تاسو په دې (كورونو) كې څوك ونه مومئ، نو تاسو هغو ته مه ننوځئ، تر دې چې تاسو ته اجازت دركړى شي او كه تاسو ته وویل شي چې بېرته وګرځئ، نو تاسو بېرته وګرځئ، دا تاسو لپاره ډېر پاكیزه دي او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ؛ ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته چې تاسو داسې كورونو ته داخل شئ چې د اوسېدنې نه دي (او) په هغو كې ستاسو څه سامان (منفعت) وي او الله پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او هغه چې تاسو يې پټوئ
— Zakaria Abulsalam
ته مومنانو ته ووایه چې خپلې سترګې دې (له نامحرمو نه) ټيټې ساتي او د خپلو فرجونو (شرم ځایونو) ساتنه دې كوي، دا د دوى لپاره ډېر پاكیزه دي، بېشكه الله ښه خبردار دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي
— Zakaria Abulsalam
او ته مومنو ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې دې ټیټې ساتي او د خپلو شرم ځایونو حفاظت دې كوي او خپل زینت دې نه ښكاره كوي مګر هغه چې له دې (زینت) نه (عادتًا) ظاهرېږي، او په خپلو ګرېوانونو دې پړوني واچوي او دوى دې خپل زينت نه څرګندوي مګر د خپلو خاوندانو لپاره یا د خپلو پلرونو یا د خپلو خاوندانو د پلرونو لپاره یا د خپلو زامنو لپاره يا د خپل خاوند د زامنو لپاره يا د خپلو وروڼو لپاره يا د خپلو ورېرونو لپاره يا د خپلو خورينو لپاره يا د خپلو ښځو لپاره يا هغه چا ته چې د دوى ښي لاسونه يې مالكان شوي دي، یا هغو تابعانو ته چې ښځو ته له حاجت والاوو نه وي له سړیو نه، یا هغو وړو هلكانو (ماشومانو) ته چې د ښځو په اسرارو او پټو خبرو واقف شوي نه وي او دا (ښځې) دې خپلې پښې نه وهي، د دې لپاره چې معلوم كړى شي هغه څه چې دوى يې له خپل زینت ځنې پټوي او تاسو ټول الله ته توبه وباسئ اى مومنانو! د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
— Zakaria Abulsalam
او په تاسو كې د بې واده خلقو (ښځې وي او كه سړي) نكاح كوئ، او په خپلو مریانو او وینځو كې د نېكانو صالحو (هم نكاح كوئ) كه چېرې (دغه ذكر شوي خلق) فقیران وي (نو) الله به دوى له خپله فضله غنیان كړي او الله د فراخۍ والا، ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان دې خپل ځان (او عفت) وساتي چې (اسباب د) نكاح نه مومي تر هغه پورې چې الله دوى له خپله فضله غنیان كړي او ستاسو په مریانو وینځو كې چې څوك مكاتب والى غواړي، نو تاسو له هغوى سره مكاتبت وكړئ كه تاسو په دوى كې څه خیر معلوم كړئ او تاسو دوى ته د الله له هغه مال نه وركړئ چې تاسو ته يې دركړى دى او تاسو خپلې وینځې په زنا مه مجبوروئ، كه دوى د ځان پاك ساتلو اراده لري، د دې لپاره چې تاسو د دنيايي ژوند سامان (او مال) طلب كړئ او څوك چې دوى مجبورې كړي، نو بېشكه الله(چې دى) په دوى باندې د (مالكانو له) زور نه پس ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته څرګندوونكي ایتونه نازل كړي دي او حال د هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې تېر شوي دي او نصیحت لپاره د متقیانو
— Zakaria Abulsalam
الله د اسمانونو او ځمكې نور دى، د هغه د نور صفت داسې دى لكه یوه طاقچه ده چې په هغې كې بله ډیوه ده، بله ډیوه په شیشې (قندیل) كې ده، دغه قندیل (داسې دى) ګویاكې هغه روڼ ځلېدونكى ستورى دى، د زیتون له مباركې ونې نه بلولى شي چې (دغه ونه) نه مشرق طرف ته وي او نه مغرب طرف ته، نژدې ده چې د هغې تېل (پخپله) رڼا وكړي اګر چې دغو ته اور هم نه وي رسېدلى، رڼا له پاسه رڼا، الله د خپل نور په طرف هغه چا ته لار ښیي چې يې وغواړي او الله د خلقو لپاره مثالونه بیانوي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
په هغو كورونو (جوماتونو) كې چې الله حكم كړى دى چې پورته دې كړل شي او په دغو كې دې د ده نوم یادوه شي او په دغو (جوماتونو) كې د هغه پاكي بیانوي، د ورځې په شروع كې او د ورځې په اخر كې
— Zakaria Abulsalam
(داسې) سړي چې د الله له ذكر او لمونځ قايمولو او د زكات اداكولو نه يې نه تجارت غافله كوي او نه اخيستل خرڅول، دوى له هغې ورځې نه وېرېږي چې په هغې كې به زړونه او سترګې اوړي راوړي
— Zakaria Abulsalam
د دې لپاره چې الله دوى ته بدله وركړي ډېره ښكلې بدله د هغو عملونو چې دوى كړي دي او دوى ته له خپل فضله اضافه وكړي او الله چا ته چې وغواړي، بې له حسابه رزق وركوي
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې كافران شوي دي، د هغوى عملونه د سراب (شګې ګل) په شان دي چې په هوار ډاګ كې دي، تږى په هغه باندې د اوبو ګمان كوي، تر دې چې كله ده ته راشي، نو دغه هېڅ شى ونه مومي او په خپلې خوا كې الله ومومي، نو هغه به ده ته د ده حساب پوره وركړي، او الله ډېر ژر حساب والا دى
— Zakaria Abulsalam
یا (د دوى عملونه) د هغو تیارو په شان دي چې په ژور سمندر كې دي، چې دغه (سمندر) یو موج (چپې) پټ كړى وي، د هغه له پاسه بل موج (چپه) وي (بیا) د هغه له پاسه ورېځ وي، تیاري دي چې د دوى ځینې د ځینو نورو له پاسه دي، كله چې دى خپل لاس راوباسي (، نو) نژدې نه دي چې دغه وویني او هر هغه څوك چې الله ده ته رڼا ورنه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ رڼا نشته
— Zakaria Abulsalam