QuranPilotQuranPilot
الْقَصَصُ

28. سورت القصص – آیتونه 81–88

سورت القصص د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

28:81
فَخَسَفْنَا بِهِۦ وَبِدَارِهِ ٱلْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُۥ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُۥ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُنتَصِرِينَ٨١

نو مونږ هغه او د هغه كور په ځمكه كې ننه اېست، نو بیا د ده لپاره له الله نه غیر هېڅ ډله نه وه چې د ده مدد يې كړى وى اونه و دى (پخپله) له بدل اخيستونكو څخه

Zakaria Abulsalam

28:82
وَأَصْبَحَ ٱلَّذِينَ تَمَنَّوْا۟ مَكَانَهُۥ بِٱلْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ ٱللَّهَ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ وَيَقْدِرُ ۖ لَوْلَآ أَن مَّنَّ ٱللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا ۖ وَيْكَأَنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلْكَـٰفِرُونَ٨٢

او شول هغه كسان چې پرون يې د ده د مرتبې تمنا كوله، چې ویل يې: تعجب دى! ځكه چې یقینًا الله رزق فراخوي چا لپاره چې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې او تنګوي يې، كه چېرې نه وى دا چې الله پر مونږ احسان وكړ، خامخا مونږ به يې هم (په ځمكه كې) ننه ایستي (ډوب كړي) وو، تعجب دى! ځكه چې یقینًا، كافران خلاصى نه مومي

Zakaria Abulsalam

28:83
تِلْكَ ٱلدَّارُ ٱلْـَٔاخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا ۚ وَٱلْعَـٰقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ٨٣

دغه د اخرت كور (جنت) دا مونږ د هغو كسانو لپاره مقرروو چې په ځمكه كې نه د لويي اراده لري او نه د فساد (وراني) كولو او ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى

Zakaria Abulsalam

28:84
مَن جَآءَ بِٱلْحَسَنَةِ فَلَهُۥ خَيْرٌ مِّنْهَا ۖ وَمَن جَآءَ بِٱلسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى ٱلَّذِينَ عَمِلُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ إِلَّا مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ٨٤

چا چې یوه نېكي راوړه، نو د هغه لپاره له هغې نه غوره (بدله) ده او چا چې یوه بدي راوړه، نو جزا نشي وركولى هغو كسانو ته چې بدۍ يې كړي دي، مګر هغه چې دوى به څه عمل كاوه

Zakaria Abulsalam

28:85
إِنَّ ٱلَّذِى فَرَضَ عَلَيْكَ ٱلْقُرْءَانَ لَرَآدُّكَ إِلَىٰ مَعَادٍ ۚ قُل رَّبِّىٓ أَعْلَمُ مَن جَآءَ بِٱلْهُدَىٰ وَمَنْ هُوَ فِى ضَلَـٰلٍ مُّبِينٍ٨٥

بېشكه هغه (الله) چې په تا يې قرآن فرض (نازل) كړى دى یقینًا هغه تالره د وعدې ځاى ته بېرته بېونكى دى ، ته ووایه: زما رب ښه عالم دى په هغه چا چې نېكي يې راوړې ده او په هغه چا چې هغه په ښكاره ګمراهۍ كې دى

Zakaria Abulsalam

28:86
وَمَا كُنتَ تَرْجُوٓا۟ أَن يُلْقَىٰٓ إِلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبُ إِلَّا رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِّلْكَـٰفِرِينَ٨٦

او تا امېد نه لاره چې تا ته به كتاب نازل كړى شي لېكن ستا د رب له جانبه د رحمت په وجه (نازل كړى شو)، نو ته له سره مه كېږه مددګار د كافرانو

Zakaria Abulsalam

28:87
وَلَا يَصُدُّنَّكَ عَنْ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ بَعْدَ إِذْ أُنزِلَتْ إِلَيْكَ ۖ وَٱدْعُ إِلَىٰ رَبِّكَ ۖ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ٨٧

او دوى (كافران) دې تا د الله له ایتونو نه هیچېرې وانه ړوي، وروسته له دې چې كله تا ته نازل كړى شول، او ته خپل رب طرف ته (خلق) بله، او هیچېرې مه كېږه له مشركانو څخه

Zakaria Abulsalam

28:88
وَلَا تَدْعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَـٰهًا ءَاخَرَ ۘ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ كُلُّ شَىْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُۥ ۚ لَهُ ٱلْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ٨٨

او ته له الله سره بل هېڅ معبود مه بله (ځكه چې) د عبادت هېڅ لايق نشته مګر هغه دى، د هغه له مخ (ذات) نه غیر هر څیز فناكېدونكى دى حكم خاص د هغه لپاره دى او خاص هغه ته به تاسو بېرته بوتلى شئ

Zakaria Abulsalam

مخکینۍ سورت

27. An-Naml

الْقَصَصُ

د سورت القصص پای · 88 آیتونه

راتلونکې سورت

29. Al-'Ankabut

Build a steady Quran habit

Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.

Set a reading goal