28. سورت القصص
سورت القصص د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
طا، سين، ميم
— Zakaria Abulsalam
دا د څرګند كتاب ایتونه دي
— Zakaria Abulsalam
مونږ تا ته لولو د موسٰى او فرعون له خبرونو ځنې په حقه سره د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه فرعون په ځمكه كې لويي راخيستې وه او د دې اوسېدونكې يې ډلې ډلې كړي وو، په دوى كې يې یوه ډله ډېره ضعیفه كوله، د دوى زامن به يې حلالول او د دوى ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې، بېشكه هغه له فساد كوونكو ځنې و
— Zakaria Abulsalam
او مونږ اراده وكړه چې په هغو كسانو احسان وكړو چې په ځمكه كې ډېر ضعیف كړى شوي دي او چې دوى امامان وګرځوو او چې مونږ دوى (د فرعون د ملك) وارثان وګرځوو
— Zakaria Abulsalam
او چې مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړو او چې فرعون او هامان او د دواړو لښكرو ته له دغو (بني اسرائیلو) نه هغه شى وښیو چې دوى به ترې وېرېدل
— Zakaria Abulsalam
او مونږ د موسٰى مور ته وحي وكړه چې ته ده ته تى وركوه، نو كله چې په ده ووېرېدلې، نو دا په سیند كې وغورځوه او مه وېرېږه او غم مه كوه، بېشكه دا مونږ تا ته بېرته راوستونكي یو او مونږ دا له رسولانو له نه ګرځوونكي یو
— Zakaria Abulsalam
نو دى ال فرعون ومونده (او اوچت يې كړ) د دې لپاره چې (عاقبتًا) د دوى لپاره دښمن او غم شي، بېشكه فرعون او هامان او د دواړو لښكرې (دوى ټول) خطا كوونكي وو
— Zakaria Abulsalam
او د فرعون ښځې وویل: (دا هلك) زما او ستا د سترګو یخوالى دى، تاسو دا مه وژنئ، امېد دى چې دا به مونږ ته نفع راورسوي، یا به دا مونږ زوى ونیسو، په دې حال كې چې دوى نه پوهېدل
— Zakaria Abulsalam
او د موسٰى د مور زړه (له صبره) بېخي خالي شو، بېشكه هغه قریب وه چې خامخا د ده اظهار وكړي كه چېرې مونږ د هغې زړه مضبوط كړى نه وى، د دې لپاره چې له باور كوونكو څخه شي
— Zakaria Abulsalam
او هغې د هغه خور ته وویل: د ده (موسٰى) پسې برابره ځه، نو هغې به ده ته له لرې نه كتل، په دې حال كې چې دوى به نه پوهېدل
— Zakaria Abulsalam
او مونږ په ده باندې دايیګانې بندې كړې وې، له مخكې نه، نو هغې (د موسٰى خور) وویل: ایا زه تاسو ته داسې كورنۍ وښیم چې ستاسو لپاره د ده كفالت (او ساتنه) وكړي، په داسې حال كې چې هغوى به له ده سره ښېګڼه كوونكي وي
— Zakaria Abulsalam
نو مونږ هغه خپلې مور ته بېرته راوسته، د دې لپاره چې د هغې سترګې یخې شي او غم ونه كړي او د دې لپاره چې پوه شي چې بېشكه د الله وعده حقه ده او لېكن د دوى زیاتره خلق نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې هغه خپل زور (ځوانۍ) ته ورسېده، او ښه برابر شه، مونږ هغه ته حكم (نبوت) او پوهه وركړه او همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو
— Zakaria Abulsalam
او هغه (دې) ښار ته د هغه (ښار) د اوسېدونكو د غفلت (خوب) په وخت كې داخل شو، نو ده په هغه كې دوه سړي وموندل چې له یو بل سره په جنګ وو، دا یو د ده له ډلې (بنی اسرائیلو) نه و او دا بل د ده له دښمنانو ځنې و نو، هغه كس چې د ده له ډلې څخه و، له ده نه يې مرسته وغوښته، د هغه كس په خلاف چې د ده له دښمنانو څخه و، نو موسٰى هغه په سوك وواهه، نو هغه يې قتل كړ، ده وویل: دا د شیطان له كاره څخه دى، بېشكه هغه ښكاره ګمراه كوونكى دښمن دى
— Zakaria Abulsalam
ده وویل: اى زما ربه! بېشكه ما په خپل ځان ظلم كړى دى، نو ته ما ته بخښنه وكړې، نو هغه ورته بخښنه وكړه، بېشكه هغه، هم هغه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل:اى زما ربه! په سبب د هغه انعام چې تا په ما وكړ، نو زه به هېچرې د مجرمانو مددګار نشم
— Zakaria Abulsalam
نو سبا يې كړ په ښار كې، په داسې حال كې چې وېرېدونكى و، (او) انتظار يې كاوه، نو ناڅاپه هغه كس چې پرون يې له ده نه مدد غوښتى و، ده ته نارې وهي، موسٰى ده ته وویل: بېشكه ته خامخا ښكاره ګمراه يې
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې ده اراده وكړه چې هغه كس ونیسي چې هغه د دوى دواړو دښمن دى، هغه وویل: اى موسٰى! ایا ته غواړې چې ما (هم) قتل كړې، لكه پرون چې دې یو نفس وژلى و، ته نه غواړې مګر دا چې په ځمكه كې زورور شې او ته نه غواړې چې ته له اصلاح كوونكو څخه شې
— Zakaria Abulsalam
او د ښار تر ټولو لرې غاړې نه یو سړى راغى چې منډې يې راوهلې، ويې ويل:اى موسٰى بېشكه چې مشران ستا په باره كې مشورې كوي، د دې لپاره چې تا قتل كړي، نو ته وځه! بېشكه زه ستا له خیر غوښتونكو ځنې یم
— Zakaria Abulsalam
نو موسٰى له دغه (ښار) نه ووت، په دې حال كې چې وېرېدونكى و (او) انتظار يې كاوه، ويې ويل:اى زما ربه! ته ما ته له ظالم قوم نه نجات راكړې
— Zakaria Abulsalam
او كله چې يې د مدین په طرف مخه كړه، ويې ويل:امېد دى چې زما رب به ما ته نېغه لار راوښيي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې د مدین اوبو ته ورسېده، نو د هغه (كوهي) په خوا كې يې د خلقو یوه ډله وموندله چې اوبه يې وركولې او له هغوى نه يې رابېرته دوه ښځې وموندلې چې خپل څاروي يې رامنع كول، ويې ويل:ستاسو څه معامله ده؟ هغوى وویل: مونږ (څارویو ته) اوبه نه وركوو تر هغه پورې چې شپانه بېرته (سره له ماله) لاړ شي او زمونږ پلار عمر خوړلى بوډا دى
— Zakaria Abulsalam
نو (د) هغو (كنډك) ته يې اوبه وركړې، بیا سیوري ته وګرځېده، نو ويې ويل:اى زما ربه! بېشكه زه هر هغه څیز ته چې ته يې ما ته نازلوې له خیره ځنې؛ محتاج یم
— Zakaria Abulsalam
نو په دغو دواړو كې یوه ده ته راغله چې په ډېرې حیا سره يې تګ كاوه، ويې ويل:بېشكه زما پلار تا غواړي، د دې لپاره چې تا ته اجر (حق) دركړې د هغه عمل چې تا مونږ ته (زمونږ څاروي) اوبه كړي وو، نو كله چې هغه ده ته راغى او ده ته يې (خپله) قصه بیان كړه، ويې ويل:ته مه وېرېږه (اوس) ته له ظالم قوم نه خلاص شوى يې
— Zakaria Abulsalam
په دواړو كې یوې وویل: اى زما پلار جانه! ته دا مزدور ونیسه، بېشكه ترټولو غوره په هغه چا كې چې ته يې مزدور نیسې، هغه دى چې ښه قوتناك او امانتګر وي
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل:بېشكه زه غواړم په خپلو دغو دوه لوڼو كې یوه تا ته په نكاح دركړم، په دې شرط چې ته به اته كاله زما مزدوري كوې، نو كه تا لس كاله پوره كړل، نو ستا له اړخه به (احسان) وي، او زه په تا باندې مشقت اچول نه غواړم، ژر ده چې ته به ما له نېكانو څخه ومومې، كه الله وغواړي (ان شاء الله)
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل:دا دى (عهد مقرر) زما په مینځ كې او ستا په مینځ كې، په دغو دواړو نېټو كې چې كومه ما پوره كړه، نو په ما به (نور) هېڅ زیاتى نه وي، او څه چې مونږ وایو، الله پرې ګواه دى
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې موسٰى نېټه پوره كړه او له خپل اهل سره روان شو (،نو) د طور له جانبه يې اور ولیده، خپل اهل ته يې وویل: تاسو ایسار شي، بېشكه ما اور ولیده، كېدى شي چې زه تاسو ته له هغه نه څه خبر، یا د اور سكروټه (شغله) راوړم، د دې لپاره چې تاسو (پرې) تاوده شئ
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې دغه (اور) ته راغى (،نو) په مباركه ټوټه (قطعه) كې د ناو په ښې اړخ كې له ونې نه ورته اواز وكړى شو داسې چې اى موسٰى! بېشكه همدا زه الله رب العلمین یم
— Zakaria Abulsalam
او داسې چې خپله امسا وغورځوه، نو كله چې يې هغه وليدله چې حركت كوي، ګویاكې نرى منګرى مار دى، (نو) مخ يې واړوه، په دې حال كې چې شاكوونكى (تښتېدونكى) و، او بېرته را ونه ګرځېده، اى موسٰى! مخ راواړوه او مه وېرېږه: بېشكه ته له امان موندونكو څخه يې
— Zakaria Abulsalam
ته خپل لاس په خپل ګرېوان كې ننباسه، را وبه وځي، په داسي حال كې چې بې له كوم عیبه به تك سپین وي او ته خپل څانګ خپل ځان ته راپېوست كړه، د وېرې له وجې نه، نو دغه دواړه ستا د رب له جانبه دلیلونه دي فرعون او د هغه سردارانو ته، بېشكه چې دوى فاسقان خلق دي
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل:اى زما ربه! بېشكه ما له دوى نه یو نفس وژلى دى، نو زه وېرېږم چې دوى به ما ووژني
— Zakaria Abulsalam
او زما ورور هارون چې دى، هغه له ما نه په ژبه كې ډېر فصیح دى، نو ته هغه زما سره مددګار ولېږه چې زما تصدیق كوي، بېشكه زه وېرېږم له دې نه چې دوى به زما تكذیب وكړي
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل:ژر به مونږ ستا مټ په خپل ورور سره مضبوط كړو او تاسو لپاره به غلبه وګرځوو، نو دوى به تاسو ته نشي دررسېدلى، زمونږ د نښو په وجه تاسو دواړه او څوك چې ستاسو پیروي كوي هم تاسو (ټول) به غالب وئ
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې دوى ته موسٰى زمونږ په څرګندو معجزو سره راغى، دوى وویل: نه دى دا مګر جادو (سحر)، چې په دروغو سره جوړ كړى شوى دى او مونږ دا خبره په خپلو پلرونو كې نه ده اورېدلې چې پخوا وو
— Zakaria Abulsalam
او موسٰى وویل: زما رب ښه عالم دى په هغه چا چې د هغه له جانبه په هدایت سره راغلى دى او په هغه چا چې د هغه لپاره به د اخرت ښه انجام وي، بېشكه شان دا دى چې ظالمان به برى نه مومي
— Zakaria Abulsalam
او فرعون وویل: اى سردارانو! زه تاسو لپاره له خپل ځان نه غیر بل هېڅ معبود نه پېژنم، نو اى هامانه! ته زما لپاره په خټې باندې اور بل كړه، پس زما لپاره یوه اوچته ماڼۍ جوړه كړه، كېدى شي چې زه د موسٰى معبود ته وخېژم او بېشكه زه دا له دروغجنانو ځنې ګڼم
— Zakaria Abulsalam
او ده او د ده لښكرو په ځمكه كې ناحقه (تكبر او) اولويي وكړه او دا يې وګڼله چې یقینًا دوى به مونږ ته نه راګرځول كېږي
— Zakaria Abulsalam
نو مونږ دا او د ده لښكرې راونیولې، نو مونږ دوى په درياب كې وغورځول، نو ته وګوره چې د ظالمانو (كافرانو) انجام څنګه و؟
— Zakaria Abulsalam