28. سورت القصص – آیتونه 41–80
سورت القصص د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
او مونږه دوى داسې پېشوایان وګرځول چې اور ته بلنه كوي او د قیامت په ورځ به له دوى سره مرسته نه كولى شي
— Zakaria Abulsalam
او په دې دنیا كې مونږ د دوى پسې لعنت ولګاوه، او د قیامت په ورځ به همدوى له خراب كړى شویو (بدمخي شویو) څخه وي
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، وروسته له هغه نه چې مونږ ړومبني امتونه هلاك كړل، په دې حال كې چې هغه د خلقو لپاره د بصیرتونو والا، او هدايت او رحمت دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت ومني
— Zakaria Abulsalam
او (اى نبي!) ته (د موسٰى) سره د مغربي (غره) خوا ته نه وې كله چې مونږ موسٰى ته د (نبوت د) كار وحي وكړه او ته له حاضرینو څخه نه وې
— Zakaria Abulsalam
او لېكن مونږ ډېر امتونه پیدا كړل، نو په دوى خپل عمرونه اوږده شول او ته په مدین والاو كې اوسېدونكى نه وې، چې تا هغوى ته زمونږ ایتونه لوستلى، او لېكن همدا مونږ (تا لره) لېږونكي یو
— Zakaria Abulsalam
او ته د طور خوا ته نه وې كله چې مونږ اواز وكړ او لېكن (ته لېږلى يې مونږ) رحمت، د خپل رب له جانبه، د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې له تا نه مخكې دوى ته كوم وېروونكى نه دى راغلى، د دې لپاره چې دوى نصیحت قبول كړي
— Zakaria Abulsalam
او كه دا نه وى چې دوى ته به څه مصیبت ورسېږي په سبب د هغو عملونو چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي، بیا به دوى وايي: اى زمونږ ربه! ته مونږ ته كوم رسول ولې نه رالېږې، پس چې مونږ ستا د ایتونو تابع شو او شو له مومنانو څخه
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې دوى ته زمونږ له جانبه حق راغى، ويې ويل:ده ته په مثل د هغو (معجزو) ولې نه دي وركړى شوي چې موسٰى ته وركړى شوې دي؟ ایا دوى كافران شوي نه وو په هغو (معجزو) چې له دې نه مخكې موسٰى ته وركړى شوې وې؟ دوى وویل: دوه سحره دي، چې د یو بل مدد كوي، او دوى وویل: مونږ په هر یو سره كفر كوونكي یو
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: تاسو د الله له خوا نه داسې كتاب راوړئ چې هغه د دې دواړو كتابونو نه زیات لار ښوونكى وي، چې زه د هغه پیروي وكړم، كه تاسو رښتیني یئ
— Zakaria Abulsalam
نو كه دوى ستا خبره ونه منله، نو ته پوه شه چې دوى یقینًا يواځې د خپلو خواهشاتو پيروي كوي او له هغه چا نه لوى ګمراه څوك دى، چې د خپل خواهش پيروي كوي، بې له هدایته د الله له جانبه، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ دوى ته كلام پرله پسې لېږلى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې مونږ هغوى ته له ده نه مخكې كتاب وركړى و، هغوى په ده باندې ایمان راوړي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى ته ولوستى شي، دوى وايي: مونږ په ده باندې ایمان راوړى دى، بېشكه همدا زمونږ د رب له جانبه حق دى، بېشكه مونږ له ده نه مخكې هم مسلمانان وو
— Zakaria Abulsalam
دغه كسان دي چې دوى ته به د دوى اجر دوه كرته وركاوه شي، په سبب د دې چې دوى صبر وكړ او دوى په نېكۍ سره بدي لرې كوي، او ځينې له هغه مال نه چې مونږ دوى ته وركړى دى لګوي يې
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى بېكاره خبره واوري (، نو) له هغې نه مخ واړوي او وايي: زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او ستاسو لپاره ستاسو عملونه دي، په تاسو دې سلام وي، مونږ جاهلان نه غواړو
— Zakaria Abulsalam
بېشكه ته هدایت نشې كولى هغه چا ته چې ته يې خوښوې، او لېكن الله هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او هغه ښه عالم دى په هدایت موندونكو باندې
— Zakaria Abulsalam
او دوى وايي: كه مونږ له تا سره د هدایت پیروي وكړو (نو) له خپلې ځمكې نه به وتښتول (ووېستل) شو، ایا مونږ دوى ته د داسې حرم تمكین نه دى وركړى چې د امن والا دى، ده ته د هر شي مېوې راوړلى (او وركولى) شي ښه رزق وركول، زمونږ له خوا نه، او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
او مونږ څومره ډېر كلي هلاك كړي دي چې په خپل معيشت كې يې سركشي كړې وه، نو دغه د دوى كورونه دي چې له دوى نه پس په كې سكونت نه دى شوى مګر ډېر لږ او هم دا مونږ وارثان یو
— Zakaria Abulsalam
او ستا رب له سره د كلیو هلاكوونكى نه دى، تر هغه پورې چې د هغو (كلیو) په اصل (مركزي ښار) كې یو رسول ولېږي چې دوى ته زمونږ ایتونه لولي، اومونږ د كلیو هلاكوونكي نه یو مګر په داسې حال كې چې د هغو اوسېدونكي ظالمان وي
— Zakaria Abulsalam
او تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو د دنيايي ژوند فايده او د هغه زینت دى، او هغه څه چې له الله سره دي، ډېر غوره او ښه باقي پاتې كېدونكي دي، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟
— Zakaria Abulsalam
ایا نو هغه څوك چې له هغه سره مونږ وعده كړې ده، ښه وعده، پس دى له هغې سره ملاقات كوونكى دى، د هغه چا په شان دى، چې مونږ هغه ته فايده وركړه د دنيايي ژوند فايده، بیا به هغه د قیامت په ورځ له حاضر كړى شویو څخه وي؟
— Zakaria Abulsalam
او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته به هغه (الله) اواز وكړي، نو وبه وايي: زما هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به ګڼل؟
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان به ووايي چې پر هغوى باندې خبره ثابته شوې ده: اى زمونږه ربه! دا هغه كسان دي چې مونږ ګمراه كړي وو، مونږ دوى ګمراه كړل، لكه چې مونږ ګمراه شوي وو مونږ (له دوى نه) ستا په طرف بېزاره كېږو، دوى زمونږ عبادت نه كاوه
— Zakaria Abulsalam
او وبه ویل شي: تاسو خپل شریكان وبلئ، نو دوى به هغوى وبلي: نو هغوى به دوى ته هېڅ جواب ورنه كړي او دوى به عذاب وویني (او تمنا به وكړي چې) كاشكې واقعتًا دوى (په دنیا كې) هدایت موندلى وى
— Zakaria Abulsalam
او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته به (الله) اواز وكړي، نو وبه وايي: تاسو رسولانو ته څه جواب وركړى و؟
— Zakaria Abulsalam
نو په دغې ورځ به په دوى باندې خبرونه پټ شي، نو دوى به یو تربله پوښتنه نه كوي
— Zakaria Abulsalam
نو پاتې شو هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو امېد دى چې دغه به له نجات موندونكو څخه وي
— Zakaria Abulsalam
او ستا رب پیدا كوي هغه چې وغواړي او هغه انتخاب كوي، دوى ته هېڅ اختیار نشته، الله لره پاكي ده، او هغه اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي
— Zakaria Abulsalam
او ستا رب پوهېږي په هغه څه چې د دوى سینې يې پټوي او څه چې دوى څرګندوي
— Zakaria Abulsalam
او همدغه الله دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، خاص هم ده لره ثنا ده په دنیا او اخرت كې، او خاص هم ده لره حكم دى، او خاص ده ته به تاسو بېرته بیولى شئ
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ كه چېرې الله پر تاسو باندې د قیامت د ورځې پورې همېشه شپه كړي (نو) له الله نه غیر بل څوك الٰه (معبود) دى چې تاسو ته رڼا راوړي؟ ایا نو تاسو نه اورئ ؟
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: ما ته خبر راكړئ، كه چېرې الله پر تاسو باندې د قیامت د ورځې پورې همېشه ورځ كړي، نو له الله نه غیر بل څوك معبود دى چې تاسو ته هغه شپه راوړي چې تاسو په هغې كې ارام كوئ؟ ایا نو تاسو نه وینئ؟
— Zakaria Abulsalam
او خاص د خپل رحمت له وجې يې تاسو لپاره شپه او ورځ پیدا كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دغې (شپه) كې ارام وكړئ او د دې لپاره چې تاسو (په دغې ورځ كې) د هغه له فضله (څه) ولټوئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
— Zakaria Abulsalam
او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته (الله) اواز وكړي، نو وبه وايي: چېرته دي زما هغه شریكان چې تاسو به ګڼل؟
— Zakaria Abulsalam
او مونږ به له هر امت نه یو ګواه راوباسو، نو مونږ به (دوى ته) ووایو: تاسو خپل دلیل راوړئ، نو دوى به پوه شي چې بېشكه حق خاص د الله لپاره دى، او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به دروغ تړل
— Zakaria Abulsalam
بېشكه قارون د موسٰى له قومه څخه و، نو ده په دغو (بني اسرائیلو) باندې سركشي (او لويي) وكړه او مونږه ده ته له خزانو ځنې دومره مقدار وركړى و چې بېشكه د هغو چابیانې (كلیګانې) به خامخا په طاقتورې ډلې درنېدلې، (یاد كړه) هغه وخت چې ده ته د ده قوم وویل: ته (په مال خوشحالي او) تكبر مه كوه بېشكه الله (په مال خوشالېدونكي) تكبر كوونكي نه خوښوي
— Zakaria Abulsalam
او ته په هغه (مال) كې چې تا ته الله دركړى دى ؛ د اخرت كور (جنت) لټوه، او له دنیا نه خپله برخه مه هېروه، او احسان كوه، لكه چې تا سره الله احسان كړى دى، او په ځمكه كې فساد مه غواړه، بېشكه الله فساد كوونكي نه خوښوي
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: یقینًا دا خو ما ته راكړى شوى دى په هغه علم سره چې زما سره دى، ایا دى نه و پوه، چې بېشكه الله یقینًا له ده نه مخكې له امتونو څخه هغه څوك هلاك كړي دي چې هغه له ده نه په قوت كې زیات سخت وو، او په جمع (ډله) كې له ده نه ډېر وو، او له مجرمانو (كافرانو) نه به د خپلو ګناهونو په باره كې، تپوس نه كاوه شي
— Zakaria Abulsalam
نو دى په خپل قوم باندې په زینت كې راووت، (نو) هغو كسانو وویل چې دنيايي ژوند يې غوښته: اى كاشكې چې مونږ له هم وى په شان د هغو (مالونو) چې قارون ته وركړى شوي دي، بېشكه دا خامخا د ډېرې لويې برخې خاوند دى
— Zakaria Abulsalam
او هغو كسانو وویل چې علم ورته وركړى شوى و: په تاسو افسوس! د الله ثواب ډېر غوره دى د هغه چا لپاره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عمل يې كړى دى، او دغه خبره ښوولى نشي مګر صبر كوونكو ته
— Zakaria Abulsalam