QuranPilotQuranPilot
الْحَجُّ

22. سورت الحج – آیتونه 41–78

سورت الحج د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

22:41
ٱلَّذِينَ إِن مَّكَّنَّـٰهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ أَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَمَرُوا۟ بِٱلْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا۟ عَنِ ٱلْمُنكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عَـٰقِبَةُ ٱلْأُمُورِ٤١

هغه كسان دي چې كه مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړو (نو) دوى به لمونځ قايموي او زكات به ادا كوي او د نېكۍ حكم به كوي او له بدۍ نه به منع كوي، او خاص د الله لپاره د كارونو انجام دى

Zakaria Abulsalam

22:42
وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَثَمُودُ٤٢

او كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو یقینًا له دوى نه مخكې د نوح قوم او عادیانو او ثمودیانو تكذیب كړى دى

Zakaria Abulsalam

22:43
وَقَوْمُ إِبْرَٰهِيمَ وَقَوْمُ لُوطٍ٤٣

او د ابراهیم قوم او د لوط قوم

Zakaria Abulsalam

22:44
وَأَصْحَـٰبُ مَدْيَنَ ۖ وَكُذِّبَ مُوسَىٰ فَأَمْلَيْتُ لِلْكَـٰفِرِينَ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ٤٤

او د مدین والاو، او د موسٰى تكذیب شوى دى، نو ما كافرانو ته مهلت وركړ، بیا ما دوى ونیول، نو زما انكار كول څنګه وو؟

Zakaria Abulsalam

22:45
فَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَـٰهَا وَهِىَ ظَالِمَةٌ فَهِىَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا وَبِئْرٍ مُّعَطَّلَةٍ وَقَصْرٍ مَّشِيدٍ٤٥

نو څومره ډېر كلي دي چې مونږ هغه هلاك كړي دي، په داسې حال كې چې هغه ظالمان وو، نو دغه (كلي) په خپلو چتونو پراته دي، او څومره ډېر بېكاره پراته كوهیان دي او مضبوطې ماڼۍ دي

Zakaria Abulsalam

22:46
أَفَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَآ أَوْ ءَاذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا ۖ فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى ٱلْأَبْصَـٰرُ وَلَـٰكِن تَعْمَى ٱلْقُلُوبُ ٱلَّتِى فِى ٱلصُّدُورِ٤٦

ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، نو چې دوى لپاره داسې زړونه وى چې دوى په هغو سره پوهېدلى یا داسې غوږونه چې دوى په هغو سره اورېدلى، نو بېشكه قصه دا ده چې سترګې نه ړندېږي او لېكن هغه زړونه ړندېږي چې په سینو كې دي

Zakaria Abulsalam

22:47
وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِٱلْعَذَابِ وَلَن يُخْلِفَ ٱللَّهُ وَعْدَهُۥ ۚ وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ٤٧

او دوى په تا په (راوستلو د) عذاب سره تلوار كوي او الله به له سره د خپلې وعدې خلاف و نه كړي، او بېشكه یوه ورځ ستا د رب په نیز د زرو كلونو په شان ده له هغو چې تاسو يې شمېرئ

Zakaria Abulsalam

22:48
وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَمْلَيْتُ لَهَا وَهِىَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ أَخَذْتُهَا وَإِلَىَّ ٱلْمَصِيرُ٤٨

او ډېر كلي دي چې ما هغو ته مهلت وركړى و، حال دا چې دوى ظالمان وو، بیا ما هغه ونیول، او خاص ما ته بېرته راتله دي

Zakaria Abulsalam

22:49
قُلْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّمَآ أَنَا۠ لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ٤٩

ته ووایه: اى خلقو! بېشكه همدا خبره ده چې زه تاسو ته ښكاره وېروونكى یم

Zakaria Abulsalam

22:50
فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ٥٠

نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره مغفرت او ډېر د عزت روزي ده

Zakaria Abulsalam

22:51
وَٱلَّذِينَ سَعَوْا۟ فِىٓ ءَايَـٰتِنَا مُعَـٰجِزِينَ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَحِيمِ٥١

او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو كې كوشش كوي، په داسې حال كې چې (په خپل خیال كې) عاجزه كوونكي دي، دغه كسان د دوزخ ملګري دي

Zakaria Abulsalam

22:52
وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِىٍّ إِلَّآ إِذَا تَمَنَّىٰٓ أَلْقَى ٱلشَّيْطَـٰنُ فِىٓ أُمْنِيَّتِهِۦ فَيَنسَخُ ٱللَّهُ مَا يُلْقِى ٱلشَّيْطَـٰنُ ثُمَّ يُحْكِمُ ٱللَّهُ ءَايَـٰتِهِۦ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ٥٢

او مونږ له تا نه مخكې نه دى لېږلى هېڅ يو رسول او نه نبي، مګر كله چې به هغه لوستل كول (،نو) شیطان به د هغه په لوستلو كې غورځول وكړل، نو الله هغه لرې كوي چې شیطان يې غورځوي، بیا الله خپل ایتونه مضبوطوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

22:53
لِّيَجْعَلَ مَا يُلْقِى ٱلشَّيْطَـٰنُ فِتْنَةً لِّلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَٱلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ ۗ وَإِنَّ ٱلظَّـٰلِمِينَ لَفِى شِقَاقٍۭ بَعِيدٍ٥٣

د دې لپاره چې هغه (الله) هغه شى چې شیطان يې غورځوي د هغو كسانو لپاره ازمېښت وګرځوي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او د هغوى لپاره چې زړونه يې سخت دي او بېشكه ظالمان خامخا په ډېر لوى مخالفت كې دی

Zakaria Abulsalam

22:54
وَلِيَعْلَمَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَيُؤْمِنُوا۟ بِهِۦ فَتُخْبِتَ لَهُۥ قُلُوبُهُمْ ۗ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَهَادِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ٥٤

او د دې لپاره چې هغه كسان پوه شي چې دوى ته علم وركړى شوى دى چې بېشكه دا (قرآن) حق دى ستا د رب له جانبه، پس چې دوى په ده ایمان راوړي، بیا د دوى زړونه ده ته نرم شي او بېشكه الله خامخا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى ؛ د نېغې لارې هدایت كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

22:55
وَلَا يَزَالُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فِى مِرْيَةٍ مِّنْهُ حَتَّىٰ تَأْتِيَهُمُ ٱلسَّاعَةُ بَغْتَةً أَوْ يَأْتِيَهُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَقِيمٍ٥٥

او هغه كسان چې كافران شوي دي تل به د دغه (قرآن) په هكله به شك كې وي، تر دې چې په دوى قیامت ناڅاپه راشي، یا دوى ته د شنډې ورځې عذاب راشي

Zakaria Abulsalam

22:56
ٱلْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ لِّلَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ ۚ فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ فِى جَنَّـٰتِ ٱلنَّعِيمِ٥٦

باچاهي په دغې ورځ كې خاص د الله لپاره ده، هغه به د دوى په مینځ كې فیصله كوي نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د نعمتونو په جنتونو كې دي

Zakaria Abulsalam

22:57
وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا فَأُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ٥٧

او هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو دغه كسان چې دي، د دوى لپاره رسوا كوونكى عذاب دى

Zakaria Abulsalam

22:58
وَٱلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ثُمَّ قُتِلُوٓا۟ أَوْ مَاتُوا۟ لَيَرْزُقَنَّهُمُ ٱللَّهُ رِزْقًا حَسَنًا ۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَهُوَ خَيْرُ ٱلرَّٰزِقِينَ٥٨

او هغه كسان چې د الله په لاره كې يې هجرت كړى دى، بیا هغوى ووژل شي، یا (په خپل مرګ) مړه شي (نو) خامخا هرومرو به الله دوى ته ډېره ښكلې روزي وركړي، او بېشكه الله خامخا همغه تر ټولو غوره رزق وركوونكى دى

Zakaria Abulsalam

22:59
لَيُدْخِلَنَّهُم مُّدْخَلًا يَرْضَوْنَهُۥ ۗ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَعَلِيمٌ حَلِيمٌ٥٩

خامخا ضرور به هغه دوى داسې ځاى ته داخل كړي چې دوى به هغه خوښوي او بېشكه الله خامخا ښه عالم، ډېر تحمل والا دى

Zakaria Abulsalam

22:60
۞ ذَٰلِكَ وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوقِبَ بِهِۦ ثُمَّ بُغِىَ عَلَيْهِ لَيَنصُرَنَّهُ ٱللَّهُ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ٦٠

(خبره هم) دا ده، او هغه كس چې بدل يې واخیست په مثل د هغه (ضرر) چې دى په هغه سره مُعذب شوى و، بیا (په دویم ځل) په ده ظلم وكړى شو (نو) خامخا ضرور به الله د ده مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر معافي كوونكى، ډېر بخښونكى دى

Zakaria Abulsalam

22:61
ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ يُولِجُ ٱلَّيْلَ فِى ٱلنَّهَارِ وَيُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِى ٱلَّيْلِ وَأَنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌ٦١

دغه په دې سبب چې بېشكه الله شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دا چې بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى

Zakaria Abulsalam

22:62
ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ هُوَ ٱلْبَـٰطِلُ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْكَبِيرُ٦٢

دغه په دې سبب چې بېشكه الله، هم دى حق دى او دا چې بېشكه هغه چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بولي، همغه باطل دى او دا چې بېشكه الله، هم دى ډېر اوچت، ډېر لوى دى

Zakaria Abulsalam

22:63
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَتُصْبِحُ ٱلْأَرْضُ مُخْضَرَّةً ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ٦٣

ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې، بیا (په دغو سره) ځمكه تكه شنه ګرځي، بېشكه الله ډېر مهربان (ښه باریك بین)، ډېر خبردار دى

Zakaria Abulsalam

22:64
لَّهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَهُوَ ٱلْغَنِىُّ ٱلْحَمِيدُ٦٤

خاص هم دغه (الله) لره دي هر څه چې په اسمانونو كې دي او هر څه چې په ځمكه كې دي او بېشكه الله خامخا هم دى غني ( بې پروا) ډېر ستايل شو ى دى

Zakaria Abulsalam

22:65
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِى ٱلْأَرْضِ وَٱلْفُلْكَ تَجْرِى فِى ٱلْبَحْرِ بِأَمْرِهِۦ وَيُمْسِكُ ٱلسَّمَآءَ أَن تَقَعَ عَلَى ٱلْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ بِٱلنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ٦٥

ایا تا نه دي لیدلي چې بېشكه الله تاسو لپاره تابع كړي دي هر هغه چې په ځمكه كې دي او بېړۍ چې په بحر كې د هغه په امر ګرځي او هغه اسمان ساتي له دې نه چې په ځمكه باندې راولوېږي مګر (خو) د هغه په حكم سره، بېشكه الله په خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، مهربان دى

Zakaria Abulsalam

22:66
وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ۗ إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ لَكَفُورٌ٦٦

او دغه (الله) همغه ذات دى چې تاسو يې ژوندي كړي یئ، بیا به هغه تاسو مړه كاندي، بیا به هغه تاسو ژوندي كړي، بېشكه انسان خامخا ډېر ناشكره دى

Zakaria Abulsalam

22:67
لِّكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ ۖ فَلَا يُنَـٰزِعُنَّكَ فِى ٱلْأَمْرِ ۚ وَٱدْعُ إِلَىٰ رَبِّكَ ۖ إِنَّكَ لَعَلَىٰ هُدًى مُّسْتَقِيمٍ٦٧

د هر یو امت لپاره مونږ د بندګۍ یوه لاره مقرر كړې ده چې دوى په هغې عمل كوونكي دي، نو دوى دې له تا سره په دې كار (د دین) كې له سره جګړه ونه كړي او ته خپل رب ته (د خلقو) بلنه كوه، بېشكه ته خامخا په نېغ (او برابر) هدایت باندې يې

Zakaria Abulsalam

22:68
وَإِن جَـٰدَلُوكَ فَقُلِ ٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ٦٨

او كه دوى له تاسره جګړه كوي، نو ته وایه: الله پوه دى په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ

Zakaria Abulsalam

22:69
ٱللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ٦٩

الله به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى به په كې اختلاف كاوه

Zakaria Abulsalam

22:70
أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ ۗ إِنَّ ذَٰلِكَ فِى كِتَـٰبٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌ٧٠

ایا ته نه يې پوه شوى چې بېشكه الله پوهېږي به هر هغه څه چې په اسمان او ځمكه كې دي، بېشكه دغه په یو كتاب كې دي، بېشكه دغه الله ته ډېر اسان دي

Zakaria Abulsalam

22:71
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِۦ سُلْطَـٰنًا وَمَا لَيْسَ لَهُم بِهِۦ عِلْمٌ ۗ وَمَا لِلظَّـٰلِمِينَ مِن نَّصِيرٍ٧١

او دوى (كفار) له الله نه غیر د هغه شي عبادت كوي چې الله په (عبادت د) هغه هېڅ دلیل نه دى نازل كړى او د هغه شي چې دوى ته په هغه باندې هېڅ علم نشته، او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكى نشته

Zakaria Abulsalam

22:72
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُنَا بَيِّنَـٰتٍ تَعْرِفُ فِى وُجُوهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلْمُنكَرَ ۖ يَكَادُونَ يَسْطُونَ بِٱلَّذِينَ يَتْلُونَ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتِنَا ۗ قُلْ أَفَأُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَٰلِكُمُ ۗ ٱلنَّارُ وَعَدَهَا ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ٧٢

او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه ولوستل شي، چې ډېر واضح دي، (نو) ته د كافران شویو كسانو په مخونو انكار پېژنې، نژدې وي چې دوى په هغو كسانو حمله وكړي چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كوي، ته (دوى ته) ووایه: ایا نو زه تاسو ته له دغه نه د ډېر بد شي خبر دركړم (هغه) اور دى، الله د ده وعده كړې ده له هغو كسانو سره چې كافران شوي دي او هغه د بېرته ورتلو بد ځاى دى

Zakaria Abulsalam

22:73
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَٱسْتَمِعُوا۟ لَهُۥٓ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَن يَخْلُقُوا۟ ذُبَابًا وَلَوِ ٱجْتَمَعُوا۟ لَهُۥ ۖ وَإِن يَسْلُبْهُمُ ٱلذُّبَابُ شَيْـًٔا لَّا يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ۚ ضَعُفَ ٱلطَّالِبُ وَٱلْمَطْلُوبُ٧٣

اى خلقو! یو مثال بیانولى شي، نو تاسو ده ته ښه غوږ كېږدئ، بېشكه هغه شیان چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ دوى له سره یو مچ هم نشي پیدا كولى اګر كه دوى ده ته ټول راجمع شي او كه مچ له دوى نه یو شى وتښتوي، دوى له هغه نه دغه (شى) نشي راخلاصولى، كمزورى دى دا طالب (د غیرالله عبادت كوونكى) او دغه مطلوب (باطل معبود)

Zakaria Abulsalam

22:74
مَا قَدَرُوا۟ ٱللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ٧٤

دوى د الله قدر ونه كړ، څنګه چې د هغه د قدر كولو حق دى، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، ښه غالب دى

Zakaria Abulsalam

22:75
ٱللَّهُ يَصْطَفِى مِنَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ رُسُلًا وَمِنَ ٱلنَّاسِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌ٧٥

الله له ملايكو څخه استازي غوره كوي او له خلقو څخه، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى

Zakaria Abulsalam

22:76
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۗ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ٧٦

هغه پوهېږي په هغه څه چې د دوى په وړاندي دي او په هغه څه چې د دوى وروسته دي، او خاص الله ته ټول كارونه بېرته ورګرځول كېږي

Zakaria Abulsalam

22:77
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱرْكَعُوا۟ وَٱسْجُدُوا۟ وَٱعْبُدُوا۟ رَبَّكُمْ وَٱفْعَلُوا۟ ٱلْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ۩٧٧

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ركوع كوئ او سجده كوئ او د خپل رب عبادت كوئ او نېكي كوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ

Zakaria Abulsalam

22:78
وَجَـٰهِدُوا۟ فِى ٱللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِۦ ۚ هُوَ ٱجْتَبَىٰكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِى ٱلدِّينِ مِنْ حَرَجٍ ۚ مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَٰهِيمَ ۚ هُوَ سَمَّىٰكُمُ ٱلْمُسْلِمِينَ مِن قَبْلُ وَفِى هَـٰذَا لِيَكُونَ ٱلرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا۟ شُهَدَآءَ عَلَى ٱلنَّاسِ ۚ فَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱعْتَصِمُوا۟ بِٱللَّهِ هُوَ مَوْلَىٰكُمْ ۖ فَنِعْمَ ٱلْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ ٱلنَّصِيرُ٧٨

او په (لاره د) الله كې كوشش كوئ، څنګه چې د هغه د كوشش حق دى، هغه تاسو غوره كړي یئ او په تاسو باندې يې په دین كې هېڅ حرج (مشقت) نه دى ایښى، تاسو د خپل پلار ابراهیم د ملت تابع شئ، دغه (الله) تاسو مسلمانان نومولي يئ، له دې (قرآن) نه مخكې او په ده كې، د دې لپاره چې رسول پر تاسو باندې ګواه شي او تاسو په خلقو باندې ګواهان شئ، نو تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او په (دين د) الله باندې منګولې ټېنګې كلكې كړئ، هغه ستاسو مالك دى، نو هغه ښه مالك دى او ښه مدد كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

مخکینۍ سورت

21. Al-Anbya

الْحَجُّ

د سورت الحج پای · 78 آیتونه

راتلونکې سورت

23. Al-Mu'minun

Build a steady Quran habit

Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.

Set a reading goal