22. سورت الحج
سورت الحج د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ، بېشكه د قیامت زلزله ډېر لوى شى دى
— Zakaria Abulsalam
په هغې ورځ چې تاسو هغه ووینئ، چې هره تى وركوونكې به غافله شي له هغه (وړوكي) نه چې هغه ته تى وركوي او هره حمل والا به خپل حمل وغورځوي او ته به خلقو لره نشه وینې، حال دا چې دوى به نشه نه وي او لېكن د الله عذاب به ډېر سخت وي
— Zakaria Abulsalam
او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې بې له علمه جګړه كوي او د هر سركشه شیطان پیروي كوي
— Zakaria Abulsalam
په باره د هغه كې (په ازل كې دا) لیكل شوي دي چې بېشكه شان دا دى چې هر څوك د ده سره دوستي وكړي، نو یقینًا دا (شیطان) دغه (خپل دوست) ګمراه كوي او ده ته د لمبې وهونكي عذاب لاره ښیي
— Zakaria Abulsalam
اى خلقو! كه تاسو د بیا راژوندي كېدو په باره كې په شك كې یئ، نو یقینًا مونږ تاسو له خاورې نه پیدا كړې یئ، (ستاسو نیكه ادم) بیا (مو د هغه اولاده پیدا كړه) له یو څاڅكي (مني) نه، بیا له پرنې وینې نه، بیا له یوې غوښې بوټۍ نه چې تام الخلقت وي او ناقص الخلقت وي، د دې لپاره چې مونږ تاسو ته (خپل حكمت او قدرت) بیان كړو او مونږ په رحمونو كې ثابت پرېږدو هغه چې مونږ يې اراده وكړو تر معلومې نېټې پورې، بیا مونږ تاسو راوباسو (د میندو له خېټو نه) په داسې حال كې چې واړه بچي یئ، بیا (مونږ تاسو پالو) د دې لپاره چې تاسو خپل قوت او كمال ته ورسئ او په تاسو كې ځینې هغه دي چې وفات كولى شي او ځینې په تاسو كې هغه دي چې رد كولى (رسولى) شي تر ټولو ناكاره عمر پورې، د دې لپاره چې هغه له پوهېدلو نه وروسته په هېڅ شي پوه نشي او ته به ځمكه وچه شاړه وینې، نو كله چې مونږ په هغې باندې اوبه نازلې كړو (نو) څربه او نرمه شي او له هر قسمه ښكلو (نباتاتو) نه زرغون كړي
— Zakaria Abulsalam
دا په سبب د دې چې یقینًا هم الله حق دى او دا چې یقینًا هغه مړي ژوندي كوي او دا چې بېشكه هغه په هر شي باندې قادر دى
— Zakaria Abulsalam
او دا چې یقینًا قیامت راتلونكى دى، چې په (راتلو د) هغه كې هېڅ شك نشته او دا چې بېشكه الله به بیا ژوندي راپورته كوي هر هغه چې په قبرونو كې دي
— Zakaria Abulsalam
او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې بې له علمه او بې له هدایته او بې له روښانه كتابه جګړه كوي
— Zakaria Abulsalam
په داسې حال كې چې خپل څنګ اړوي، د دې لپاره چې د الله له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، د ده لپاره په دنیا كې رسوايي ده او مونږ به په ده د قيامت په ورځ د سوځوونكي اور عذاب وڅكوو
— Zakaria Abulsalam
دا په سبب د هغو عملونو دي چې ستا دواړو لاسونو مخكې لېږلي دي او دا چې بېشكه الله په خپلو بنده ګانو باندې له سره ظلم كوونكى نه دى
— Zakaria Abulsalam
او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله عبادت كوي په یوې غاړه باندې، نو كه ده ته خیر ورسي (نو) په دې (دین) مطمئن (او قايم) پاتې شي او كه ده ته څه مصیبت (ازمېښت) ورسي (، نو) بېرته په خپل مخ (كفر ته) وګرځي، ده (خپل) دنیا او اخرت ضايع كړل، همدغه ښكاره تاوان دى
— Zakaria Abulsalam
دى له الله نه پرته هغه څه بلي چې ده ته نه ضرر رسولى شي او نه ده ته نفع رسولى شي، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده
— Zakaria Abulsalam
دا هغه (معبود) بلي چې یقینًا د هغه نقصان د هغه له نفع نه زیات نژدې دى، خامخا (هغه) بد دوست دى او خامخا بد ملګرى دى
— Zakaria Abulsalam
بېشكه الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي؛ داسې جنتونو ته داخلوي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، بېشكه الله كوي هغه چې اراده يې وكړي
— Zakaria Abulsalam
هر څوك چې دا ګمان كوي چې الله به په دنیا او اخرت كې د دغه (رسول) له سره مدد ونه كړي، نو هغه دې اسمان ته یوه رسۍ اوږده كړي، بیا دې (هغه) غوڅه كړي، نو ودې ګوري چې ایا په رښتیا به د ده چل (او تدبیر) هغه شى ختم كړي چې دا يې په غصه كړى دى
— Zakaria Abulsalam
او همدارنګه مونږ دا (قرآن) د څرګندو ایتونو په شكل كې نازل كړى دى او دا چې بېشكه الله هدایت كوي چا ته چې اراده وكړي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان شوي او صابیان او نصرانیان او مجوس دي او هغه كسان دي چې شرك يې كړى دى، بېشكه الله به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي، بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى
— Zakaria Abulsalam
ایا ته نه وینې چې بېشكه الله (چې دى) ده ته سجده كوي هر هغه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه چې په ځمكه كې دي او لمر او سپوږمۍ او ستوري او غرونه او ونې او څاروي او ډېر له خلقو ځینې او (په دوى كې) ډېر داسې دي چې په هغو باندې عذاب ثابت شوى دى او هغه څوك چې الله يې سپك كړي، نو ده ته هیڅوك عزت وركوونكى نشته، بېشكه الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي
— Zakaria Abulsalam
دا دوه جګړه كوونكې (ډلې) دي چې د خپل رب په باره كې يې جګړه وكړه، نو هغه كسان چې كافران شوي دي د دوى لپاره به د اور جامي پرې كړى شي، د دوى د سرونو له پاسه به ګرمې ایشېدلې اوبه اچولى شي
— Zakaria Abulsalam
(په دغو (اوبو) سره به هغه څه (كولمې) خوړني كړى شي چې د دوى په ګېډو كې دي او څرمنې(د دوى هم)
— Zakaria Abulsalam
او د دوى (د وهلو) لپاره د اوسپنو څټكونه دي
— Zakaria Abulsalam
هر كله چې دوى له هغه (دوزخ) نه، له غم نه د وتلو اراده وكړي (،نو) بېرته به په هغه كې ورګرځولى شي(او ورته ویلى به شي:) د سخت سوځوونكي (اور) عذاب وڅَكئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه الله به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي داسې جنتونه ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى ته به په هغو كې د سروزور باهوګان واچول شي او ملغلرې او د دوى لباس به په هغو (جنتونو) كې ورېښم وي
— Zakaria Abulsalam
او دوى ته د پاكيزه خبرې ښوونه وشوه او د ستايل شوي (الله) د لارې هدایت ورته وشو
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه اړول كوي او له مسجد حرام نه هغه چې مونږ هغه د خلقو لپاره داسې ګرځولى دى چې په ده كې اوسېدونكي او له بهره راتلونكي برابر دي، او څوك چې په ده كې په ظلم سره د الحاد (او بې لار توب) اراده وكړي (،نو) مونږ به په هغه له ډېر دردوونكي عذاب څخه (عذاب) وڅَكوو
— Zakaria Abulsalam
او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږه ابراهیم ته د بیت الله ځاى ښكاره (معین) كړ چې ته له ما سره هېڅ شى مه شریكوه، او زما كور د طواف كوونكو، او قیام كوونكو او ركوع كوونكو (او) سجده كوونكو لپاره پاك كړه
— Zakaria Abulsalam
او ته په خلقو كې د حج اعلان وكړه دوى به تا ته پیدل راشي او په هر خوار ډنګر اوښ باندې چې دغه (اوښان) به راځي له هرې لرې ژورې لارې نه
— Zakaria Abulsalam
د دې لپاره چې دوى خپلو فايدو ته حاضر شي او په معلومو ورځو كې د الله نوم یاد كړي، په هغو بې ژبو څارویو باندې چې هغه (الله) دوى ته وركړي دي، نو تاسو له هغو نه خورئ او په بد حال فقیر يې خورئ
— Zakaria Abulsalam
بیا دې دوى خپل خیري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د قدیم (او عزتمن) كور طوافونه دې وكړي
— Zakaria Abulsalam
دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د حرمتونو (احكامو) تعظیم كوي، نو دغه (كار) د ده لپاره د خپل رب په نیز ډېر غوره دى او تاسو لپاره څاروي حلال ګرځول شوي دي غیر له هغو نه چې په تاسو (يې حرمت) لوستل كېږي، نو تاسو ځان وساتئ له پلیتۍ نه چې بتان دي او تاسو د دروغو له وینا څخه ځان وساتئ
— Zakaria Abulsalam
په داسې حال كې چې الله ته په اخلاص سره غاړه ایښودونكي یئ، له ده سره شریك جوړونكي نه یئ، او هر څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو ګویاكې هغه له اسمان نه راوغورځېده، نو مرغان يې وتښتوي، یا يې هوا (باد) له اوچت ځاى نه لرې په ژور ځاى كې وغورځوي
— Zakaria Abulsalam
دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د الله د نښو تعظیم وكړي، نو بېشكه دا د زړونو له تقوىٰ څخه دى
— Zakaria Abulsalam
تاسو لپاره په دغو (څارویو) كې تر یو مقرر وخته پورې ډېرې فايدې دي، بیا د دوى حلالځاى قدیم كور (بیت الله) ته دى
— Zakaria Abulsalam
او د هر امت لپاره مونږ یوه قرباني مقرر كړې ده، د دې لپاره چې دوى د الله نوم یاد كړي په هغو شیانو چې دوى ته هغه (الله) وركړي دي، چې څاروي دي، نو ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو خاص هغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې كله الله یاد كړى شي (نو) د دوى زړونه ووېرېږي او (زېرى وركړه) صبر كوونكو ته په هغو (سختیو) چې دوى ته رسېږي او لمونځ قايموونكو ته او هغو ته چې له هغه مال نه څه انفاق كوي چې مونږ دوى ته وركړى دى
— Zakaria Abulsalam
او (د هدیې) اوښان (او غوایان) مونږه هغه تاسو لپاره د الله له نښو څخه ګرځولي دي، تاسو لپاره په دغو كې خیر دى، نو تاسو په دغو باندې د الله نوم یادوئ، په داسې حال كې چې ولاړ وي، نو كله چې د دوى اړخونه پرېوځي، نو له دغو نه خورئ او په صبر كوونكي او په بې صبره(سوالګري فقیر) يې خورئ، همداسې تاسو لپاره مونږ دغه تابع كړي دي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
— Zakaria Abulsalam
الله ته له سره نه رسېږي د دغو غوښې او نه د دغو وینې او لېكن هغه ته ستاسو تقوىٰ رسېږي، همداسې يې دغه تاسو لپاره تابع كړي دي، د دې لپاره چې تاسو د الله لويي بیان كړئ په هغې (طریقې) سره چې هغه تاسو ته ښوونه كړې ده او نېكي كوونكو ته زېرى وركړه
— Zakaria Abulsalam
بېشكه الله له هغو كسانو نه دفاع كوي چې ایمان يې راوړى دى، بېشكه الله هر ډېر خیانت ګر، لوى ناشكره نه خوښوي
— Zakaria Abulsalam
هغو كسانو ته چې ورسره قتال كاوه شي (د قتال) اجازت وركړى شو، ځكه چې یقینًا په دوى ظلم كړى شوى دى، او بېشكه الله د دوى په مدد كولو خامخا قادر دى
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې له خپلو كورونو نه ناحقه اېستل شوي دي (بې له كوم سببه) مګر دا چې دوى به ویل: زمونږ رب الله دى، او كه چېرې د الله دفع كول نه وى خلقو لره، ځینو لره په ځینو نورو باندې (، نو) خامخا به نړول شوې وى تكيې او مدرسې او عبادتخانې او هغه جوماتونه چې په هغو كې د الله نوم ډېر یادولى شي او الله به خامخا ضرور د هغه چا مدد وكړي چې د هغه (الله) مدد كوي، بېشكه الله خامخا ډېر زورور، غالب دى
— Zakaria Abulsalam