48. سورت الفتح
سورت الفتح د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
بېشكه مونږ تا ته فتح دركړې ده، ښكاره فتح
— Zakaria Abulsalam
د دې لپاره چې الله تا ته ستا هغه ګناهونه وبخښي چې مخكې تېرې شوي دي او هغه چې وروسته دي او په تا باندې خپل نعمتونه پوره كړي او تا ته نېغه لاره وښيي
— Zakaria Abulsalam
او د دې لپاره چې الله ستا مدد وكړي، زبردست مدد كول
— Zakaria Abulsalam
دغه (الله) هغه ذات دى چې د مومنانو په زړونو كې يې سكون (اطمینان) نازل كړ، د دې لپاره چې دوى د خپل (مخكیني) ایمان سره د ایمان په لحاظ نور ورزیات شي او خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
د دې لپاره چې هغه مومنان سړي او مومنې ښځې داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي او (د دې لپاره چې) هغه (الله) له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي، او دغه د الله په نیز ډېره لویه كامیابي ده
— Zakaria Abulsalam
او د دې لپاره چې منافقو سړیو او منافقو ښځو او مشركو سړیو او مشركو ښځو ته عذاب وركړي، هغه چې په الله باندې ګمان كوونكي دي، بدګمان، په دوى دې د بدۍ راګرځېدل وي، او الله په دوى باندې غضب كړى دى او په دوى يې لعنت كړى دى او د دوى لپاره يې جهنم تیار كړى دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى
— Zakaria Abulsalam
او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله له ازله ښه غالب، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
بېشكه مونږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې
— Zakaria Abulsalam
د دې لپاره چې تاسو (اى خلقو!) په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ او د هغه (الله) مدد وكړئ او د هغه تعظیم وكړئ او سبا او بېګا د هغه تسبیح بیان كړئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې له تا سره بیعت كوي، بېشكه همدا خبره ده چې دوى خو له الله سره بیعت كوي، د الله لاس د دوى د لاسونو له پاسه دى، نو هغه چا چې (دا بیعت) مات كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې د خپل ځان په ضرر يې ماتوي او هغه څوك چې په هغه څه وفا وكړي چې په هغه يې له الله سره عهد كړى دى، نو ده ته به هغه خامخا ډېر لوى اجر وركړي
— Zakaria Abulsalam
ژر ده چې تا ته په اَعرابو كې وروسته پاتې كړى شوي كسان ووايي: مونږ خپلو مالونو او خپلوكورنيو مشغول كړي وو، لهٰذا ته زمونږ لپاره بخښنه وغواړه، دوى په خپلو ژبو سره هغه خبرې وايي چې د دوى په زړونو كې هغه نشته، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو لپاره د الله (له عذاب) نه څوك د څه شي اختیار لرلى شي، كه هغه (الله) تاسو ته د ضرر رسولو اراده وكړي، یا تاسو ته د نفعې رسولو اراده وكړي، بلكې الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ؛ ښه خبردار دى
— Zakaria Abulsalam
بلكې (اصل خبره دا ده چې) تاسو دا ګمان كړى و چې رسول او مومنان به خپلو كورنيو ته هېڅ كله هم بېرته له سره را ونه ګرځي او دغه خبره ستاسو په زړونو كې ښايسته كړى شوه او تاسو ګمان وكړ، بدګمان، او تاسو هلاكېدونكى قوم شوئ
— Zakaria Abulsalam
او هر څوك چې په الله او د هغه په رسول ایمان رانه وړي، نو بېشكه مونږ د كافرانو لپاره لمبې وهونكى اور تیار كړى دى
— Zakaria Abulsalam
او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده، چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
ژر به وروسته پاتې كړى شوي كسان ووايي، كله چې تاسو غنیمتونو ته روان شئ، د دې لپاره چې هغه راونیسئ: تاسو مونږ پرېږدئ چې تاسو پسې روان شو، دوى غواړي چې د الله كلام بدل كړي، ته (دوى ته) ووایه: تاسو به زمونږ پسې له سره رانشئ، الله همداسې مخكې له دې نه فرمایلي دي: بیا به ژر چې دوى ووايي: بلكې تاسو زمونږ سره حسد كوئ (داسې نه ده) بلكې دوى نه پوهېدل مګر ډېر لږ څه
— Zakaria Abulsalam
په اعرابو كې وروسته پاتې كړى شویو كسانو ته ووایه: ژر ده چې تاسو به له داسې قوم سره (د جنګ كولو) لپاره راوبللى شئ، چې د ډېر سخت جنګ والا دي، تاسو به له هغوى سره جنګ كوئ، یا به هغوى مسلمانېږي، نو كه تاسو اطاعت وكړئ، الله به تاسو ته ډېر ښه اجر دركړي او كه تاسو وګرځېدئ، لكه چې له دې نه مخكې ګرځېدلي وئ (نو) هغه به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي
— Zakaria Abulsalam
نه په ړانده باندې څه ګناه شته او نه په ګوډ باندې څه ګناه شته او نه په بېمار باندې څه ګناه شته او څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي (نو) هغه (الله) به دغه (كس) داسې جنتونو ته داخل كړې چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او څوك چې (د الله له احكامو نه) مخ واړوي (،نو) هغه (الله) به ده ته ډېر دردوونكى عذاب وركړي
— Zakaria Abulsalam
یقینًا یقینًا الله له مومنانو نه راضي شو كله چې دوى له تا سره د ونې لاندې بيعت كاوه، پس ده ته هغه څه معلوم وو چې د دوى په زړونو كې وو، بیا هغه په دوى اطمینان نازل كړ او دوى ته يې په عوض كې نژدې برى وركړ
— Zakaria Abulsalam
او ډېر غنیمتونه چې دوى به هغه راحاصل كړي او الله له همېشه ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
الله له تاسو سره د ډېرو غنیموتونو وعده كړې ده چې تاسو به هغه واخلئ، پس دا (غنیمت) يې تاسو ته ژر دركړ او د خلقو لاسونه يې له تاسو نه بند كړل او د دې لپاره چې دا (كار) د مومنانو لپاره یو نښه شي او د دې لپاره چې هغه تاسو ته نېغه لار وښیي
— Zakaria Abulsalam
او نور داسې (غنیمتونه) دي چې تاسو لا په هغو قادر شوي نه یئ، یقینًا الله هغه راګېر كړي دي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
او كه كافران شویو كسانو له تاسو سره جنګ كړى وى (نو) دوى به خامخا شاګانې ګرځولې وى، بیا به دوى نه څوك كارساز موندلى و او نه كوم مددګار
— Zakaria Abulsalam
الله هغه طریقه جاري كړې ده چې له دې نه مخكې تېره شوې ده او ته به د الله طریقې لره له سره څه تبدیلې ونه مومې
— Zakaria Abulsalam
او دى همغه ذات دى چې له تاسو نه يې د هغوى لاسونه بند كړل او له هغوى نه يې ستاسو لاسونه بند كړل، د مكې په داخل كې، وروسته له دې چې تاسو يې پر هغوى غالب كړئ، او الله هغه څه لره چې تاسو يې كوئ ؛ ښه لیدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
دوى هغه كسان دي چې كفر يې كړى دى، او تاسو يې له مسجد حرام نه منع كړي يئ او قربانۍ (د هدي څاروي هم)، په دې حال كې چې له دې نه بندې كړى شوي دي چې خپل د حلالې ځاى ته ورسېږي او كه چېرې څه مومن سړي او څه مومنې ښځې نه وى، چې تاسو دوى نه پېژندل، دا چې تاسو به دوى پايمال كړئ، بیا به تاسو ته د دوى په وجه ګناه ورسېږي (، نو د جنګ اجازت به يې دركړى و، خو در يې نه كړ) د دې لپاره چې الله په خپل رحمت كې هغه څوك داخل كړي چې يې غواړي، كه دغه (مسلمانان له كفارو نه) جدا شوي وى، نو مونږ به خامخا په دغو (د مكې په اوسېدونكو) كسانو كې كافران شویو خلقو ته ډېر دردوونكى عذاب وركړى و
— Zakaria Abulsalam
كله چې كافران شویو خلقو په خپلو زړونو كې غیرت واچاوه، د جاهلیت غیرت، نو الله خپل اطمینان په خپل رسول او په مومنانو باندې نازل كړ او په دوى پورې يې د تقوىٰ خبره لازمه (ټینګه) كړه او دوى د دغې ډېر حقدار او د دغې اهل وو او الله همېشه په هر شي ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
یقینًا یقینًا الله خپل رسول ته خوب په حقه سره رښتیا كړ، چې تاسو به، كه الله وغواړي، مسجد حرام ته په امن او ارام سره ننوځئ، چې خپل سرونه به خروونكي یئ او كموونكي به یئ، په داسې حال كې چې تاسو به نه وېرېږئ، پس هغه ته معلوم دي هغه څه چې تاسو ته معلوم نه دي، نو له دغې نه مخكې يې نژدې برى عطا كړ
— Zakaria Abulsalam
دى همغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (الله) دغه (دین) په ټولو دینونو باندې غالب كړي او هم الله كافي دى ښه ګواه
— Zakaria Abulsalam
محمد د الله رسول دى او هغه كسان چې له ده سره دي، په كافرانو باندې ډېر سخت دي، په خپل مینځ كې ډېر مهرباني كوونكي دي، ته به دوى وینې چې ركوع كوونكي، سجده كوونكي دي، له الله نه فضل او رضامندي غواړي، د دوى (د دیندارۍ) نښې د دوى په مخونو كې دي د سجدو له اثر نه، دغه په تورات كې د دوى مثال دى او په انجیل كې د دوى مثال دى، لكه هغه فصل چې خپل تېغ راوباسي، بیا هغه قوي كړي، بیا هغه (فصل، تېغ) پېړ او كلك شي بیا دغه (فصل) په خپلو پنډیو (او بېخونو) ودرېږي، په داسې حال چې زمېنداران (كروندګر) په تعجب كې اچوي، د دې لپاره چې په دغو سره كافران په غصه كړي، الله له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، چې دغه (اصحابان) دي؛ د بخښنې او د ډېر لوى اجر وعده كړې ده
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.