49. سورت الحجرات
سورت الحجرات د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول په مخكې مه وړاندې كېږئ، او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل اوازونه د نبي د اواز له پاسه مه پورته كوئ، او مه ده ته په اوچت اواز خبره كوئ، لكه ستاسو د ځینو له ځینو نورو سره د اواز اوچتولو په شان، له دې وجې چې ستاسو عملونه به برباد شي او تاسو به پوه نه وئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې د الله د رسول په وړاندې خپل اوازونه ټیټوي ؛ دغه هغه كسان دي چې الله د دوى زړونه د تقویٰ (او پرهېزګارۍ) لپاره ازمایلي دي، د دوى لپاره بخښنه او ډېر لوى اجر دى
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې تا ته له حجرو نه د باندې چغې وهي، د دوى اكثره عقل نه لري
— Zakaria Abulsalam
او كه یقینًا دوى صبر كړى وى، تر دې چې ته دوى ته راوتلى وى (نو) یقینًا دا به د دوى لپاره ډېره غوره و: او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه تاسو ته كوم فاسق (بدكار كس) خبر راوړي، نو تاسو ښه تحقیق كوئ، په دې چې تاسو به یو قوم ته په ناخبري سره تكلیف ورسوئ، بیا به تاسو په خپلو كړو باندې پښېمانه شئ
— Zakaria Abulsalam
او تاسو پوه شئ چې یقینًا په تاسو كې د الله رسول موجود دى، كه هغه په ډېرو كارونو كې ستاسو پیروي كړې وى (نو) تاسو به په مشقت كې غورځېدلي وى او لېكن الله تاسو ته ایمان محبوب وګرځاوه او هغه يې ستاسو په زړونو كې ښايسته كړ او تاسو ته يې كفر او فسق او نافرماني كول ناخوښه وګرځول، هم دغه كسان په نېغه لار دي
— Zakaria Abulsalam
د الله له جانبه د فضل او نعمت په وجه او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
او كه په مومنانو كې دوه ډلې په خپل مینځ كې جنګ شروع كړي، نو تاسو د دغو دواړو په مینځ كې سوله (روغه) وكړئ، نو كه په دغو دواړو كې یوې په بلې باندې زیاتى (او ظلم) وكړ، نو تاسو له هغې ډلې سره وجنګېږئ، چې زیاتى كوي، تر دې چې هغه د الله حكم ته راوګرځي، نو كه هغه (له ظلم نه) راوګرځېدله، نو تاسو د دواړو په مينځ كې په انصاف سره سوله وكړئ او تاسو انصاف كوئ، بېشكه الله انصاف كوونكي خوښوي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هم دا خبره ده چې مومنان خو سره وروڼه دي، نو تاسو د خپلو دواړو وروڼو په مينځ كې سوله كوئ او له الله نه ووېرېږئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى له ده نه ډېر غوره وي، او نه (دې) ښځې په نورو ښځو پورې (مسخرې كوي)، كېدى شي چې هغوى له دوى نه ډېرې غوره وي او تاسو د خپلو ځانونو عیب جويي مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو (او نومونو) سره مه بلئ، له ایمان راوړو نه بعد د فسق نامه بده ده او چا چې توبه ونه وېستله، نو هم دغه كسان ظالمان دي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له ډېرو (بدو) ګمانونو نه ځان وساتئ، بېشكه ځینې ګمانونه ګناه ده او پټ عیبونه مه لټوئ او ستاسو ځینې دې د ځینو نورو غیبت نه كوي، ایا په تاسو كې یو كس دا خوښوي چې د خپل ورور غوښه وخوري، په دې حال كې چې هغه مړى وي، نو تاسو دغه (خوراك) بدګڼئ او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
اى خلقو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى
— Zakaria Abulsalam
بانډېسیانو (صحرايي خلقو) وویل: مونږ ایمان راوړى دى، ته (دوى ته) ووایه: تاسو ایمان نه دى راوړى او لېكن تاسو ووايئ چې مونږ اسلام راوړى دى او ایمان لا تر اوسه ستاسو په زړونو كې نه دى ننوتى او كه تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړئ، نو هغه (الله) به ستاسو له عملونو نه هېڅ شى كم نه كړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
بېشكه مومنان خو هغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول يې ایمان راوړى دى، بیا يې شك نه دى كړى او د الله په لاره كې يې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد كړى دى، هم دغه كسان رښتیني دي
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو پر خپل دین باندې الله خبروئ، حال دا چې الله پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
دوى په تا د دې احسان كوي چې اسلام يې راوړى دى، ته (ورته)، ووایه: تاسو په ما باندې د خپل اسلام راوړلو احسان مه كوي، بلكې الله پر تاسو باندې احسان كوي دا چې تاسو ته يې د ایمان راوړلو هدایت وكړ، كه تاسو رښتیني يئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه الله د اسمانونو او ځمكې په غیبو پوهېږي او الله هغه څه لره چې تاسو يې كوئ، ښه ليدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.