47. سورت محمد
سورت محمد د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
هغه كسان چې كافران شوي دي او (خلق يې) د الله له لارې نه منع كړي دي؛ هغه (الله) د دوى (نېك) عملونه خراب (او ضايع) كړي دي
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې ایمان يې راوړ او نېك عملونه وكړل او په هغه (قرآن) يې ایمان راوړ چې په محمد (ﷺ) نازل كړى شوى دى او همدغه د دوى د رب له جانبه حق دى (نو) هغه (الله) به له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي او د دوى حال به ښه كړي
— Zakaria Abulsalam
دغه په دې سبب چې یقینًا كافران شویو كسانو د باطل پیروي كړې ده او یقینًا هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى د خپل رب له جانبه د حق پېروي كړې ده، همداسې الله خلقو ته د دوى مثالونه (او احوال) بیانوي
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې تاسو له كافران شویو خلقو سره (په جنګ كې) مخامخ شئ، نو (اول كار د دوى) د څټونو وهل دي، تر هغه پورې چې كله تاسو دوى ښه ډېر ووژنئ، نو بیا تړل ښه مضبوط كړئ (بیا رسۍ ښې مضبوطې وتړئ) بیا له دې نه بعد یا خو احسان كول دي (په دوى احسان وكړئ) او یا خو فدیه كول دي (د عوض په بدل كې يې ازاد كړئ) (له دوى سره جنګ كوئ) تر هغه پورې چې جنګ (والا) خپلې وسلې كېږدي، دغه (د الله حكم ) دى او كه الله غوښتلي وى (نو) له دوى نه به يې خامخا بدل اخيستى و او لېكن د دې لپاره (يې تاسو ته د جهاد حكم وكړ) چې ستاسو ځینې په ځینو نورو سره وازمايي، او هغه كسان چې د الله په لاره كې ووژل شي، نو هغه (الله) به د دوى عملونه له سره ضايع نه كړي
— Zakaria Abulsalam
هغه (الله) به دوى ته خامخا لار ښوونه وكړي او د دوى حال به ښه كړي
— Zakaria Abulsalam
او دوى به جنت ته داخل كړي چې هغه يې دوى ته ورښودلى دى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو د الله مدد وكړئ، هغه به ستاسو مدد وكړئ او ستاسو قدمونه به ثابت (او ټینګ) كړي
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې كافران شوي دي، نو د دوى لپاره هلاكوالى دى او هغه (الله) د دوى عملونه ضايع كړي دي
— Zakaria Abulsalam
دا ځكه چې یقینًا دوى هغه (قرآن) بد ګڼلى دى چې الله نازل كړى دى، نو هغه (الله) د دوى عملونه برباد كړل
— Zakaria Abulsalam
ایا نو دوى په ځمكه كې نه ګرځې، نو چې ووینې چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، الله په دوى تباهي راوسته، او د كافرانو لپاره د دغه (انجام) په مثل مثالونه شته
— Zakaria Abulsalam
دغه ځكه چې یقینًا الله د هغو كسانو دوست (او مددګار) دى چې ایمان يې راوړى دى او دا چې یقینًا كافران (چې دي) د دوى لپاره مددګار (او دوست) نشته
— Zakaria Abulsalam
بېشكه الله به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، داسې جنتونه ته داخلوي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او هغه كسان چې كافران شوي دي، دوى فايده اخلي او خوراك كوي لكه څنګه چې څاروي خوراك كوي او اور د دوى استوګنه ده
— Zakaria Abulsalam
او ډېر داسې كلي چې هغه ستا له هغه كلي نه چې ته يې اېستلى يې ؛ په قوت كې زیات سخت وو؛ مونږ هغوى هلاك كړل، نو د هغوى هیڅوك مددګار نه و
— Zakaria Abulsalam
ایا نو هغه كس چې د خپل رب له جانبه په ښكاره دلیل (روان) وي د هغه كس په شان دى چې هغه ته خپل بد عمل ښايسته كړى شوى وي او دوى د خپلو خواهشاتو پیروي كړې وي
— Zakaria Abulsalam
د هغه جنت حال (او صفت) چې پرهېزګارانو ته يې وعده وركړى شوې ده، په هغو كې د داسې اوبو ولې دي چې خرابېدونكې نه دي او د داسې شيدو (پيو) ولې دي چې خوند (او مزه) به يې تغیر نه مومي (نه خرابېږي) او د داسې شرابو ولې دي چې څښونكو ته مزه وركوونكي وي او د صفا كړى شویو شاتو ولې دي او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې هر قسمه مېوې دي او د خپل رب له جانبه مغفرت دى (ایا دغه كس) د هغه چا په شان دى چې هغه په اور كې تل ترتله وي او په دوى ډېري ګرمې اوبه ورڅښولى شي، نو د دوى كولمې به ټوټې ټوټې كړي
— Zakaria Abulsalam
او په دوى كې ځینې هغه دي چې تا ته غوږ ږدي تر دې چې كله ستا له خوا نه بهر ووځي، (نو) هغو كسانو ته ووايي چې علم ورته وركړى شوى دى: ده (محمدﷺ) اوس څه وویل؟ دغه هغه كسان دي چې الله د دوى په زړونو مهر لګولى دى او دوى د خپلو خواهشاتو پیروي كړې ده
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې هدایت يې موندلى دى، هغه (الله) دوى ته هدایت ورزیات كړى دى او دوى ته يې د دوى پرهېزګاري وركړې ده
— Zakaria Abulsalam
نو دوى انتظار نه كوي مګر د قیامت (یعنې) چې په دوى ناڅاپه راشي، نو یقینًا د ده نښې راغلې دي، نو د دوى لپاره به د دوى پند اخيستل څنګه (مفید) وي چې كله په دوى (قیامت) راشي
— Zakaria Abulsalam
نو ته پوه شه چې بېشكه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى او د خپلې ګناه مغفرت وغواړه او د مومنو سړیو او مومنو ښځو لپاره هم، او الله ستاسو په ګرځېدنځى او اوسېدنځى عالِم دى
— Zakaria Abulsalam
او هغه كس چې ایمان يې راوړى دى، وايي: ولې یو (داسې) سورت نه نازلول كېږي (چې د جهاد حكم په كې وي)، نو كله چې یو محكم سورت نازل كړى شي او په هغه كې جنګ یاد كړى شوى وي (نو) ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) مرض دى، چې تا ته به ګوري د هغه كس د كتو په شان چې په هغه د مرګ له وجې بې هوشي راغلې وي، نو د دوى لپاره دې هلاكت وي
— Zakaria Abulsalam
(دوى وايي: زمونږ كار) اطاعت دى او نېكه خبره كول دي، نو كله چې كار (د جهاد) فرض (او لازم) شي، نو كه دوى له الله سره صدق كړى وى (نو) یقینًا دا به د دوى لپاره ډېر غوره و
— Zakaria Abulsalam
نو ایا تاسو، كه چېرې حاكمان شئ، دې ته نژدې يئ چې تاسو به په ځمكه كې فساد وكړئ او خپل قرابتونه (خپلویانې) به پرې كړئ
— Zakaria Abulsalam
دا هغه كسان دي چې الله په دوى لعنت كړى دى، نو دوى يې كاڼه كړي دي او د دوى سترګې يې ړندې كړې دي
— Zakaria Abulsalam
ایا نو دوى په قرآن كې فكر نه كوي، بلكې (د دوى) په زړونو د دغو تالې پرتې دي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې په خپلو شاګانو (له ایمانه) بېرته ګرځېدلي دي، وروسته له دې چې دوى ته هدایت ښكاره شو، دوى ته شیطان (خپل عملونه) ښايسته كړي دي او دوى ته يې مهلت ښكاره كړى دى
— Zakaria Abulsalam
دغه په دې سبب چې یقینًا دوى هغو كسانو ته، چې دغه (قرآن) بد ګڼي چې الله نازل كړى دى، وویل: په ځینو كارونو كې به مونږ ژر ستاسو حكم ومنو او الله د دوى په پټو خبرو پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
نو څنګه حال به وي، كله چې ملايك د دوى روحونه قبض كوي، په داسې حال كې چې دغه (ملايك) به د دوى مخونه او د دوى شاګانې وهي
— Zakaria Abulsalam
دغه په دې سبب چې یقینًا دوى د هغه شي متابعت وكړ چې الله يې ناراضه كړ او دوى د هغه رضامندي بده وګڼله، نو هغه د دوى عملونه برباد كړل
— Zakaria Abulsalam
ایا هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) بېماري ده؛ دا ګمان كړى دى چې الله به د دوى پټې كينې له سره نه څرګندوي
— Zakaria Abulsalam
او كه مونږ وغواړو (نو) تا ته به دوى خامخا وښیو، نو ته به دوى خامخا په خپلو خاصو نښو سره وپېژنې او ته به دوى خامخا ضرور د خبرو په اړولو كې وپېژنې او الله ستاسو په عملونو عالِم دى
— Zakaria Abulsalam
او مونږ به تاسو خامخا ضرور ازمایو تر دې چې مونږ په تاسو كې جهاد كوونكي وپېژنو (ظاهر كړو) او صبر كوونكي او ستاسو خبرونه وازمایو
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه منع شوي دي او د رسول مخالفت كوي، وروسته له دې چې دوى ته هدایت ښكاره شو، دوى به الله ته له سره هېڅ شى ضرر ونه رسولى شي او هغه به ضرور د دوى عملونه برباد كړي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله اطاعت كوئ او د رسول اطاعت كوئ او خپل عملونه مه تباه كوئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه منع كېږي، بیا دوى په داسې حال كې مړه شي چې كافران دي، نو الله به دوى ته له سره بخښنه ونه كړي
— Zakaria Abulsalam
نو تاسو سستي مه كوئ او سولې ته بلنه مه وركوئ، په داسې حال كې چې هم تاسو به غالب یئ، او الله له تاسو سره دى او هغه به ستاسو عملونه له سره ضايع (او كم) نه كړي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هم دا خبره ده چې دنيايي ژوند خو بس لوبې او مشغولتیا ده او كه تاسو ایمان راوړئ او پرهېزګاره شئ (نو) هغه به تاسو ته ستاسو اجرونه دركړي او له تاسو نه به ستاسو مالونه ونه وغواړي
— Zakaria Abulsalam
كه هغه له تاسو نه دغه (مال) وغواړي، پس په تاسو ښه كوشش وكړي (نو) تاسو به بخل وكړئ، او هغه (الله) به ستاسو پټې كينې راوباسي
— Zakaria Abulsalam
خبردار شئ! تاسو اى دغو كسانو! تاسو رابللى شئ، د دې لپاره چې تاسو د الله په لاره كې مال ولګوئ، نو په تاسو كې ځینې بخل كوي او څوك چې بخل وكړي، نو یقینًا هم دا خبره ده چې هغه له خپل ځان نه (د خير په منع كولو سره) بخل كوي او هم دا الله غني (ښه بې پروا) دى او هم تاسو فقیران یئ او كه تاسو وګرځېدئ (نو) هغه به له تاسو نه غیر بل قوم په بدل كې راولي، بیا به هغوى ستاسو په شان نه وي
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.