2. سورت البقرة – آیتونه 281–286
سورت البقرة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
او تاسو له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې په هغې كې به تاسو الله ته بېرته ورګرځول كېږئ، بیا به هر نفس ته پوره پوره وركړى شي بدل د هغه عمل چې ده كړى دى، او پر دوى به ظلم ونه كړى شي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو یو له بله سره تر ټاكلې نېټې پورې په قرضو معامله كوئ، نو هغه ولیكئ او ستاسو په مينځ كې دې لیكونكى په انصاف سره لیكل وكړي، او لیكونكى دې له لیكلو نه انكار نه كوي ؛ لكه څنګه چې الله ده ته ښودنه كړې ده، نو هغه دې لیكل وكړي، او هغه كس دې اِملاء (اقراري عبارت) ووايي ؛ په چا باندې چې حق دى، او له خپل پالونكي الله نه دې ووېرېږي، او له هغه (حق) نه دې هېڅ شى نه كمَوي، بیا كه چېرې هغه كس، په چا باندې چې حق دى؛ ناپوه وي، یا (بدني) كمزورى وي، یا پخپله د اِملاء (عبارت) ویلو طاقت نه لري، نو د هغه وَلي (واكدار) دې په انصاف سره املاء ووايي او تاسو له خپلو (مسلمانانو) سړیو نه دوه ګواهان ګواه ونیسئ، نو كه دوه سړي ګواهان نه وي، نو یو سړى او دوه ښځې(دې ګواه شي) له هغو ګواهانو څخه چې تاسو يې خوښَوئ، د دې لپاره چې كه په دواړو كې له یوې نه هېر شي؛ نو په دوى كې یوه به يې بلې ته وریاد كړي او ګواهان دې انكار نه كوي؛ چې كله هم راوبلل شي او د خپلې نېټې پورې (د هغه قرض) په لیكلو باندې مه تنګېږئ ؛ لږ وي، یا كه ډېر وي، دا د الله په نیز ښه انصاف (والا كار) دى او ګواهۍ لره ښه درست ساتونكى دى او ډېر قریب دى دې ته چې تاسو به شكيان نشئ مګر دا چې دا (معامله) لاس په لاس سودا وي چې تاسو هغه په خپل مينځ كې نغده اخلئ راخلئ، نو پر تاسو باندې څه ګناه نشته چې دا (شان معامله) ونه لیكئ او كله چې په خپل مينځ كې اخيستل خرڅول كوئ (نو) ګواهان ونیسئ او ضرر دې ونه رسول شي لیكونكي ته او نه ګواه ته او كه تاسو (داسې) وكړئ، نو یقینًا دا نافرماني (ګناه) ده چې په تاسو پورې (نښتې) ده او له الله نه ووېرېږئ، او الله تاسو ته ښودنه كوي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
او كه چېرې تاسو په سفر باندې یئ او كوم لیكونكى مو ونه مونده، نو (جايز ده چې) قبض كړى شوې ګروي (رهن) واخلئ، نو كه ستاسو بعضو په بعضو نورو باندې اعتبار وكړ (او ګروي يې وانه خيستله) بيا نو لازم ده چې امین ګڼل شوى كس دى د هغه (بايع) امانت (حق) ادا كړي، او له خپل پالونكي الله نه دې ووېرېږي، او ګواهي مه پټوئ، او چا چې دا پټه كړه، نو یقینًا د هغه زړه ګناهګار دى، او الله پر هغو (كارونو) چې تاسو يې كوئ؛ ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
خاص د الله لپاره دي؛ څه چې په اسمانونو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي او كه تاسو هغه څه چې ستاسو په زړونو كې دي، څرګندوئ، یا هغه پټوئ (نو) الله به له تاسو سره د هغه حساب كوي، بیا به چا ته چې وغواړي بخښنه وكړي او چا ته چې وغواړي عذاب به وركړي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى ؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې تفريق نه كوو او وايي: مونږ واورېدل او مونږ خبره ومنله (مونږ) ستا (نه) بخښنه (غواړو) اى زمونږه ربه! او خاص تا ته بېرته درتګ دى
— Zakaria Abulsalam
او الله هېڅ یو نفس نه مكلف كوي مګر د هغهٔ له وَس سره سم، د همدهٔ لپاره دي څه نېكۍ چې ده كړي دي او په همدغه (نفس) باندې دي څه (ګناهونه) چې ده كړي دي، اى زمونږه ربه! مونږ مه نیسه كه مونږ (څه حكم) هېر كړو، یا مونږ غلطي وكړو، اى زمونږه ربه! او په مونږ باندې بوج مه ږده؛ لكه څنګه چې تا هغه (بوج) ایښى و په هغو خلقو باندې چې له مونږ نه مخكې وو، اى زمونږه ربه! او پر مونږ باندې داسې څه مه راباروه چې په مونږ كې د هغو (د اوچتولو) هېڅ طاقت نه وي او مونږ ته معافي وكړه او مونږه وبخښه او پر مونږ رحم وكړه، هم ته زمونږ كارساز يې، نو د كافر قوم په خلاف ته زمونږ مدد وكړه
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.