QuranPilotQuranPilot
الْبَقَرَةُ

2. سورت البقرة – آیتونه 241–280

سورت البقرة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

2:241
وَلِلْمُطَلَّقَـٰتِ مَتَـٰعٌۢ بِٱلْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى ٱلْمُتَّقِينَ٢٤١

او د طلاق كړى شویو ښځو لپاره، له عُرف سره سم، سامان وركول په كار دي، په متقیانو باندې (دا) لازم دي

Zakaria Abulsalam

2:242
كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَـٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ٢٤٢

همدارنګه الله تاسو لپاره خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو پوه شئ

Zakaria Abulsalam

2:243
۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ خَرَجُوا۟ مِن دِيَـٰرِهِمْ وَهُمْ أُلُوفٌ حَذَرَ ٱلْمَوْتِ فَقَالَ لَهُمُ ٱللَّهُ مُوتُوا۟ ثُمَّ أَحْيَـٰهُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ٢٤٣

ایا تا هغه كسان نه دې لیدلي چې د مرګ له وېرې له خپلو كورونو نه وتلي وو، په دې حال كې چې هغوى زرګونه وو، پس الله دوى ته وویل: مړه شئ، بیا يې هغوى راژوندي كړل، یقینًا الله خامخا په خلقو باندې فضل كولو والا دى او لېكن اكثره خلق شكر نه وباسي

Zakaria Abulsalam

2:244
وَقَـٰتِلُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ٢٤٤

او د الله په لاره كې جنګېږئ، او پوه شئ چې یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

Zakaria Abulsalam

2:245
مَّن ذَا ٱلَّذِى يُقْرِضُ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَـٰعِفَهُۥ لَهُۥٓ أَضْعَافًا كَثِيرَةً ۚ وَٱللَّهُ يَقْبِضُ وَيَبْصُۜطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ٢٤٥

څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركوي، قرضِ حسنه، نو هغه (الله ) به د هغه لپاره دا (قرض) زیات كړي په ډېرو زیاتولو سره، او الله تنګي راولي او (هغه) فراخي راولي، او تاسو به خاص هغه ته بېرته ورګرځول كېږئ

Zakaria Abulsalam

2:246
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلْمَلَإِ مِنۢ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ مِنۢ بَعْدِ مُوسَىٰٓ إِذْ قَالُوا۟ لِنَبِىٍّ لَّهُمُ ٱبْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُّقَـٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۖ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِن كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلْقِتَالُ أَلَّا تُقَـٰتِلُوا۟ ۖ قَالُوا۟ وَمَا لَنَآ أَلَّا نُقَـٰتِلَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِن دِيَـٰرِنَا وَأَبْنَآئِنَا ۖ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ ٱلْقِتَالُ تَوَلَّوْا۟ إِلَّا قَلِيلًا مِّنْهُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِٱلظَّـٰلِمِينَ٢٤٦

ايا تا له موسٰى نه بعد راغليو، د بني اسرائىلو سردارانو ته نه دي كتلي، كله چې هغوى خپل نبي ته وويل: زمونږ لپاره يو بادشاه مقرر كړه چې مونږ د الله په لاره كې جنګ وكړو، هغه نبي وويل: ايا تاسو نژدې يئ كه پر تاسو باندې جنګ كول فرض كړى شي دا چې جنګ به ونه كړئ؟ هغوى وويل: او مونږ لره څه (موانع) دي چې د الله په لاره كې به جنګ نه كوو، حال دا چې مونږ له خپلو كورونو او خپلو زامنو نه وېستل شوي يو، بيا چې كله پر هغوى باندې جنګ كول فرض كړى شول، نو هغوى (له خپلې خبرې نه) وګرځېدل، مګر له هغوى څخه ډېر لږ (خلق ونه ګرځېدل) او الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

2:247
وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ ٱللَّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًا ۚ قَالُوٓا۟ أَنَّىٰ يَكُونُ لَهُ ٱلْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِٱلْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِّنَ ٱلْمَالِ ۚ قَالَ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصْطَفَىٰهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُۥ بَسْطَةً فِى ٱلْعِلْمِ وَٱلْجِسْمِ ۖ وَٱللَّهُ يُؤْتِى مُلْكَهُۥ مَن يَشَآءُ ۚ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ٢٤٧

او دوى ته خپل نبي وویل: بېشكه الله تاسو لپاره یقینًا طالوت بادشاه مقرر كړى دى، هغوى وویل: د هغه لپاره پر مونږه باندې بادشاهي څنګه كېدى شي، حال دا چې مونږ له هغه نه د بادشاهۍ زیات حقدار یو، او هغه ته د مال فراخي (هم) نه ده وركړى شوې، هغه (نبي) وویل: یقینًا الله هغه پر تاسو باندې غوره كړى دى، او هغه ته يې په جسم او علم كې زیاته فراخي وركړې ده، او الله خپله بادشاهي وركوي چا ته چې يې وغواړي، او الله فراخه فضل والا، ښه عالم دى

Zakaria Abulsalam

2:248
وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ ءَايَةَ مُلْكِهِۦٓ أَن يَأْتِيَكُمُ ٱلتَّابُوتُ فِيهِ سَكِينَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَبَقِيَّةٌ مِّمَّا تَرَكَ ءَالُ مُوسَىٰ وَءَالُ هَـٰرُونَ تَحْمِلُهُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ٢٤٨

او دوى ته خپل نبي وویل: بېشكه د ده د باشاهۍ نښه دا ده چې تاسو ته به صندوق راشي چې په هغه كې ستاسو د رب له جانبه سكینت (د زړه ارام) دى او باقي پاتې شونې له هغو (څیزونو) نه چې الِ موسٰی او الِ هارون پرېښي وو، چې ملايكو به راپورته كړى وي، یقینًا په دې كې تاسو لپاره خامخا لویه نښه ده كه تاسو ایمان لرونكي یئ

Zakaria Abulsalam

2:249
فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِٱلْجُنُودِ قَالَ إِنَّ ٱللَّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّى وَمَن لَّمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُۥ مِنِّىٓ إِلَّا مَنِ ٱغْتَرَفَ غُرْفَةًۢ بِيَدِهِۦ ۚ فَشَرِبُوا۟ مِنْهُ إِلَّا قَلِيلًا مِّنْهُمْ ۚ فَلَمَّا جَاوَزَهُۥ هُوَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ قَالُوا۟ لَا طَاقَةَ لَنَا ٱلْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِۦ ۚ قَالَ ٱلَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَـٰقُوا۟ ٱللَّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةًۢ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّـٰبِرِينَ٢٤٩

نو كله چې طالوت سره د لښكرو راووت، ويې ويل: یقینًا الله په یوې ولِې سره ستاسو ازمايش كوونكى دى، نو څوك چې له هغې نه اوبه وڅښي، نو هغه زما له ملګرو نه نه دى، او څوك چې هغه ونه څكي، نو بېشكه هغه زما له ملګرو څخه دى مګر هغه څوك چې په خپل لاس سره یو چونګ (اوبه) راواخلي، نو هغوى له هغې (ولې) نه اوبه وڅښلې مګر له دوى نه ډېرو لږو (خلقو ونه څښلې) نو كله چې دى (طالوت) او هغه كسان چې له ده سره يې ایمان راوړى و له هغې نه پورې وتل، (مخالفت كوونكو وویل:) نن ورځ زمونږ لپاره د جالوت او د هغه د لښكرو په مقابله كې هېڅ طاقت نشته، او وویل هغو كسانو چې یقین يې لاره چې بېشكه دوى له الله سره ملاقات كوونكي دي: څومره ډېر ځلې ډېره وړه ډله په ډېرې لويې ډلې باندې د الله په حكم سره غالبه شوې ده، او الله د صبر كوونكو ملګرى دى

Zakaria Abulsalam

2:250
وَلَمَّا بَرَزُوا۟ لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِۦ قَالُوا۟ رَبَّنَآ أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَٱنصُرْنَا عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْكَـٰفِرِينَ٢٥٠

او كله چې هغوى د جالوت او د هغه د لښكرو د مقابلې لپاره (میدان ته) راووتل، ويې ويل: اى زمونږه ربه! راخوشې كړه پر مونږ باندې صبر، او زمونږ قدمونه ټینګ (كلك) كړه، او د كافر قوم په مقابله كې زمونږ مدد وكړه

Zakaria Abulsalam

2:251
فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ ٱللَّهِ وَقَتَلَ دَاوُۥدُ جَالُوتَ وَءَاتَىٰهُ ٱللَّهُ ٱلْمُلْكَ وَٱلْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُۥ مِمَّا يَشَآءُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ ٱللَّهِ ٱلنَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ ٱلْأَرْضُ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ٢٥١

نو دوى هغو ته د الله په حكم سره ماتې وركړه، او داود جالوت لره قتل كړو، او الله هغه (داود) ته بادشاهي او حكمت وركړ، او هغه ته يې له هغو (څیزونو) نه ښودنه وكړه چې (الله) غوښتل او كه د الله لرې كول نه وى خلقو لره، د دوى ځېنو لره په ځېنو نورو سره (نو) ځمكه به خامخا ورانه شوې وى او لېكن الله په عالَمونو باندې د لوى فضل كولو والا دى

Zakaria Abulsalam

2:252
تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِٱلْحَقِّ ۚ وَإِنَّكَ لَمِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ٢٥٢

دا د الله ایتونه دي، مونږ دا په تا باندې په حقه سره لولو او یقینًا ته خامخا له رسولانو ځنې يې

Zakaria Abulsalam

2:253
۞ تِلْكَ ٱلرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۘ مِّنْهُم مَّن كَلَّمَ ٱللَّهُ ۖ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَـٰتٍ ۚ وَءَاتَيْنَا عِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ٱلْبَيِّنَـٰتِ وَأَيَّدْنَـٰهُ بِرُوحِ ٱلْقُدُسِ ۗ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا ٱقْتَتَلَ ٱلَّذِينَ مِنۢ بَعْدِهِم مِّنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ ٱلْبَيِّنَـٰتُ وَلَـٰكِنِ ٱخْتَلَفُوا۟ فَمِنْهُم مَّنْ ءَامَنَ وَمِنْهُم مَّن كَفَرَ ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا ٱقْتَتَلُوا۟ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ٢٥٣

دا رسولان (دي)، مونږہ د دوى ځینې په ځینو نورو باندې غوره كړي دي، له دوى نه ځینې هغه دي چې الله ورسره خبرې كړې دي، او د دوى د بعضو يې درجې اوچتې كړي دي، او مونږه د مریمې زوى عیسٰی ته ښكاره معجزې وركړې دي، او مونږ هغه په روح القدس (پاك روح) سره قوي كړى دى، اوكه الله غوښتلى، (نو) هغه كسان به په خپلو كې نه وو جنګېدلي، چې له دغو (رسولانو) نه پس وو، له دې نه وروسته چې دوى ته څرګندې نښې راغلې، او لېكن دوى اختلاف وكړ، نو په دوى كې ځینې هغه دي؛ چې ایمان يې راوړ، او ځینې په دوى كې هغه دي؛ چې كافر شول، او كه الله غوښتلى، (نو) دوى به په خپلو كې نه وو جنګیدلي، او لېكن الله كوي هغه څه چې اراده يې وكړي

Zakaria Abulsalam

2:254
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنفِقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَـٰكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌ لَّا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خُلَّةٌ وَلَا شَفَـٰعَةٌ ۗ وَٱلْكَـٰفِرُونَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ٢٥٤

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغه (مال) نه څه حصه خرچ كوئ چې مونږ تاسو ته دركړى دى، مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې نه په هغې كې اخيستل خرڅول شته، او نه څه دوستانه، او نه څه سفارش، او همدا كافران ظالمان دي

Zakaria Abulsalam

2:255
ٱللَّهُ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلْحَىُّ ٱلْقَيُّومُ ۚ لَا تَأْخُذُهُۥ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ ۚ لَّهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ مَن ذَا ٱلَّذِى يَشْفَعُ عِندَهُۥٓ إِلَّا بِإِذْنِهِۦ ۚ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۖ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَىْءٍ مِّنْ عِلْمِهِۦٓ إِلَّا بِمَا شَآءَ ۚ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ ۖ وَلَا يَـُٔودُهُۥ حِفْظُهُمَا ۚ وَهُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْعَظِيمُ٢٥٥

الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص هم ده لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره؟ هغه پوهېږي پر هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او پر هر هغه څه چې د دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي، د هغه كرسۍ اسمانونه او ځمكه راځای كړي (راګېر) كړي دي او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى، ډېر لوى دى

Zakaria Abulsalam

2:256
لَآ إِكْرَاهَ فِى ٱلدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ ٱلرُّشْدُ مِنَ ٱلْغَىِّ ۚ فَمَن يَكْفُرْ بِٱلطَّـٰغُوتِ وَيُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ فَقَدِ ٱسْتَمْسَكَ بِٱلْعُرْوَةِ ٱلْوُثْقَىٰ لَا ٱنفِصَامَ لَهَا ۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ٢٥٦

په دین (منلو) كې هېڅ جبر نشته، یقینًا حقه لار له ګمراهۍ نه ښه څرګنده (بېله) شوې ده، نو چا چې له طاغوت (شیطان، بت) نه انكار وكړ او پر الله يې ایمان راوړ، نو یقینًا ده ډېره مضبوطه كړۍ ټینګه ونیوله، چې هغې لره هېڅ پرېكېدل نشته، او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

2:257
ٱللَّهُ وَلِىُّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يُخْرِجُهُم مِّنَ ٱلظُّلُمَـٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ ۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَوْلِيَآؤُهُمُ ٱلطَّـٰغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِّنَ ٱلنُّورِ إِلَى ٱلظُّلُمَـٰتِ ۗ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ٢٥٧

او الله د هغو كسانو دوست دى چې ایمان يې راوړى دى، هغه دوى لره له تِیارو نه رڼا ته راوباسي، او هغه كسان چې كفر يې كړى دى؛ د هغوى دوستان شیطانان دي، دغه (شیطانان) دوى لره له رڼا نه تیارو ته وباسي، دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي

Zakaria Abulsalam

2:258
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِى حَآجَّ إِبْرَٰهِـۧمَ فِى رَبِّهِۦٓ أَنْ ءَاتَىٰهُ ٱللَّهُ ٱلْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَٰهِـۧمُ رَبِّىَ ٱلَّذِى يُحْىِۦ وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا۠ أُحْىِۦ وَأُمِيتُ ۖ قَالَ إِبْرَٰهِـۧمُ فَإِنَّ ٱللَّهَ يَأْتِى بِٱلشَّمْسِ مِنَ ٱلْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ ٱلْمَغْرِبِ فَبُهِتَ ٱلَّذِى كَفَرَ ۗ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ٢٥٨

ایا تا هغه كس نه دى لیدلى (د هغه په قصه نه يې خبر شوى) چې له ابراهیم سره يې د ده د رب په باره كې جګړه وكړه، ځكه چې الله هغه ته بادشاهي وركړې وه؟ كله چې ابراهیم وویل: زما رب هغه دى چې ژوندي كول او مړه كول كوي، هغه وویل: زه ژوندي كول او مړه كول كوم، ابراهیم وویل: پس یقینًا الله لمر له مشرق نه راخېژوي، نو ته هغه له مغرب نه راوخېژوه، نو هغه كس چې كفر يې كړى و؛ حیرانه، ملامته شو، او الله داسې ظالم قوم ته سمه لار نه ښیي

Zakaria Abulsalam

2:259
أَوْ كَٱلَّذِى مَرَّ عَلَىٰ قَرْيَةٍ وَهِىَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىٰ يُحْىِۦ هَـٰذِهِ ٱللَّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا ۖ فَأَمَاتَهُ ٱللَّهُ مِا۟ئَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُۥ ۖ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ ۖ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ ۖ قَالَ بَل لَّبِثْتَ مِا۟ئَةَ عَامٍ فَٱنظُرْ إِلَىٰ طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ ۖ وَٱنظُرْ إِلَىٰ حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ ءَايَةً لِّلنَّاسِ ۖ وَٱنظُرْ إِلَى ٱلْعِظَامِ كَيْفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا ۚ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُۥ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ٢٥٩

یا د هغه كس په شان، چې پر یو كلي باندې تېر شو، او هغه (كلى) په خپلو چتونو باندې راپرېوتى و، هغه وویل: الله به دا (د كلي خلق د دوى) له مرګ نه پس څنګه ژوندي كوي؟ نو الله هغه تر سلو كالو پورې مړ وساته، بیا يې هغه راژوندى كړ، (الله) وویل: څومره موده (داسې) پاتې شوى يې؟ هغه وویل: زه یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه (داسې) پاتې شوى یم. هغه (الله) وویل: بلكې ته سل كاله (داسې مړ) پاتې شوى يې، نو ته خپل خوراك او څښاك ته وګوره، چې خراب شوى نه دى او خپل خر ته وګوره، او د دې لپاره چې مونږ تا د خلقو لپاره نښه وګرځوو، او هډوكو ته وګوره، مونږ هغو ته څنګه حركت وركوو، په پورته كولو سره، بیا هغو ته غوښه وراغوندو، نو كله چې ده ته (دا حال) ښه څرګند شو، ويې ويل:زه پوهېږم چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى

Zakaria Abulsalam

2:260
وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِـۧمُ رَبِّ أَرِنِى كَيْفَ تُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ ۖ قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن ۖ قَالَ بَلَىٰ وَلَـٰكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِى ۖ قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِّنَ ٱلطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ ٱجْعَلْ عَلَىٰ كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ٱدْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًا ۚ وَٱعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ٢٦٠

او كله چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! په ما باندې ووینه چې ته مړي څنګه ژوندي كوې؟ ويې ويل:ایا ته یقین نه لرې؟ هغه وویل: ولې نه! او لېكن د دې لپاره چې زما زړه مطمئن شي، (الله) وویل: نو له مرغانو نه څلور راونیسه، نو هغه خپلې خوا ته (له بلَدولو نه پس) ټكړې كړه، بیا له هغو ځنې یوه یوه حصه په هر غره باندې كېږده، بیا هغوى راوبله، (نو) دغه به تا ته په منډو راځي، او پوه شه چې یقینًا الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

2:261
مَّثَلُ ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنۢبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِى كُلِّ سُنۢبُلَةٍ مِّا۟ئَةُ حَبَّةٍ ۗ وَٱللَّهُ يُضَـٰعِفُ لِمَن يَشَآءُ ۗ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ٢٦١

د هغو كسانو مثال چې د الله په لار كې خپل مالونه لګوي د هغه دانې په شان دى چې اوه وږي زرغون كړي، په هر وږي كې سل دانې وي، او الله (اجر) زیاتوي د چا لپاره چې وغواړي، او الله ډېر فراخۍ والا، ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

2:262
ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَآ أَنفَقُوا۟ مَنًّا وَلَآ أَذًى ۙ لَّهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ٢٦٢

هغه كسان چې خپل مالونه د الله په لاره كې لګوي، بیا دوى په خپل انفاق (خیرات) پسې احسان بارول نه كوي او نه ازار رسوي، خاص د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي اونه به دوى غمژن كېږي

Zakaria Abulsalam

2:263
۞ قَوْلٌ مَّعْرُوفٌ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌ مِّن صَدَقَةٍ يَتْبَعُهَآ أَذًى ۗ وَٱللَّهُ غَنِىٌّ حَلِيمٌ٢٦٣

ښه خبره كول، او بخښنه كول، ډېر غوره دي له هغه خیرات نه چې په هغه پسې تكلیف (تنګول) راځي، او الله ډېر بې پروا، ډېر تحمل والا دى

Zakaria Abulsalam

2:264
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تُبْطِلُوا۟ صَدَقَـٰتِكُم بِٱلْمَنِّ وَٱلْأَذَىٰ كَٱلَّذِى يُنفِقُ مَالَهُۥ رِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ ۖ فَمَثَلُهُۥ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُۥ وَابِلٌ فَتَرَكَهُۥ صَلْدًا ۖ لَّا يَقْدِرُونَ عَلَىٰ شَىْءٍ مِّمَّا كَسَبُوا۟ ۗ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْكَـٰفِرِينَ٢٦٤

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! خپل خیراتونه په احسان بارولو (زباتولو) او ضرر رسولو سره مه بربادوئ، د هغه كس په شان چې خلقو ته د ځان ښودنې لپاره خپل مال خرچ كوي، او په الله او د اخرت پر ورځ ایمان نه لري، نو د ده مثال د هغه ښويې ګټې په شان دى؛ چې په هغې باندې څه لږه خاوره وي، بیا په هغې (ګټې) زوروَر باران وورېږي، نو هغه (ګټه) صفا پرېږدي، دوى به له هغو عملونو نه چې كړي يې دي، په هېڅ شي (ثواب) باندې قادره نشي، او الله داسې كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي

Zakaria Abulsalam

2:265
وَمَثَلُ ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمُ ٱبْتِغَآءَ مَرْضَاتِ ٱللَّهِ وَتَثْبِيتًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍۭ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَـَٔاتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِن لَّمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ٢٦٥

او د هغو كسانو مثال چې خپل مالونه د الله د رضا غوښتلو لپاره او د خپلو نفسونو د كلكوالي لپاره لګوي، د هغه باغ په شان دى؛ چې په نرمه څَربَه ځمكه باندې وي؛ چې په هغه زورور باران وورېږي، نو دغه (باغ) خپلې مېوې دوه چنده وكړي، نو كه پر هغه زورور باران ونه ورېږي، نو (هغه ته) نرى باران (هم كافي دى) او الله هغو (كارونو) لره ښه لیدونكى دى، چې تاسو يې كوئ

Zakaria Abulsalam

2:266
أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَن تَكُونَ لَهُۥ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ لَهُۥ فِيهَا مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ وَأَصَابَهُ ٱلْكِبَرُ وَلَهُۥ ذُرِّيَّةٌ ضُعَفَآءُ فَأَصَابَهَآ إِعْصَارٌ فِيهِ نَارٌ فَٱحْتَرَقَتْ ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ٢٦٦

ایا په تاسو كې یو كس دا خوښَوي چې د ده دې د كجورو، او انګورو داسې باغ وي چې د هغه له لاندې وَلِې بهېږي او د ده لپاره په هغه (باغ) كې هر قسمه مېوې وي، په دې حال كې چې ده ته بُوډاوالى (زوړوالى) راشي او د ده كمزوري (واړه) بچي وي، پس پر دغه(باغ) داسې سخت باد راوالوزي چې په هغه كې اور وي، نو دا (باغ) بېخي وسوَځي، همدارنګه الله تاسو لپاره ایتونه (نښې) بیانوي؛ د دې لپاره چې تاسو ښه فكر وكړئ

Zakaria Abulsalam

2:267
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنفِقُوا۟ مِن طَيِّبَـٰتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّآ أَخْرَجْنَا لَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ ۖ وَلَا تَيَمَّمُوا۟ ٱلْخَبِيثَ مِنْهُ تُنفِقُونَ وَلَسْتُم بِـَٔاخِذِيهِ إِلَّآ أَن تُغْمِضُوا۟ فِيهِ ۚ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ غَنِىٌّ حَمِيدٌ٢٦٧

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو (مالونو) نه انفاق كوئ چې تاسو ګټلي دي او له هغو (مالونو) نه چې مونږه تاسو لپاره له ځمكې نه را اېستلي دي، او له هغه (مال) څخه چې تاسو يې خیرات كوئ، د بې كاره څیز اراده مه كوئ، حال دا چې تاسو (پخپله) د هغه اخيستونكي نه یئ مګر دا چې د ده په باره كې تاسو سترګې پټې كړئ، او پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى

Zakaria Abulsalam

2:268
ٱلشَّيْطَـٰنُ يَعِدُكُمُ ٱلْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِٱلْفَحْشَآءِ ۖ وَٱللَّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلًا ۗ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ٢٦٨

شیطان تاسو له غریبۍ څخه وېروي او تاسو ته د بې حیایۍ حكم كوي او الله تاسو سره له خپل جانب نه د مغفرت او فضل وعده كوي او الله فراخه فضل والا، ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

2:269
يُؤْتِى ٱلْحِكْمَةَ مَن يَشَآءُ ۚ وَمَن يُؤْتَ ٱلْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِىَ خَيْرًا كَثِيرًا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّآ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَـٰبِ٢٦٩

چا ته چې وغواړي حكمت (د دین پوهه) وركوي، او چا ته چې حكمت وركړى شو، نو یقینًا هغه ته ډېر لوى خیر وركړى شو، او نصیحت نه اخلي مګر د خالص عقل خاوندان

Zakaria Abulsalam

2:270
وَمَآ أَنفَقْتُم مِّن نَّفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِّن نَّذْرٍ فَإِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُهُۥ ۗ وَمَا لِلظَّـٰلِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ٢٧٠

او تاسو چې څه خرچ هم ولګوئ، یا څه نذر هم (پر ځان) لازم كړئ؛ نو یقینًا الله پر هغو پوهېږي او د ظالمانو لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته

Zakaria Abulsalam

2:271
إِن تُبْدُوا۟ ٱلصَّدَقَـٰتِ فَنِعِمَّا هِىَ ۖ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا ٱلْفُقَرَآءَ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۚ وَيُكَفِّرُ عَنكُم مِّن سَيِّـَٔاتِكُمْ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ٢٧١

كه تاسو خیراتونه په ښكاره وكړئ، نو دا یو ښه كار دى او كه تاسو دا په پټه وكړئ او فقیرانو ته يې وركړئ، نو دا ستاسو لپاره ډېر غوره دي او هغه (الله) به له تاسو نه ستاسو ځینې ګناهونه لرې كړي، او الله پر هغو (كارونو) چې تاسو يې كوئ ؛ ښه خبردار دى

Zakaria Abulsalam

2:272
۞ لَّيْسَ عَلَيْكَ هُدَىٰهُمْ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ يَهْدِى مَن يَشَآءُ ۗ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِنْ خَيْرٍ فَلِأَنفُسِكُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُونَ إِلَّا ٱبْتِغَآءَ وَجْهِ ٱللَّهِ ۚ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ٢٧٢

سمې لارې ته د دوى راړول ستا په ذمه نه دي او لېكن الله سمې لارې ته راړوي چا ته چې وغواړي، او هغه څه چې تاسو يې له مال څخه خرچ كوئ؛ نو ستاسو ځانونو لپاره (يې فايدې) دي او تاسو يواځې د الله د مخ لَټوَنِې (رضا) لپاره انفاق كوئ، او هغه څه چې تاسو يې له مال څخه لګوئ (انفاق كوئ، نو) هغه به تاسو ته پوره پوره دركړى شي، په داسې حال كې چې پر تاسو به ظلم نه كېږي

Zakaria Abulsalam

2:273
لِلْفُقَرَآءِ ٱلَّذِينَ أُحْصِرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِى ٱلْأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ ٱلْجَاهِلُ أَغْنِيَآءَ مِنَ ٱلتَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُم بِسِيمَـٰهُمْ لَا يَسْـَٔلُونَ ٱلنَّاسَ إِلْحَافًا ۗ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِهِۦ عَلِيمٌ٢٧٣

(خیراتونه) د هغو فقیرو كسانو لپاره دي چې د الله په لاره كې ایسار كړى شوي دي، په ځمكه كې د سفر كولو وَس نه لري، د ښه عفت (له سوال نه د ځان ساتلو) په وجه ناخبره كس پر دوى د غنیانو ګمان كوي، ته به دوى په خپلو علامو (سره) پېژنې، دوى له خلقو څخه په سختۍ سره (بې ضرورته) سوال نه كوي او هغه چې تاسو يې له مال څخه لګوئ، نو یقینًا الله پر هغه باندې ښه عالم دى

Zakaria Abulsalam

2:274
ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُم بِٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ٢٧٤

هغه كسان چې خپل مالونه (د الله لپاره) لګوي په شپه كې او په ورځ كې، په پټه او په ښكاره، نو د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي او نه به دوى غمژن كېږي

Zakaria Abulsalam

2:275
ٱلَّذِينَ يَأْكُلُونَ ٱلرِّبَوٰا۟ لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ ٱلَّذِى يَتَخَبَّطُهُ ٱلشَّيْطَـٰنُ مِنَ ٱلْمَسِّ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوٓا۟ إِنَّمَا ٱلْبَيْعُ مِثْلُ ٱلرِّبَوٰا۟ ۗ وَأَحَلَّ ٱللَّهُ ٱلْبَيْعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰا۟ ۚ فَمَن جَآءَهُۥ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِۦ فَٱنتَهَىٰ فَلَهُۥ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ ۖ وَمَنْ عَادَ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ٢٧٥

هغه كسان چې سود خوري ؛ دوى به (له قبرونو نه) نه پاڅیږي مګر په شان د پاڅېدلو د هغه كس چې شیطان هغه په لېونتوب سره بدحواسه كړى وي، دا ځكه چې یقینًا دوى ویلي دي چې بېشكه بیع خو د سود په شان ده، حال دا چې الله اخيستل خرڅول (بیع) حلال كړي دي او سود يې حرام كړى دى، پس چا ته چې د خپل رب له جانبه نصیحت راغى، نو دى (فوراً ) منع شو، نو د ده لپاره هغه څه (معاف) دي چې مخكې تېر شوي دي او د ده معامله الله ته حواله ده، او كوم كس چې (سود ته) بېرته راوګرځي، نو دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي

Zakaria Abulsalam

2:276
يَمْحَقُ ٱللَّهُ ٱلرِّبَوٰا۟ وَيُرْبِى ٱلصَّدَقَـٰتِ ۗ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ٢٧٦

الله سود محوه كوي او خېراتونه (صدقې) زیاتوي، او الله هېڅ یو سخت ناشكره، سخت ګناهګار نه خوښوي

Zakaria Abulsalam

2:277
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُا۟ ٱلزَّكَوٰةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ٢٧٧

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، او لمونځ يې قايم كړى دى او زكات يې وركړى دى، د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي او نه به دوى غمژن كېږي

Zakaria Abulsalam

2:278
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَذَرُوا۟ مَا بَقِىَ مِنَ ٱلرِّبَوٰٓا۟ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ٢٧٨

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ او هغه باقي پاتې سود پرېږدئ؛ كه تاسو مومنان یئ

Zakaria Abulsalam

2:279
فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا۟ فَأْذَنُوا۟ بِحَرْبٍ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۖ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَٰلِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ٢٧٩

نو كه تاسو ( داسې) ونه كړل، نو تاسو د الله او د هغه د رسول له جانبه په جنګ كولو خبر شئ، او كه چېرې تاسو توبه وباسئ، نو ستاسو رأس المال (اصل مال) ستاسو لپاره دى، مه تاسو ظلم كوئ او نه به پر تاسو ظلم كېږي

Zakaria Abulsalam

2:280
وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَىٰ مَيْسَرَةٍ ۚ وَأَن تَصَدَّقُوا۟ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ٢٨٠

او كه هغه (قرض دارى) تنګ لاسى وي، نو تر اسانۍ پورې مهلت وركول دي، او خیراتي پرېښودل يې تاسو لپاره ډېر غوره دي؛ كه تاسو پوهېږئ

Zakaria Abulsalam