QuranPilotQuranPilot
ص

38. سورت ص – آیتونه 41–80

سورت ص د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

38:41
وَٱذْكُرْ عَبْدَنَآ أَيُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُۥٓ أَنِّى مَسَّنِىَ ٱلشَّيْطَـٰنُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ٤١

او ته زمونږ بنده ایوب یاد كړه، كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ چې بېشكه ما ته شیطان ایذا او تكلیف رارسولى دى

Zakaria Abulsalam

38:42
ٱرْكُضْ بِرِجْلِكَ ۖ هَـٰذَا مُغْتَسَلٌۢ بَارِدٌ وَشَرَابٌ٤٢

ته (ځمكه) په خپلې پښې سره ووهه، دغه یخ غسلځاى دى، او د څښلو اوبه دي

Zakaria Abulsalam

38:43
وَوَهَبْنَا لَهُۥٓ أَهْلَهُۥ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَذِكْرَىٰ لِأُو۟لِى ٱلْأَلْبَـٰبِ٤٣

او مونږ ده ته د ده اهل وركړ او له دوى سره د دوى په مثل (نور هم) له خپل جانب نه د رحمت له وجې او عقلمندو ته د نصیحت لپاره

Zakaria Abulsalam

38:44
وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَٱضْرِب بِّهِۦ وَلَا تَحْنَثْ ۗ إِنَّا وَجَدْنَـٰهُ صَابِرًا ۚ نِّعْمَ ٱلْعَبْدُ ۖ إِنَّهُۥٓ أَوَّابٌ٤٤

او ته په خپل لاس سره جارو ونیسه، نو په هغې سره وهل وكړه او مه حانث كېږه، بېشكه مونږ هغه صابر ومونده، (هغه) ښه سړى و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و

Zakaria Abulsalam

38:45
وَٱذْكُرْ عِبَـٰدَنَآ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ أُو۟لِى ٱلْأَيْدِى وَٱلْأَبْصَـٰرِ٤٥

او ته زمونږ بنده ګان ابراهیم، او اسحٰق او یعقوب یاد كړه چې د (عمل د) قوت او (حق ليدونكو) سترګو خاوندان وو

Zakaria Abulsalam

38:46
إِنَّآ أَخْلَصْنَـٰهُم بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى ٱلدَّارِ٤٦

بېشكه مونږ دوى په یو خالص خوى سره خالص كړي دي چې هغه د اخرت یادول دي

Zakaria Abulsalam

38:47
وَإِنَّهُمْ عِندَنَا لَمِنَ ٱلْمُصْطَفَيْنَ ٱلْأَخْيَارِ٤٧

او بېشكه دوى زمونږ، په نیز خامخا له غوره كړى شویو، بهترو خلقو ځنې دي

Zakaria Abulsalam

38:48
وَٱذْكُرْ إِسْمَـٰعِيلَ وَٱلْيَسَعَ وَذَا ٱلْكِفْلِ ۖ وَكُلٌّ مِّنَ ٱلْأَخْيَارِ٤٨

او ته اسماعیل او الیسع او ذوالكفل یاد كړه، دغه هر یو د خیر او بهترۍ والا وو

Zakaria Abulsalam

38:49
هَـٰذَا ذِكْرٌ ۚ وَإِنَّ لِلْمُتَّقِينَ لَحُسْنَ مَـَٔابٍ٤٩

دا پند دى، او بېشكه د متقیانو لپاره خامخا د ورتلو ښه ځاى دى

Zakaria Abulsalam

38:50
جَنَّـٰتِ عَدْنٍ مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ ٱلْأَبْوَٰبُ٥٠

چې د همېشه استوګنې جنتونه دي، په داسې حال كې چې د دوى لپاره يې دروازې ښې پرانستې دي

Zakaria Abulsalam

38:51
مُتَّكِـِٔينَ فِيهَا يَدْعُونَ فِيهَا بِفَـٰكِهَةٍ كَثِيرَةٍ وَشَرَابٍ٥١

په دغو كې به تكیه وهلي وي، په دغو (جنتونو) كې به دوى ډېرې مېوې او مشروب راغواړي

Zakaria Abulsalam

38:52
۞ وَعِندَهُمْ قَـٰصِرَٰتُ ٱلطَّرْفِ أَتْرَابٌ٥٢

او له دوى سره به د نظر رامنع كوونكې همځولې ښځې وي

Zakaria Abulsalam

38:53
هَـٰذَا مَا تُوعَدُونَ لِيَوْمِ ٱلْحِسَابِ٥٣

دا (ثواب او نعمتونه) هغه څه دي چې تاسو ته يې د حساب د ورځې لپاره وعده دركولى شي

Zakaria Abulsalam

38:54
إِنَّ هَـٰذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُۥ مِن نَّفَادٍ٥٤

بېشكه دا خامخا زمونږ داسې رزق دى، چې ده لره هېڅ خلاصېدل نشته

Zakaria Abulsalam

38:55
هَـٰذَا ۚ وَإِنَّ لِلطَّـٰغِينَ لَشَرَّ مَـَٔابٍ٥٥

دغه (د مومنانو حال) دى او بېشكه د سركشانو لپاره خامخا د ورتلو ډېر بد ځاى دى

Zakaria Abulsalam

38:56
جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ ٱلْمِهَادُ٥٦

چې جهنم دى، دوى به په هغه كې داخلېږي، نو هغه بده بستره ده

Zakaria Abulsalam

38:57
هَـٰذَا فَلْيَذُوقُوهُ حَمِيمٌ وَغَسَّاقٌ٥٧

دغه اېشېدلې اوبه او زوې دي، نو دوى دې دا وڅَكي

Zakaria Abulsalam

38:58
وَءَاخَرُ مِن شَكْلِهِۦٓ أَزْوَٰجٌ٥٨

او بل (عذاب) دى له دغه قسم نه، څو قسمه

Zakaria Abulsalam

38:59
هَـٰذَا فَوْجٌ مُّقْتَحِمٌ مَّعَكُمْ ۖ لَا مَرْحَبًۢا بِهِمْ ۚ إِنَّهُمْ صَالُوا۟ ٱلنَّارِ٥٩

دغه یوه ډله ده چې له تاسو سره په ډېر تكلیف سره ننوتونكي دي، دوى ته دې هېڅ خوشالي نه وي، بېشكه دوى اور ته داخلېدونكي دي

Zakaria Abulsalam

38:60
قَالُوا۟ بَلْ أَنتُمْ لَا مَرْحَبًۢا بِكُمْ ۖ أَنتُمْ قَدَّمْتُمُوهُ لَنَا ۖ فَبِئْسَ ٱلْقَرَارُ٦٠

هغوى به ووايي: بلكې تاسو چې یئ، تاسو ته دې هېڅ خوشالي نه وي، تاسو دغه (عذاب) مونږ ته راوړاندې كړى دى، نو دا (دوزخ) بد قرار ځاى دى

Zakaria Abulsalam

38:61
قَالُوا۟ رَبَّنَا مَن قَدَّمَ لَنَا هَـٰذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِى ٱلنَّارِ٦١

دوى به ووايي: اى زمونږ ربه! چا چې مونږ ته دا راوړاندې كړى دى، نو ته هغه ته په اور كې عذاب دوه چنده ورزیات كړه

Zakaria Abulsalam

38:62
وَقَالُوا۟ مَا لَنَا لَا نَرَىٰ رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُم مِّنَ ٱلْأَشْرَارِ٦٢

او دوى به ووايي: پر مونږ څه شوي دي چې مونږ هغه سړي نه وینو چې مونږ به هغوى له اشرارو (بدترو خلقو) ځنې شمېرل؟

Zakaria Abulsalam

38:63
أَتَّخَذْنَـٰهُمْ سِخْرِيًّا أَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ ٱلْأَبْصَـٰرُ٦٣

ایا مونږ هغوى په مسخرو سره نیولې وو، یا كه له هغوى نه زمونږ سترګې كږې شوې دي؟

Zakaria Abulsalam

38:64
إِنَّ ذَٰلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ ٱلنَّارِ٦٤

بېشكه دغه خامخا حق دي، یعنې (دا) د دوزخیانو خپل مینځې جګړه كول

Zakaria Abulsalam

38:65
قُلْ إِنَّمَآ أَنَا۠ مُنذِرٌ ۖ وَمَا مِنْ إِلَـٰهٍ إِلَّا ٱللَّهُ ٱلْوَٰحِدُ ٱلْقَهَّارُ٦٥

ته (دوى ته) ووایه: زه خو بس وېروونكى یم، او نشته دى حق معبود غیر له الله نه چې یو او ډېر غلبې والا دى

Zakaria Abulsalam

38:66
رَبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ٱلْعَزِيزُ ٱلْغَفَّـٰرُ٦٦

چې رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر غالب، ښه بخښونكى دى

Zakaria Abulsalam

38:67
قُلْ هُوَ نَبَؤٌا۟ عَظِيمٌ٦٧

ته (دوى ته) ووایه: دغه (قرآن) ډېر لوى خبر دى

Zakaria Abulsalam

38:68
أَنتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُونَ٦٨

تاسو له ده نه مخ ګرځوونكي یئ

Zakaria Abulsalam

38:69
مَا كَانَ لِىَ مِنْ عِلْمٍۭ بِٱلْمَلَإِ ٱلْأَعْلَىٰٓ إِذْ يَخْتَصِمُونَ٦٩

ما ته د ملَاِ اعلٰى (لوړ مجلس) په باره كې هېڅ علم نشته، كله چې دوى په خپل مینځ كې اختلاف كوي

Zakaria Abulsalam

38:70
إِن يُوحَىٰٓ إِلَىَّ إِلَّآ أَنَّمَآ أَنَا۠ نَذِيرٌ مُّبِينٌ٧٠

ما ته وحي نه كېږي مګر د دې چې بېشكه همدا خبره ده چې زه ښكاره وېروونكى یم

Zakaria Abulsalam

38:71
إِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَـٰٓئِكَةِ إِنِّى خَـٰلِقٌۢ بَشَرًا مِّن طِينٍ٧١

كله چې ستا رب ملايكو ته وویل چې بېشكه زه له خَټې نه د یو بشر پیدا كوونكى یم

Zakaria Abulsalam

38:72
فَإِذَا سَوَّيْتُهُۥ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِى فَقَعُوا۟ لَهُۥ سَـٰجِدِينَ٧٢

نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپل (پيدا كړي) روح نه پو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، چې سجده كوونكي یئ

Zakaria Abulsalam

38:73
فَسَجَدَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ٧٣

نو ملايكو ټولو سجده وكړه

Zakaria Abulsalam

38:74
إِلَّآ إِبْلِيسَ ٱسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ ٱلْكَـٰفِرِينَ٧٤

غیر له ابلیس نه، هغه لويي وكړه او شو له كافرانو څخه

Zakaria Abulsalam

38:75
قَالَ يَـٰٓإِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَىَّ ۖ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ ٱلْعَالِينَ٧٥

(الله) وویل: اى ابليسه! ته هغه كس ته له سجدې كولو نه څه شي منع كړې، چې ما پخپلو دواړو لاسونو پیدا كړى دى ؟ ایا تا لويي وكړه، یا ته (له شروع نه) د لوړو اوچتو خلقو ځنې يې؟

Zakaria Abulsalam

38:76
قَالَ أَنَا۠ خَيْرٌ مِّنْهُ ۖ خَلَقْتَنِى مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُۥ مِن طِينٍ٧٦

هغه وویل: زه له ده نه ډېر غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خټې نه پیدا كړى دى

Zakaria Abulsalam

38:77
قَالَ فَٱخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ٧٧

(الله) وویل: نو ته له دې (جنت) نه ووځه، پس بېشكه ته رټل شوى يې

Zakaria Abulsalam

38:78
وَإِنَّ عَلَيْكَ لَعْنَتِىٓ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلدِّينِ٧٨

او بېشكه په تا باندې د بدلې تر ورځې پورې زما لعنت دى

Zakaria Abulsalam

38:79
قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِىٓ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ٧٩

هغه وویل: اى زما ربه! نو ته ما ته تر هغې ورځې پورې مهلت راكړه چې دوى (خلق) به بیا راژوندي كولى شي

Zakaria Abulsalam

38:80
قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ ٱلْمُنظَرِينَ٨٠

الله وویل: پس بېشكه ته له مهلت وركړى شویو څخه يې

Zakaria Abulsalam