QuranPilotQuranPilot
ص

38. سورت ص

سورت ص د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful

38:1
صٓ ۚ وَٱلْقُرْءَانِ ذِى ٱلذِّكْرِ١

صاد، قسم دى په قرآن چې د نصیحت والا دى

Zakaria Abulsalam

38:2
بَلِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فِى عِزَّةٍ وَشِقَاقٍ٢

بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي، په كبر او مخالفت كې دي

Zakaria Abulsalam

38:3
كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ فَنَادَوا۟ وَّلَاتَ حِينَ مَنَاصٍ٣

مونږه له دوى نه مخكې څومره ډېرې پېړۍ هلاكې كړې دي، نو هغوى به چغې وهلې، حال دا چې دغه وخت به د خلاصي نه و

Zakaria Abulsalam

38:4
وَعَجِبُوٓا۟ أَن جَآءَهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ ۖ وَقَالَ ٱلْكَـٰفِرُونَ هَـٰذَا سَـٰحِرٌ كَذَّابٌ٤

او دوى په دې وجه تعجب كوي چې دوى ته له همدوى ځنې یو وېروونكى راغى او كافرانو وویل: دا (پېغمبر) جادوګر دى، سخت دروغجن دى

Zakaria Abulsalam

38:5
أَجَعَلَ ٱلْـَٔالِهَةَ إِلَـٰهًا وَٰحِدًا ۖ إِنَّ هَـٰذَا لَشَىْءٌ عُجَابٌ٥

ایا ده دغه معبودان یو اله وګرځول، بېشكه دا خامخا ډېر عجیبه څیز دى

Zakaria Abulsalam

38:6
وَٱنطَلَقَ ٱلْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ ٱمْشُوا۟ وَٱصْبِرُوا۟ عَلَىٰٓ ءَالِهَتِكُمْ ۖ إِنَّ هَـٰذَا لَشَىْءٌ يُرَادُ٦

او له دوى څخه (د كفارو) مشران لاړل، چې (ویل يې:) ځئ او په خپلو معبودانو ټینګ اوسئ، بېشكه دغه (توحید) خامخا یو داسې شى دى چې غوښتنه يې كولى شي (زمونږ نه)

Zakaria Abulsalam

38:7
مَا سَمِعْنَا بِهَـٰذَا فِى ٱلْمِلَّةِ ٱلْـَٔاخِرَةِ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّا ٱخْتِلَـٰقٌ٧

مونږ دغه (توحید) په وروستي دین (نصرانیت) كې نه دى اورېدلى. نه دى دا مګر له خپله ځانه نه جوړ كړى شوي دروغ

Zakaria Abulsalam

38:8
أَءُنزِلَ عَلَيْهِ ٱلذِّكْرُ مِنۢ بَيْنِنَا ۚ بَلْ هُمْ فِى شَكٍّ مِّن ذِكْرِى ۖ بَل لَّمَّا يَذُوقُوا۟ عَذَابِ٨

ایا زمونږ له مینځه په ده باندې ذكر (وحي، قرآن) نازل كړى شو! بلكې دوى زما د ذكر (قرآن) په هكله په شك كې دي بلكې لا تر اوسه دوى زما عذاب نه دى څكلى

Zakaria Abulsalam

38:9
أَمْ عِندَهُمْ خَزَآئِنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ ٱلْعَزِيزِ ٱلْوَهَّابِ٩

ایا له دوى سره ستا د رب د رحمت خزانې دي (هغه رب) چې ډېر غالب، عطا كوونكى دى؟

Zakaria Abulsalam

38:10
أَمْ لَهُم مُّلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ فَلْيَرْتَقُوا۟ فِى ٱلْأَسْبَـٰبِ١٠

یا د دوى لپاره بادشاهي ده د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نو دوى دې په اسبابو كې وخېژي

Zakaria Abulsalam

38:11
جُندٌ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُومٌ مِّنَ ٱلْأَحْزَابِ١١

(دغه) داسې لښكر ګوټى دى له لښكرو څخه، چې په دغه ځاى كې شكست وركړى شوى دى

Zakaria Abulsalam

38:12
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ ذُو ٱلْأَوْتَادِ١٢

تكذیب كړى و له دوى نه مخكې د نوح قوم او عادیانو او فرعون چې د مېخونو والا و

Zakaria Abulsalam

38:13
وَثَمُودُ وَقَوْمُ لُوطٍ وَأَصْحَـٰبُ لْـَٔيْكَةِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلْأَحْزَابُ١٣

او ثمودیانو او د لوط قوم او د ځنګل والاوو، همدغه ډلې دي

Zakaria Abulsalam

38:14
إِن كُلٌّ إِلَّا كَذَّبَ ٱلرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ١٤

نه ده هره یوه (ډله) مګر چې د رسولانو تكذیب يې كړى دى، نو زما عذاب پرې ثابت شو

Zakaria Abulsalam

38:15
وَمَا يَنظُرُ هَـٰٓؤُلَآءِ إِلَّا صَيْحَةً وَٰحِدَةً مَّا لَهَا مِن فَوَاقٍ١٥

او دوى انتظار نه كوي مګر د یوې داسې چغې چې د هغې لپاره بېرته ګرځېدل نشته (وقفه نشته)

Zakaria Abulsalam

38:16
وَقَالُوا۟ رَبَّنَا عَجِّل لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ يَوْمِ ٱلْحِسَابِ١٦

او دوى ویل: اى زمونږ ربه! ته مونږ ته زمونږ برخه ژر راكړه، د حساب له ورځې نه مخكې

Zakaria Abulsalam

38:17
ٱصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَٱذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوُۥدَ ذَا ٱلْأَيْدِ ۖ إِنَّهُۥٓ أَوَّابٌ١٧

ته د دوى په دغو خبرو صبر كوه او ته زمونږ بنده داود یاد كړه چې د قوت والا و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و

Zakaria Abulsalam

38:18
إِنَّا سَخَّرْنَا ٱلْجِبَالَ مَعَهُۥ يُسَبِّحْنَ بِٱلْعَشِىِّ وَٱلْإِشْرَاقِ١٨

بېشكه مونږ له هغه سره غرونه تابع كړي وو چې د ورځې په اخره او اوله برخه كې به يې تسبیح ویله

Zakaria Abulsalam

38:19
وَٱلطَّيْرَ مَحْشُورَةً ۖ كُلٌّ لَّهُۥٓ أَوَّابٌ١٩

او مرغان مو (تابع كړي وو) په دې حال كې چې جمع كړى شوي به وو، هر یو به ده ته ښه رجوع كوونكى و

Zakaria Abulsalam

38:20
وَشَدَدْنَا مُلْكَهُۥ وَءَاتَيْنَـٰهُ ٱلْحِكْمَةَ وَفَصْلَ ٱلْخِطَابِ٢٠

اومونږ د هغه باچاهي مضبوطه كړې وه او مونږ هغه ته حكمت او د غوڅې خبرې قوت وركړى و

Zakaria Abulsalam

38:21
۞ وَهَلْ أَتَىٰكَ نَبَؤُا۟ ٱلْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا۟ ٱلْمِحْرَابَ٢١

او ایا تا ته د جګړه كوونكو خبر راغلى دى، كله چې هغوى په (دېوال د) عبادت خانې راوختل

Zakaria Abulsalam

38:22
إِذْ دَخَلُوا۟ عَلَىٰ دَاوُۥدَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ ۖ قَالُوا۟ لَا تَخَفْ ۖ خَصْمَانِ بَغَىٰ بَعْضُنَا عَلَىٰ بَعْضٍ فَٱحْكُم بَيْنَنَا بِٱلْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَٱهْدِنَآ إِلَىٰ سَوَآءِ ٱلصِّرَٰطِ٢٢

كله چې دوى په داود ورننوتل، نو هغه له دوى نه ووېرېده، دوى وویل: ته مه وېرېږه! (مونږ یو) دوه جګړه كوونكې ډلې، زمونږ ځینو په ځینو نورو ظلم كړى دى، نو ته زمونږ په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړه او زیاتى مه كوه او ته نېغې لارې ته زمونږ لار ښووونه وكړه

Zakaria Abulsalam

38:23
إِنَّ هَـٰذَآ أَخِى لَهُۥ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ نَعْجَةً وَلِىَ نَعْجَةٌ وَٰحِدَةٌ فَقَالَ أَكْفِلْنِيهَا وَعَزَّنِى فِى ٱلْخِطَابِ٢٣

بېشكه دا زما ورور دى، د ده نهه نوي (یو كم سل) ګډې (مېږې) دي او زما یوه ګډه (مېږه) ده، نو ده وویل: ته ما د دې كفیل (مالك) وګرځوه او په خبرو كې يې په ما غلبه كړې ده

Zakaria Abulsalam

38:24
قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَىٰ نِعَاجِهِۦ ۖ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ ٱلْخُلَطَآءِ لَيَبْغِى بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ وَقَلِيلٌ مَّا هُمْ ۗ وَظَنَّ دَاوُۥدُ أَنَّمَا فَتَنَّـٰهُ فَٱسْتَغْفَرَ رَبَّهُۥ وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ ۩٢٤

ده (داود) وویل: یقینًا یقینًا ده په تا ظلم كړى دى، ستا د ګډې په غوښتلو (چې یو ځاى يې كړي) له خپلو ګډو سره او بېشكه په شریكانو كې ډېر زیات (داسې وي چې) خامخا ځینې د دوى په ځینو نورو ظلم كوي، غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او دوى بېخي لږ دي. او داود یقین وكړ چې بېشكه همدا خبره ده چې مونږ هغه وازمایه، نو له خپل رب نه يې بخښنه وغوښته او پرېوته، په داسې حال كې چې ركوع (او) سجده كوونكى و، او رجوع يې وكړه

Zakaria Abulsalam

38:25
فَغَفَرْنَا لَهُۥ ذَٰلِكَ ۖ وَإِنَّ لَهُۥ عِندَنَا لَزُلْفَىٰ وَحُسْنَ مَـَٔابٍ٢٥

نو مونږ ده ته دغه (خطا) وبخښله، او بېشكه د هغه لپاره زمونږ په نیز خامخا قربت دى او د ورتلو ښه ځاى دى

Zakaria Abulsalam

38:26
يَـٰدَاوُۥدُ إِنَّا جَعَلْنَـٰكَ خَلِيفَةً فِى ٱلْأَرْضِ فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِٱلْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ ٱلْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌۢ بِمَا نَسُوا۟ يَوْمَ ٱلْحِسَابِ٢٦

اى داوده! بېشكه مونږ ته په ځمكه كې خلیفه ګرځولى يې، نو ته د خلقو په مینځ كې په حقه سره فیصلې كوه او د خواهشاتو پيروي مه كوه، (ګنې) نو تا به د الله له لارې نه ګمراه كړي، بېشكه هغه كسان چې د الله له لارې نه ګمراه كېږي، د هغوى لپاره ډېر سخت عذاب دى، په سبب د دوى د هېرولو ورځې د حساب لره

Zakaria Abulsalam

38:27
وَمَا خَلَقْنَا ٱلسَّمَآءَ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَـٰطِلًا ۚ ذَٰلِكَ ظَنُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۚ فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنَ ٱلنَّارِ٢٧

او مونږ اسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي داسې نه دي پیدا كړي، چې باطل (او عبث) دي دغه (باطل پیدا كول) د كافران شویو خلقو ګمان دى، نو دا كافران شویو خلقو لپاره له اوره هلاكت (او عذاب) دى

Zakaria Abulsalam

38:28
أَمْ نَجْعَلُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ كَٱلْمُفْسِدِينَ فِى ٱلْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ ٱلْمُتَّقِينَ كَٱلْفُجَّارِ٢٨

ایا مونږ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په ځمكه كې د فساد كوونكو په شان وګرځوو؟ ایا مونږ به متقیان د فاجرانو (بدكارانو) په شان وګرځوو؟

Zakaria Abulsalam

38:29
كِتَـٰبٌ أَنزَلْنَـٰهُ إِلَيْكَ مُبَـٰرَكٌ لِّيَدَّبَّرُوٓا۟ ءَايَـٰتِهِۦ وَلِيَتَذَكَّرَ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَـٰبِ٢٩

(دغه قرآن) كتاب دى چې مونږه تا ته نازل كړى دى، بركتناك دى، د دې لپاره چې دوى د ده په ایتونو كې فكر وكړي او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو والا ترې پند واخلي

Zakaria Abulsalam

38:30
وَوَهَبْنَا لِدَاوُۥدَ سُلَيْمَـٰنَ ۚ نِعْمَ ٱلْعَبْدُ ۖ إِنَّهُۥٓ أَوَّابٌ٣٠

او مونږ داود ته سليمان عطا كړ، (هغه) ښه بنده و، بېشكه چې هغه ډېر رجوع كوونكى و

Zakaria Abulsalam

38:31
إِذْ عُرِضَ عَلَيْهِ بِٱلْعَشِىِّ ٱلصَّـٰفِنَـٰتُ ٱلْجِيَادُ٣١

كله چې ده ته د ورځې په اخر كې هغه ګړندي خاص اسونه وړاندې كړى شول چې په درې پښو ودرېږي

Zakaria Abulsalam

38:32
فَقَالَ إِنِّىٓ أَحْبَبْتُ حُبَّ ٱلْخَيْرِ عَن ذِكْرِ رَبِّى حَتَّىٰ تَوَارَتْ بِٱلْحِجَابِ٣٢

نو ده ویل: بېشكه ما د دغه مال محبت محبوب ګڼلى دى د خپل رب د یاد په وجه، تر دې چې (دغه اسونه) په پرده كې پټ شول

Zakaria Abulsalam

38:33
رُدُّوهَا عَلَىَّ ۖ فَطَفِقَ مَسْحًۢا بِٱلسُّوقِ وَٱلْأَعْنَاقِ٣٣

تاسو دغه ما ته بېرته راولئ، نو شروع شو چې په پنډيو او څټونو يې لاس راښكه

Zakaria Abulsalam

38:34
وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَـٰنَ وَأَلْقَيْنَا عَلَىٰ كُرْسِيِّهِۦ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ٣٤

او یقینًا یقینًا مونږ سلیمان وازمایه، او د ده په كرسۍ مو یو جسد وغورځاوه، بیا ده رجوع وكړه

Zakaria Abulsalam

38:35
قَالَ رَبِّ ٱغْفِرْ لِى وَهَبْ لِى مُلْكًا لَّا يَنۢبَغِى لِأَحَدٍ مِّنۢ بَعْدِىٓ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْوَهَّابُ٣٥

ده وویل: اى زما ربه! ته ما وبخښه او ما ته داسې باچاهي راكړه چې له ما نه پس د چا لپاره هم مناسب نه وي، بېشكه هم ته ښه عطا كوونكى يې

Zakaria Abulsalam

38:36
فَسَخَّرْنَا لَهُ ٱلرِّيحَ تَجْرِى بِأَمْرِهِۦ رُخَآءً حَيْثُ أَصَابَ٣٦

نو مونږ د ده لپاره هوا مسخره كړه چې د ده په امر سره به چلېدله نرمه نرمه، چېرته چې به ده اراده وكړه

Zakaria Abulsalam

38:37
وَٱلشَّيَـٰطِينَ كُلَّ بَنَّآءٍ وَغَوَّاصٍ٣٧

(مونږ تابع كړي وو د ده لپاره) پېریان هر ښه معمار او ښه غوټه وهونكى

Zakaria Abulsalam

38:38
وَءَاخَرِينَ مُقَرَّنِينَ فِى ٱلْأَصْفَادِ٣٨

او نور (پېریان) چې په ځنځيرونو كې له یو بل سره تړل شوي وو

Zakaria Abulsalam

38:39
هَـٰذَا عَطَآؤُنَا فَٱمْنُنْ أَوْ أَمْسِكْ بِغَيْرِ حِسَابٍ٣٩

دا زمونږ عطا ده، نو ته احسان كوه، يا يې وساته، بې له حسابه

Zakaria Abulsalam

38:40
وَإِنَّ لَهُۥ عِندَنَا لَزُلْفَىٰ وَحُسْنَ مَـَٔابٍ٤٠

او بېشكه د هغه لپاره زمونږ په نیز خامخا قرب دى، او (په اخرت كې) د ورتلو ښه ځاى دى

Zakaria Abulsalam