QuranPilotQuranPilot
فُصِّلَتْ

41. سورت فصلت – آیتونه 41–54

سورت فصلت د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

41:41
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِٱلذِّكْرِ لَمَّا جَآءَهُمْ ۖ وَإِنَّهُۥ لَكِتَـٰبٌ عَزِيزٌ٤١

بېشكه هغه كسان چې په ذكر (قرآن) سره كافران شوي دي، كله چې (دا ذكر) دوى ته راغى، په دې حال كې چې یقینًا دغه (ذكر) خامخا ډېر قوي كتاب دى

Zakaria Abulsalam

41:42
لَّا يَأْتِيهِ ٱلْبَـٰطِلُ مِنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِۦ ۖ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ٤٢

باطل ده ته نه د ده له مخې نه راتلى شي او نه د ده له شا نه، د ډېر حكمت والا، ښه ستايل شوي (الله) له جانبه رالېږل شوى دى

Zakaria Abulsalam

41:43
مَّا يُقَالُ لَكَ إِلَّا مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِن قَبْلِكَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ وَذُو عِقَابٍ أَلِيمٍ٤٣

تا ته نه ویل كېږي مګر هغه خبرې چې یقینًا له تا نه مخكې رسولانو ته ويل شوي دي، بېشكه ستا رب خامخا د مغفرت والا او د ډېر دردوونكي عذاب والا دى

Zakaria Abulsalam

41:44
وَلَوْ جَعَلْنَـٰهُ قُرْءَانًا أَعْجَمِيًّا لَّقَالُوا۟ لَوْلَا فُصِّلَتْ ءَايَـٰتُهُۥٓ ۖ ءَا۬عْجَمِىٌّ وَعَرَبِىٌّ ۗ قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ هُدًى وَشِفَآءٌ ۖ وَٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَقْرٌ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ يُنَادَوْنَ مِن مَّكَانٍۭ بَعِيدٍ٤٤

او كه مونږ دا (كتاب) عجمې قرآن ګرځولى وى، (نو) دوى به ضرور ویلى چې ولې د ده ایتونه واضح نه دي بیان شوي، ایا (كتاب) عجمي دى او (نبي يې) عربي دى، ته (دوى ته) ووایه: دغه (قرآن) د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى ؛ هدایت او شفا دى او هغه كسان چې ایمان نه راوړي ؛ د هغوى په غوږونو كې دروندوالى دى، په داسې حال كې چې دغه (قرآن) په دوى ړوندوالى دى. دغه خلق (كفار ګویاكې داسې) دي چې دوى ته له ډېر لرې ځایه اواز كولى شي

Zakaria Abulsalam

41:45
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ فَٱخْتُلِفَ فِيهِ ۗ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَفِى شَكٍّ مِّنْهُ مُرِيبٍ٤٥

او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو په دغه (كتاب) كې اختلاف وكړى شو او كه چېرې هغه كلمه نه وى چې ستا د رب له جانبه ړومبى شوې ده،(نو) خامخا به د دوى په مینځ كې فیصله شوې وى. او بېشكه دوى د ده په هكله خامخا په اضطراب اچوونكي شك كې دي

Zakaria Abulsalam

41:46
مَّنْ عَمِلَ صَـٰلِحًا فَلِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَنْ أَسَآءَ فَعَلَيْهَا ۗ وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّـٰمٍ لِّلْعَبِيدِ٤٦

هر څوك چې نېك عمل كوي، نو د خپل ځان لپاره (يې كوي) او څوك چې بدي كوي، نو ضرر يې په همده دى، او ستا رب په (خپلو) بنده ګانو د هېڅ ظلم كوونكى نه دى

Zakaria Abulsalam

41:47
۞ إِلَيْهِ يُرَدُّ عِلْمُ ٱلسَّاعَةِ ۚ وَمَا تَخْرُجُ مِن ثَمَرَٰتٍ مِّنْ أَكْمَامِهَا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنثَىٰ وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِۦ ۚ وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ أَيْنَ شُرَكَآءِى قَالُوٓا۟ ءَاذَنَّـٰكَ مَا مِنَّا مِن شَهِيدٍ٤٧

خاص همده ته د قیامت علم ورسپارلى شي او هېڅ مېوې له خپلو غلافونو څخه نه راوځي او نه هېڅ یو ښځه حامله كېږي او نه (بچى) زېږوي مګر د دغه (الله) په علم سره او (یاده كړه) هغه ورځ چې دوى ته به (رب) اواز وكړي چې (ستاسو په عقیده) زما شریكان چېرته دي؟ دوى به ووايي: مونږ ته خبر كړې چې (اوس) پر مونږ كې هیڅوك (د دې خبرې) ګواهي كوونكى نشته

Zakaria Abulsalam

41:48
وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَدْعُونَ مِن قَبْلُ ۖ وَظَنُّوا۟ مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٍ٤٨

او له دوى نه به هغه (معبودان) ورك شي چې له دې نه مخكې به دوى بلل او دوى به یقین وكړي چې د دوى لپاره د تېښتې هېڅ ځاى نشته

Zakaria Abulsalam

41:49
لَّا يَسْـَٔمُ ٱلْإِنسَـٰنُ مِن دُعَآءِ ٱلْخَيْرِ وَإِن مَّسَّهُ ٱلشَّرُّ فَيَـُٔوسٌ قَنُوطٌ٤٩

انسان د خیر له غوښتلو نه نه ستړى كېږي او كه ده ته شر (او تكلیف) ورسېږي، نو ډېر ناهېلى، ډېر نا امېده وي

Zakaria Abulsalam

41:50
وَلَئِنْ أَذَقْنَـٰهُ رَحْمَةً مِّنَّا مِنۢ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ هَـٰذَا لِى وَمَآ أَظُنُّ ٱلسَّاعَةَ قَآئِمَةً وَلَئِن رُّجِعْتُ إِلَىٰ رَبِّىٓ إِنَّ لِى عِندَهُۥ لَلْحُسْنَىٰ ۚ فَلَنُنَبِّئَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِمَا عَمِلُوا۟ وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ٥٠

او كه خامخا مونږ په ده له خپل جانب نه رحمت وڅكوو، له هغه تكلیف نه وروسته چې ده ته رسېدلى وي (،نو) خامخا لازمًا به وايي: دا زما (حق) دى او زه د قیامت په هكله ګمان نه كوم چې قايم به شي او خامخا كه زه خپل رب ته بېرته وګرځولى شم، (نو) بېشكه زما لپاره به د هغه په نېز خامخا تر ټولو ښه حالت (جنت) وي، نو مونږ به خامخا لازمًا كافران شوي كسان په خپلو عملونو خبر كړو او خامخا لازمًا به مونږ دوى ته له ډېر سخت عذاب ځنې وڅكوو

Zakaria Abulsalam

41:51
وَإِذَآ أَنْعَمْنَا عَلَى ٱلْإِنسَـٰنِ أَعْرَضَ وَنَـَٔا بِجَانِبِهِۦ وَإِذَا مَسَّهُ ٱلشَّرُّ فَذُو دُعَآءٍ عَرِيضٍ٥١

او كله چې مونږ په انسان باندې انعام وكړو (نو) دى (له حقه) مخ واړوي او خپل جانب (ځان) لرې كړي او كله چې ده ته سختي ورسېږي، نو بیا د ډېرې اوږدې دعا والا وي

Zakaria Abulsalam

41:52
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ثُمَّ كَفَرْتُم بِهِۦ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِى شِقَاقٍۭ بَعِيدٍ٥٢

ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ! كه چېرې دغه (قرآن) د الله له جانبه وي، بیا تاسو په ده سره كافران شئ، (نو) له هغه چا نه لوى ګمراه څوك دى چې په ډېر لرې مخالفت كې وي

Zakaria Abulsalam

41:53
سَنُرِيهِمْ ءَايَـٰتِنَا فِى ٱلْـَٔافَاقِ وَفِىٓ أَنفُسِهِمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ ۗ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدٌ٥٣

ژر ده چې مونږ به دوى ته خپلې نښې په افاقو (د عالم په اطرافو) كې او د دوى په ځانونو كې وښیو، تر دې چې دوى ته ښه څرګند شي چې یقینًا هم دغه (قرآن) حق دى او ایا ستا رب ښه كافي نه دى دا چې یقینًا هغه په هر شي باندې خبردار دى

Zakaria Abulsalam

41:54
أَلَآ إِنَّهُمْ فِى مِرْيَةٍ مِّن لِّقَآءِ رَبِّهِمْ ۗ أَلَآ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَىْءٍ مُّحِيطٌۢ٥٤

خبردار شئ! بېشكه دوى د خپل رب له ملاقات نه په شك كې دي، خبردار شئ! بېشكه هغه په هر شي احاطه كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

مخکینۍ سورت

40. Ghafir

فُصِّلَتْ

د سورت فصلت پای · 54 آیتونه

راتلونکې سورت

42. Ash-Shuraa

Build a steady Quran habit

Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.

Set a reading goal