42. سورت الشورى
سورت الشورى د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
حٰمٓ
— Zakaria Abulsalam
عٓسٓقٓ
— Zakaria Abulsalam
(له شروع نه) هغه همداسې وحي كوي تا ته او هغو (پېغمبرانو) ته چې له تا نه مخكې وو، هغه الله چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
خاص د هغه لپاره هر هغه څه دي په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دغه (الله) ډېر اوچت، ډېر لوى دى
— Zakaria Abulsalam
اسمانونه دې ته نژدې دي چې د خپل له پاسه نه وچوي او ملايك د خپل د رب ستاينې سره تسبیح وايي او د هغه چا لپاره مغفرت غواړي چې په ځمكه كې دي. خبردار شئ! بېشكه الله، هم دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې له ده نه غیر يې نور كارسازان نیولي دي، الله په دوى ښه نګران دى او ته په دوى باندې هېڅ ذمه وار نه يې
— Zakaria Abulsalam
او همداسې مونږ تا ته (دا) عربي قرآن وحي كړو، د دې لپاره چې ته ام القرىٰ (مكه) ووېروې او هغه څوك چې د دې ګېر چاپیره دي او ته (دوى) د جمع كېدلو له ورځې نه ووېروې چې هېڅ شك په كې نشته، یوه ډله به په جنت كې وي او بله ډله به په دوزخ كې وي
— Zakaria Abulsalam
او كه الله غوښتلي وى (نو) دوى به يې خامخا یو امت ګرځولي وو او لېكن هغه په خپل رحمت كې چا ته چې وغواړي داخلوي يې او ظالمان چې دي، د دوى لپاره نه هېڅ كارساز شته او نه مددګار
— Zakaria Abulsalam
ایا دوى له ده (الله) نه غیر كارسازان (او دوستان) نیولي دي، نو هم دغه الله كارساز دى او هم دى مړي راژوندي كوي او هم دى په هر څیز باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
او هر هغه شى چې تاسو په هغه كې اختلاف وكړئ، نو د هغه حكم (فیصله) الله ته ده، دغه الله زما رب دى، خاص په ده باندې ما توكل كړى دى او خاص هم ده ته زه رجوع كوم
— Zakaria Abulsalam
(دغه الله) د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى، تاسو لپاره يې له هم ستاسو له جنس (او ځانونو) نه جوړې پیدا كړي دي او له څارویو نه يې هم قسمونه (پیدا كړي دي)، هغه تاسو په دې طریقې سره خوروي، د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
خاص هم دغه (الله) لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي، هغه چا لپاره چې وغواړي رزق فراخوي او (چا لپاره چې وغواړي) تنګوي يې، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
هغه تاسو لپاره هغه دین مقرر كړى دى چې د هغه وصیت يې نوح ته كړى و او هغه چې مونږ تا ته وحي كړى دى او هغه چې مونږ د هغه وصیت ابراهیم او موسٰى او عیسٰى ته كړى و، چې تاسو دین قايم كړئ او په ده كې مه مختلف كېږئ، په مشركانو باندې هغه شى ډېر دروند دى چې ته دوى هغه ته بلې، الله غوره كوي دې (دین) ته چا ته چې وغواړي او د ده په طرف هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع كوي
— Zakaria Abulsalam
او دوى سره مختلف شوي نه وو مګر وروسته له هغه چې دوى ته علم راغى، په خپل مینځ كې د حسد په وجه، او كه چېرې هغه خبره نه وى چې ستا د رب له جانبه تر ټاكلې نېټې پورې ړومبى شوې ده (، نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله كړى شوې وى اوبېشكه هغه كسان چې له دوى نه وروسته ورته كتاب په میراث كې وركړى شوى دى، خامخا د دغه (قرآن) په هكله په اضطراب اچوونكي شك كې دي
— Zakaria Abulsalam
نو ته همدغه (توحید) ته بلنه كوه او په استقامت اوسه، لكه څنګه چې تا ته حكم دركړى شوى دى او د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته وایه: ما په هر هغه كتاب ایمان راوړى دى چې الله نازل كړى دى او ما ته حكم راكړى شوى دى چې ستاسو په مینځ كې انصاف وكړم، الله زمونږ رب دى او ستاسو رب دى، زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او تاسو لپاره ستاسو عملونه دي (حق ښه واضح شو، نو زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مينځ كې هېڅ جګړه نشته، الله به مونږ ټول سره راجمع كړي او خاص همده ته بېرته ورتلل دي
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې د الله په باره كې وروسته له دې جګړې كوي چې د هغه دعوت قبول كړى شو، د دغو كسانو جګړه كول د دوى د رب په نېز باطل دي او په دوى غضب دى او د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
الله هغه ذات دى چې كتاب يې په حقه سره نازل كړى دى او تله (ميزان) يې هم او تا څه شى خبروي، ښايي چې قیامت ډېر نژدې وي
— Zakaria Abulsalam
دغه (قیامت) هغه كسان په تلوار سره غواړي چې په ده ایمان نه لري او هغه كسان چې (په ده) يې ایمان راوړى دى، له ده نه وېرېدونكي دي او دوى پوهېږي چې یقینًا دا حق دى، خبردار شئ! بېشكه هغه كسان چې د قیامت په باره كې جګړې (او شكونه) كوي، یقینًا په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي
— Zakaria Abulsalam
الله په خپلو بنده ګانو ډېر مهربان دى، هغه روزي وركوي چا ته چې وغواړي، او هم دى ډېر زورور، ښه غالب دى
— Zakaria Abulsalam
هر هغه څوك چې د اخرت فصل غواړي، نو مونږ به د ده لپاره د ده په فصل كې زیاتوالى وكړو او هر هغه څوك چې د دنیا فصل غواړي (نو) مونږ به ده ته له دغې (دنیا) نه څه وركړو او د ده لپاره به په اخرت كې هېڅ برخه نه وي
— Zakaria Abulsalam
ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اذن نه دى كړى او كه چېرې د فیصلې خبره نه وى (نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله شوې وى او بېشكه ظالمان چې دي، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
ته به ظالمان (مشركان) وینې چې د خپل كړي عمل (له انجام) نه به وېرېدونكي وي، په دې حال كې چې هغه په دوى پرېوتونكى دى، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د جنتونو په باغېچو كې به وي د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي، هم دغه ډېر لوى فضل دى
— Zakaria Abulsalam
دغه دى هغه شى چې الله يې خپلو هغو بنده ګانو ته زېرى وركوي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، ته (دوى ته) ووایه: زه له تاسو نه په دغه (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (مزدوري) نه غواړم، لېكن په خپلوۍ كې مینه (د خپلولۍ مينه) (غواړم) او هر هغه څوك چې نېكي وكړي مونږ به هغه ته په دغې (نېكۍ) ښايست ورزیات كړو، بېشكه اللٰه ډېر مغفرت كوونكى ډېر قدردان (شكر قبلوونكى) دى
— Zakaria Abulsalam
ایا دوى وايي چې ده په الله باندې له ځانه دروغ تړلي دي، نو كه الله وغواړي ستا په زړه به مهر ولګوي او الله باطل محوه كوي او په خپلو كلماتو سره حق ثابتوي، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
او دى همغه ذات دى چې د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او د بدیو معافي كوي او په هغو كارونو پوهېږي چې تاسو يې كوئ
— Zakaria Abulsalam
او د هغو كسانو دعاګانې قبلوي چې ایمان يې راوړى دى اونېك عملونه يې كړي دي او له خپل فضله دوى ته زیات وركوي، او كافران (چې دي) د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
او كه چېرې الله د خپلو بنده ګانو لپاره روزي فراخه كړي، نو دوى به په ځمكه كې خامخا سركشي وكړي او لېكن هغه په یوې اندازې سره څومره چې وغواړې نازلوي يې، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او دى همغه ذات دى چې باران وروي، وروسته له دې چې دوى نا امېده شي او هغه خپل رحمت خوروي او هم دى ښه كارساز، ښه ستايل شوى دى
— Zakaria Abulsalam
او د ده له نښو څخه د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او د هغو زنده سرو (خوځندهوو پیدا كول دي) چې ده په دغو دواړو كې خواره كړي دي او دغه (الله) چې كله وغواړي د دغو (څیزونو) په راجمع كولو ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
او تاسو ته چې څه مصیبت هم رسي، نو په سبب د هغو كارونو چې ستاسو لاسونو كړي دي او ډېر (ګناهونه) معاف كوي
— Zakaria Abulsalam
او تاسو په ځمكه كې (الله لره) له سره عاجزه كوونكي نه يئ او د تاسو لپاره له الله نه غیر نه څوك دوست (او كارساز) شته او نه مددګار
— Zakaria Abulsalam
او د هغه له نښو څخه په سمندر كې روانې بېړۍ دي، چې دغرونو په شان دي
— Zakaria Abulsalam
كه هغه (الله) وغواړي، نو هوا به ودروي، نو دغه (بېړۍ) به د ده په شا ولاړې پاتې شي، بېشكه په دغو كې د هر صبرناك او ډېر شكر ایستونكي لپاره یقینًا ډېرې نښې دي
— Zakaria Abulsalam
یا به دغه (بېړۍ) هلاكې (ډوبې) كړي، په سبب د هغو (ګناهونو) چې دغو (خلقو) كړي دي او (كه وغواړي) ډېر (ګناهونه) معاف كوي
— Zakaria Abulsalam
او چې هغه كسان پوه شي چې زمونږ په ایتونو كې جګړې كوي، چې د دوى لپاره د خلاصي هېڅ ځاى نشته
— Zakaria Abulsalam
پس تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو (دغه) د دنيايي ژوند فايده ده، او هغه (ثواب) چې د الله په نېز دى (هغه) ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى او خاص په خپل رب باندې توكل كوي
— Zakaria Abulsalam
او د هغو كسانو لپاره چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي او چې كله هم په غضب شي (نو) دوى بخښنه كوي
— Zakaria Abulsalam
او د هغو كسانو لپاره چې د خپل رب حكم مني او لمونځ قايموي او د دوى كار په خپل مینځ كې په مشورې سره وي او ځینې له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى ؛ انفاق كوي
— Zakaria Abulsalam
او د هغو كسانو لپاره چې دوى ته (د كافرانو له خوا) ظلم ورسېږي (نو) دوى ( له هغو نه) انتقام اخلي
— Zakaria Abulsalam
او د بدۍ بدله د هغې په شان بدي ده، نو هغه څوك چې معافي وكړي او اصلاح وكړي نو د ده اجر په الله دى، بېشكه هغه (الله) ظالمان نه خوښوي
— Zakaria Abulsalam