QuranPilotQuranPilot
الشُّورَىٰ

42. سورت الشورى – آیتونه 41–53

سورت الشورى د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

42:41
وَلَمَنِ ٱنتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِۦ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ مَا عَلَيْهِم مِّن سَبِيلٍ٤١

او یقینًا هغه څوك چې په خپل ځان له ظلم كېدو نه پس بدل واخلي، نو دغه كسان (دي چې) په دوى (د ملامتیا) هېڅ لار نشته

Zakaria Abulsalam

42:42
إِنَّمَا ٱلسَّبِيلُ عَلَى ٱلَّذِينَ يَظْلِمُونَ ٱلنَّاسَ وَيَبْغُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ٤٢

بېشكه همدا خبره ده چې (د ملامتیا) لار خو په هغو كسانو ده چې په خلقو ظلم كوي او په ځمكه كې ناحقه سركشي كوي، دغه كسان (دي چې) د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

Zakaria Abulsalam

42:43
وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ ٱلْأُمُورِ٤٣

او يقينًا هغه څوك چې صبر يې وكړ او بخښنه يې وكړه، بېشكه دغه (صبر او بخښنه) خامخا له غوره كارونو څخه دي

Zakaria Abulsalam

42:44
وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن وَلِىٍّ مِّنۢ بَعْدِهِۦ ۗ وَتَرَى ٱلظَّـٰلِمِينَ لَمَّا رَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ يَقُولُونَ هَلْ إِلَىٰ مَرَدٍّ مِّن سَبِيلٍ٤٤

او هر هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د ده لپاره له دغه (الله) نه پس هېڅ دوست (او حمایتي) نشته او ته به ظالمان وینې، كله چې دوى عذاب وویني، دوى به وايي: ایا بېرته تللو ته څه لار شته؟

Zakaria Abulsalam

42:45
وَتَرَىٰهُمْ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا خَـٰشِعِينَ مِنَ ٱلذُّلِّ يَنظُرُونَ مِن طَرْفٍ خَفِىٍّ ۗ وَقَالَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّ ٱلْخَـٰسِرِينَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۗ أَلَآ إِنَّ ٱلظَّـٰلِمِينَ فِى عَذَابٍ مُّقِيمٍ٤٥

او ته به دوى وینې چې په دغه (اور) به پیش كولى شي، په داسې حال كې چې د ذلت په وجه به وېرېدونكي وي، دوى به د سترګو له ګوټونو نه ګوري او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي: بېشكه تاوانیان خو هغه كسان وي چې د قیامت په ورځ يې خپل ځان او خپلې كورنۍ ته تاوان ورساوه، خبردار شئ! بېشكه ظالمان به په دايمي (همېشني) عذاب كې وي

Zakaria Abulsalam

42:46
وَمَا كَانَ لَهُم مِّنْ أَوْلِيَآءَ يَنصُرُونَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ ۗ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن سَبِيلٍ٤٦

او د دغو لپاره به هیڅوك دوستان نه وي چې له الله نه غیر له دوى سره مدد وكړي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي نو د ده لپاره هېڅ لاره نشته

Zakaria Abulsalam

42:47
ٱسْتَجِيبُوا۟ لِرَبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهُۥ مِنَ ٱللَّهِ ۚ مَا لَكُم مِّن مَّلْجَإٍ يَوْمَئِذٍ وَمَا لَكُم مِّن نَّكِيرٍ٤٧

تاسو د خپل رب حكم ومنئ مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې د الله له طرفه هغې لره هېڅ رد (او ګرځول) نشته، په دغه ورځ كې به تاسو لپاره هېڅ پناه ځاى نه وي او نه به څه انكار وي

Zakaria Abulsalam

42:48
فَإِنْ أَعْرَضُوا۟ فَمَآ أَرْسَلْنَـٰكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ۖ إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ۗ وَإِنَّآ إِذَآ أَذَقْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَإِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ كَفُورٌ٤٨

نو كه دوى مخ وګرځوي، نو ته مونږ په دوى باندې نګران نه يې لېږلى، په تا خو يواځې تبلیغ كول دي، بېشكه مونږ كله چې په انسان له خپل جانب نه رحمت وڅكوو (نو) هغه په ده سره خوشحاله شي او كه چېرې دوى ته تكلیف ورسېږي په سبب د هغو (ګناهونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي بیا خو دغه انسان یقینًا ډېر ناشكره دى

Zakaria Abulsalam

42:49
لِّلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ ۚ يَهَبُ لِمَن يَشَآءُ إِنَـٰثًا وَيَهَبُ لِمَن يَشَآءُ ٱلذُّكُورَ٤٩

خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، څه چې وغواړي هغه پیدا كوي چا ته چې وغواړي جینكۍ وركوي او چا ته چې وغواړي هلكان وركوي

Zakaria Abulsalam

42:50
أَوْ يُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَإِنَـٰثًا ۖ وَيَجْعَلُ مَن يَشَآءُ عَقِيمًا ۚ إِنَّهُۥ عَلِيمٌ قَدِيرٌ٥٠

یا دوى ته هلكان او جینكۍ جمع كوي (دواړه وركوي) او چا ته چې وغواړي شنډ (او) شنډه يې وګرځوي، بېشكه هغه، ښه عالم، ښه قادر دى

Zakaria Abulsalam

42:51
۞ وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ ٱللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَآئِ حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِىَ بِإِذْنِهِۦ مَا يَشَآءُ ۚ إِنَّهُۥ عَلِىٌّ حَكِيمٌ٥١

او د هېڅ انسان لپاره ممكن نه و چې الله ورسره خبرې وكړي مګر په وحي سره، یا له پردې نه شا ته، یا استاځى راولېږي، پس دغه د ده په حكم سره ورسوي هغه چې هغه (الله) يې غواړي، بېشكه دى، ډېر اوچت، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

42:52
وَكَذَٰلِكَ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا ۚ مَا كُنتَ تَدْرِى مَا ٱلْكِتَـٰبُ وَلَا ٱلْإِيمَـٰنُ وَلَـٰكِن جَعَلْنَـٰهُ نُورًا نَّهْدِى بِهِۦ مَن نَّشَآءُ مِنْ عِبَادِنَا ۚ وَإِنَّكَ لَتَهْدِىٓ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ٥٢

او همداسې مونږ په خپل امر سره تا ته د روح (قرآن) وحي راولېږله، ته نه پوهېدلى چې كتاب څه شى دى او نه (پوهېدى چې) ایمان (څه شى دى) او لېكن مونږ دغه (كتاب) رڼا ګرځولى دى چې په ده سره مونږ په خپلو بنده ګانو كې چې چا ته وغواړو هدایت وركوو او بېشكه یقینًا ته نېغې لارې ته ښوونه كوي

Zakaria Abulsalam

42:53
صِرَٰطِ ٱللَّهِ ٱلَّذِى لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ ۗ أَلَآ إِلَى ٱللَّهِ تَصِيرُ ٱلْأُمُورُ٥٣

د هغه الله لارې ته چې خاص هغه لره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي. اګاه شئ! خاص الله ته ټول كارونه بېرته ګرځي

Zakaria Abulsalam

مخکینۍ سورت

41. Fussilat

الشُّورَىٰ

د سورت الشورى پای · 53 آیتونه

راتلونکې سورت

43. Az-Zukhruf

Build a steady Quran habit

Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.

Set a reading goal