QuranPilotQuranPilot
التَّحْرِيمُ

66. سورت التحريم

سورت التحريم د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful

66:1
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَآ أَحَلَّ ٱللَّهُ لَكَ ۖ تَبْتَغِى مَرْضَاتَ أَزْوَٰجِكَ ۚ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ١

اى نبي! ته ولې هغه شى حراموې (بندوې) چې الله تا ته حلال كړى دى؟ ته د خپلو ښځو خوشحالول (او راضی كول) غواړې او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

66:2
قَدْ فَرَضَ ٱللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَـٰنِكُمْ ۚ وَٱللَّهُ مَوْلَىٰكُمْ ۖ وَهُوَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْحَكِيمُ٢

یقینًا الله تاسو لپاره ستاسو د قسمونو حلالوالى مقرر كړى دى او الله ستا مددګار دى، او هم دى ښه پوه، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

66:3
وَإِذْ أَسَرَّ ٱلنَّبِىُّ إِلَىٰ بَعْضِ أَزْوَٰجِهِۦ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِۦ وَأَظْهَرَهُ ٱللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُۥ وَأَعْرَضَ عَنۢ بَعْضٍ ۖ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِۦ قَالَتْ مَنْ أَنۢبَأَكَ هَـٰذَا ۖ قَالَ نَبَّأَنِىَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْخَبِيرُ٣

او (یاد كړه) هغه وخت چې نبي په خپلو ښځو كې كومې ته په راز كې یوه خبره وویله، نو كله چې هغې په دې سره (بلې ته) خبر وركړ او الله ده ته دغه (خبره) ښكاره كړه (نو) ده ځینې خبره وښودله او له ځینې نه يې اعراض وكړ، نو كله چې ده هغه (ښځه) په دې خبره كړه (نو) هغې وویل: ته په دې باندې چا خبر كړې؟ ده وویل: ما ته ډېر پوه (او) ښه خبردار ذات خبر راكړ

Zakaria Abulsalam

66:4
إِن تَتُوبَآ إِلَى ٱللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا ۖ وَإِن تَظَـٰهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ ٱللَّهَ هُوَ مَوْلَىٰهُ وَجِبْرِيلُ وَصَـٰلِحُ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۖ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ بَعْدَ ذَٰلِكَ ظَهِيرٌ٤

كه چېرې تاسو دواړه الله ته توبه وباسئ، نو یقینًا ستاسو د دواړو زړونه مايله شوي دي او كه د ده (نبي) په خلاف تاسو یوه له بلې سره مدد وكړئ، نو بېشكه چې الله، همغه د ده مددګار دى او جبریل او صالح مومنان او ملايك له دې نه پس مددګاران دي

Zakaria Abulsalam

66:5
عَسَىٰ رَبُّهُۥٓ إِن طَلَّقَكُنَّ أَن يُبْدِلَهُۥٓ أَزْوَٰجًا خَيْرًا مِّنكُنَّ مُسْلِمَـٰتٍ مُّؤْمِنَـٰتٍ قَـٰنِتَـٰتٍ تَـٰٓئِبَـٰتٍ عَـٰبِدَٰتٍ سَـٰٓئِحَـٰتٍ ثَيِّبَـٰتٍ وَأَبْكَارًا٥

كه دى تاسو ته طلاق دركړي (، نو) امېد دى چې د ده رب به ده ته په بدل كې له تاسو نه ډېرې غوره ښځې وركړي، چې مسلمانانې، مومنانې، اطاعت ګزارې، توبه اېستونكې، عبادت كوونكې، روژه نیوونكې، (هجرت كوونكې) څښتن لیدلې او پېغلې به وي

Zakaria Abulsalam

66:6
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا ٱلنَّاسُ وَٱلْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَـٰٓئِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا يَعْصُونَ ٱللَّهَ مَآ أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ٦

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل ځانونه او خپل اهل له داسې اور نه بچ وساتئ چې د هغه خشاك خلق او كاڼي دي، په ده باندې ډېر سخت خویه، قوتناك ملايك مقرر دي، چې دوى په هغه څه كې د الله نافرمانۍ نه كوي چې دوى ته يې حكم كړى وي او دوى هغه څه كوي چې دوى ته يې حكم كولى شي

Zakaria Abulsalam

66:7
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَا تَعْتَذِرُوا۟ ٱلْيَوْمَ ۖ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ٧

اى هغو كسانو چې كافران شوي دي! تاسو نن ورځ عذرونه مه وړاندې كوئ، بېشكه همدا خبره ده چې تاسو ته به د هغه څه بدله دركولى شي چې تاسو به كول

Zakaria Abulsalam

66:8
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ تُوبُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ يَوْمَ لَا يُخْزِى ٱللَّهُ ٱلنَّبِىَّ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ ۖ نُورُهُمْ يَسْعَىٰ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَـٰنِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَٱغْفِرْ لَنَآ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ٨

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو الله ته توبه وباسئ خالصه رښتینې توبه، امېد دى چې ستاسو رب به له تاسو نه ستاسو ګناهونه ورژوي او تاسو به داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په هغه ورځ كې چې الله به نبي او هغه كسان چې له ده سره يې ایمان راوړى دى رسوا نه كړي، د دوى رڼا به د دوى په وړاندې او د دوى په ښي اړخ منډې وهي، دوى به وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ رڼا پوره كړه او مونږ وبخښه، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې

Zakaria Abulsalam

66:9
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ جَـٰهِدِ ٱلْكُفَّارَ وَٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَٱغْلُظْ عَلَيْهِمْ ۚ وَمَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ٩

اى نبي! ته له كافرانو او منافقانو سره جهاد كوه او په دوى باندې سختي كوه او د دوى استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى

Zakaria Abulsalam

66:10
ضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱمْرَأَتَ نُوحٍ وَٱمْرَأَتَ لُوطٍ ۖ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَـٰلِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا وَقِيلَ ٱدْخُلَا ٱلنَّارَ مَعَ ٱلدَّٰخِلِينَ١٠

الله د هغو كسانو لپاره مثال بیانوي چې كافران شوي دي: د نوح ښځه او د لوط ښځه، دا دواړه زمونږ په بنده ګانو كې ددوه نېكو بنده ګانو لاندې وې، نو دغو دواړو (ښځو) له هغو سره خیانت وكړ، نو هغوى د الله په مقابله كې د دوى هېڅ په كار رانغلل او دغو دواړو (ښځو) ته وویل شول چې تاسو اور ته له ننوتونكو سره ننوځئ

Zakaria Abulsalam

66:11
وَضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱمْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ٱبْنِ لِى عِندَكَ بَيْتًا فِى ٱلْجَنَّةِ وَنَجِّنِى مِن فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِۦ وَنَجِّنِى مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّـٰلِمِينَ١١

او الله د ایمان راوړونكو لپاره یو بل مثال بیانوي: د فرعون ښځه ده، كله چې هغې وویل: اى زما ربه! ته ما ته زما لپاره خپلې خوا كې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ته ما له فرعون او د هغه له عمل نه خلاصه كړه او ته ما ته له ظالم قوم نه نجات راكړه

Zakaria Abulsalam

66:12
وَمَرْيَمَ ٱبْنَتَ عِمْرَٰنَ ٱلَّتِىٓ أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِن رُّوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَـٰتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِۦ وَكَانَتْ مِنَ ٱلْقَـٰنِتِينَ١٢

او د عمران لور مریم ده، هغه چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، پس مونږ له خپل روح نه په ده كې پوكى وواهه او دې د خپل رب د كلمو (خبرو) او د هغه د كتابونو تصدیق كړى و او دا له حكم منونكو ځنې وه

Zakaria Abulsalam

مخکینۍ سورت

65. At-Talaq

التَّحْرِيمُ

د سورت التحريم پای · 12 آیتونه

راتلونکې سورت

67. Al-Mulk

Build a steady Quran habit

Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.

Set a reading goal