67. سورت الملك
سورت الملك د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
ډېر بركت والا دى هغه ذات چې خاص د هغه په لاس كې بادشاهي ده، او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پیدا كړى دى، د دې لپاره چې تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ كوم یو ډېر ښه دى او هم دى ښه غالب، ډېر بخښونكى دى
— Zakaria Abulsalam
هغه (الله) چې اوه اسمانونه يې طبقې طبقې (لاندې باندې) پیدا كړي دي، ته به د رحمٰن په پیداكونه كې هېڅ خلل (او فرق)، ونه وینې، پس سترګې بېرته راواړه، ایا ته كوم څیرې والى (او چاود) وینې
— Zakaria Abulsalam
بیا سترګې راواړه دوه ځلې، تا ته به سترګې بېرته راوګرځي، چې ذلیله به وي، په دې حال كې چې ستړې ستومانه به وي
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ دا تر ټولو نژدې اسمان په ډېوو (ستوریو) سره ښايسته كړى دى او مونږ دغه (ډېوې، یعنې ستوري) د شیطانانو د وېشتلو لپاره ذریعې جوړې كړې دي او مونږ د دوى لپاره ډېر سوځوونكى عذاب تیار كړى دى
— Zakaria Abulsalam
او د هغو كسانو لپاره چې په خپل رب باندې كافران شوي دي د جهنم عذاب دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى
— Zakaria Abulsalam
كله چې دوى په ده كې وغورځول شي دوى به د ده (لكه د خر) بد اواز واوري، په داسې حال كې چې دا به خوټكېږي
— Zakaria Abulsalam
نژدې به وي چې دى له غصې نه ټوټې شي، هر وارې چې په ده كې یوه ډله وغورځول شي (نو) له دوى نه به د دغه (دوزخ) څوكیداران پوښتنه وكړي چې ایا تاسو ته وېروونكى (پېغمبر) نه و راغلى؟
— Zakaria Abulsalam
دوى به وايي: ولې نه! یقینًا مونږ ته وېروونكى راغلى و، پس مونږ (د هغه) تكذیب وكړ (هغه مو دروغجن وګاڼه) او مونږ وویل چې الله هېڅ شى هم نه دى نازل كړى، نه یئ تاسو مګر په ډېره لویه ګمراهۍ كې
— Zakaria Abulsalam
او دوى به وايي: كه چېرې مونږ اورېدل كولى، یا مو له عقل نه كار اخيستلى (نو) مونږ به (نن) د دوزخ په ملګرو كې نه وى
— Zakaria Abulsalam
نو دوى د خپلو ګناهونو اقرار وكړ، نو د دوزخ والاو لپاره (د الله له رحمت نه) لرې والى دى
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې له خپل رب نه په غیبو (نالېدلو) سره وېرېږي، د دوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر دى
— Zakaria Abulsalam
او تاسو خپله خبره پټه وكړئ، یا تاسو هغه ښكاره وكړئ، بېشكه هغه (الله) د سینو په پټو خبرو هم ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
ایا هغه ذات به نه پوهېږي چې يې (هر څه) پیدا كړي دي (ولې نه!) او هم دى ډېر باریك بین، ښه خبردار دى
— Zakaria Abulsalam
دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې ځمكه تابع ګرځولې ده، نو تاسو د دې په اوږو (اطرافو، لارو) كې ګرځئ او د دغه (الله) له رزق نه خورئ او خاص ده ته (ستاسو) بیا ژوندي راپورته كېدل دي
— Zakaria Abulsalam
ایا تاسو په امن (او بې وېرې) شوي يئ له هغه ذات نه چې په اسمان كې دى، له دې نه چې هغه تاسو په ځمكه كې ښكته ننباسي، بیا دغه (ځمكه) ناڅاپه لړزان شروع كړي
— Zakaria Abulsalam
ایا تاسو له هغه ذات، نه چې په اسمان كې دى په امن (او بې وېرې) شوي یئ، له دې نه چې پر تاسو باندې د كاڼو باران راخوشې كړي، نو چې تاسو به ژر پوه شئ چې زما وېرول څنګه دي
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا هغو كسانو (د خپلو رسولانو) تكذیب كړى و چې له دغو خلقو نه مخكې وو، نو زما انكار او عذاب څنګه وو؟
— Zakaria Abulsalam
او ایا دوى د خپل (سر) له پاسه مرغانو ته نه دي كتلي، په داسې حال كې چې خپل وزرونه پرانستونكي وي او ټولوي يې، دوى (له پرېوتلو نه) نه راټینګوي مګر رحمن ذات، بېشكه هغه هر شي لره ښه ليدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
ایا څوك دى هغه كس (اى مشركانو!) چې هغه ستاسو لپاره لښكر دى چې له رحمٰن نه غیر به ستاسو مدد وكړي، كافران نه دي مګر په دوكه (او غولېدلو) كې
— Zakaria Abulsalam
ایا څوك دى هغه ذات چې تاسو ته به روزي دركړي كه چېرې هغه (الله) خپل رزق بند كړي بلكې دوى په سركشۍ او تېښته كې ننوتلي (او پاخه شوي) دي
— Zakaria Abulsalam
ایا نو هغه څوك چې په خپل مخ باندې نسكور ځي ښه لار موندونكى دى، يا هغه څوك چې په نېغه لار سم برابر روان دى؟
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړي یئ او تاسو لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړي دي (خو) تاسو ډېر لږ شكر وباسئ
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه چې دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خواره كړي یئ او خاص ده ته به تاسو ورجمع كولى شئ
— Zakaria Abulsalam
او دوى وايي چې دغه (د قیامت) وعده به كله وي، كه تاسو رښتیني یئ؟
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه چې بېشكه (د قیامت) علم خو يواځې الله ته دى او بېشكه زه خو يواځې ښكاره وېروونكى یم
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې دوى دغه (عذاب) ډېر نژدې وویني (نو) د هغو كسانو مخونه به بدشكله (او تور) شي چې كافران شوي وو او وبه ویل شي چې دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به دا ژر غوښته
— Zakaria Abulsalam
(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ! كه چېرې الله ما او هغه كسان چې زما سره دي، هلاك (او مړه) كړي، یا پر مونږ رحم وكړي، نو څوك دى چې كافران به له ډېر دردونكي عذاب نه بچ كړي؟
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: هم دغه (الله) رحمٰن دى، مونږ په ده ایمان راوړى دى او مونږ خاص په ده باندې توكل كړى دى، نو تاسو به ژر پوه شئ چې هغه څوك دى چې په ښكاره ګمراهۍ كې دى
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه چې تاسو ما ته خبر راكړئ! كه چېرې ستاسو اوبه (په ځمكه كې) ډېرې ښكته لاړې شي، نو څوك دى چې تاسو ته به روانې اوبه راولي؟
— Zakaria Abulsalam
Learning plans for Surah Al-Mulk
Structured daily lessons to study this surah with reflection and consistency.
Browse all learning plans →Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.