24:53
۞ وَأَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَـٰنِهِمْ لَئِنْ أَمَرْتَهُمْ لَيَخْرُجُنَّ ۖ قُل لَّا تُقْسِمُوا۟ ۖ طَاعَةٌ مَّعْرُوفَةٌ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ٥٣
او دوى په الله قسمونه وخوړل، سخت پاخه قسمونه: خامخا كه ته دوى ته (جهاد ته د وتلو) امر وكړې (نو) دوى به خامخا ضرور وځي، ته (دوى ته) ووایه: تاسو (د دروغو) قسمونه مه خورئ، (له تاسو مطلوب) نېك طاعت دى، بېشكه الله ښه خبردار دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ
— Zakaria Abulsalam