QuranPilotQuranPilot

الْبَقَرَةُ

البقرة 2:25

Read full البقرة

2:25
وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۖ كُلَّمَا رُزِقُوا۟ مِنْهَا مِن ثَمَرَةٍ رِّزْقًا ۙ قَالُوا۟ هَـٰذَا ٱلَّذِى رُزِقْنَا مِن قَبْلُ ۖ وَأُتُوا۟ بِهِۦ مُتَشَـٰبِهًا ۖ وَلَهُمْ فِيهَآ أَزْوَٰجٌ مُّطَهَّرَةٌ ۖ وَهُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ٢٥

او زېرى وركړه هغو كسانو ته چې ايمان يې راوړى دى او نېك عمل يې كړى دى، چې يقينًا د دوى لپاره (داسې) جنتونه دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، هر ځلې چې دوى ته له هغو (جنتونو) نه څه مېوه د خوراك لپاره وركړى شي، نو دوى به وايي: دا خو هماغه ده چې مونږ ته مخكې راكړى شوې وه، او دوى ته به هغه يو له بله مُشابه (يو شانته) وركول كېږي، او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې ډېرې پاكې بيبيانې (ښځې) دي، او دوى به په دغو كې همېشه وي

Zakaria Abulsalam