2:232
وَإِذَا طَلَّقْتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوهُنَّ أَن يَنكِحْنَ أَزْوَٰجَهُنَّ إِذَا تَرَٰضَوْا۟ بَيْنَهُم بِٱلْمَعْرُوفِ ۗ ذَٰلِكَ يُوعَظُ بِهِۦ مَن كَانَ مِنكُمْ يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ ۗ ذَٰلِكُمْ أَزْكَىٰ لَكُمْ وَأَطْهَرُ ۗ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ٢٣٢
او كله چې تاسو ښځو ته (رجعي) طلاق وركړئ، بیا هغوى خپلې نېټې ته ورسېږي (او عدت يې پوره شي) نو تاسو دوى مه منع كوئ (له دې نه) چې دوى له خپلو پخوانيو خاوندانو سره (دوباره) نكاح وكړي، كله چې دوى په خپل مينځ كې د دستور مطابق راضي شي، دا (حكم چې دى)، په ده سره هغه چا ته وعظ كولى شي چې په تاسو كې پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان لري، دا تاسو لپاره ډېر غوره او ډېر پاكیزه دى، او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam