2:13
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ ءَامِنُوا۟ كَمَآ ءَامَنَ ٱلنَّاسُ قَالُوٓا۟ أَنُؤْمِنُ كَمَآ ءَامَنَ ٱلسُّفَهَآءُ ۗ أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ ٱلسُّفَهَآءُ وَلَـٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ١٣
او كله چې دوى ته وويل شي: تاسو ايمان راوړئ، لكه څنګه چې خلقو (صحابه وو) ايمان راوړى دى، نو دوى وايي: ايا مونږ ايمان راوړو، لكه څنګه چې بې وقوفو (كم عقلو) ايمان راوړى دى؟ خبردار! يقينًا همدوى بې وقوفه دي، او لېكن دوى نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam