QuranPilotQuranPilot
الْعَنْكَبُوتُ

29. سورت العنكبوت – آیتونه 41–69

سورت العنكبوت د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

29:41
مَثَلُ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَوْلِيَآءَ كَمَثَلِ ٱلْعَنكَبُوتِ ٱتَّخَذَتْ بَيْتًا ۖ وَإِنَّ أَوْهَنَ ٱلْبُيُوتِ لَبَيْتُ ٱلْعَنكَبُوتِ ۖ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ٤١

د هغو كسانو حال چې له الله نه غیر يې دوستان (او كارسازي) نیولي دي د غڼې (جولاګي) د حال په شان دى، چې یو كور جوړ كړي، او بېشكه په كورونو كې تر ټولو كمزورى كور خامخا د جولاګي كور دى كه چېرې دوى پوهېدلى (نو د غیر الله عبادت به يې نه كاوه)

Zakaria Abulsalam

29:42
إِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ مِن شَىْءٍ ۚ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ٤٢

بېشكه الله په هر هغه شي عالم دى چې دوى يې له هغه نه غیر بلي او همغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

29:43
وَتِلْكَ ٱلْأَمْثَـٰلُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ ۖ وَمَا يَعْقِلُهَآ إِلَّا ٱلْعَـٰلِمُونَ٤٣

او دغه مثالونه، مونږ دغه د خلقو لپاره بیانوو او په دوى نه پوهېږي مګر پوه خلق

Zakaria Abulsalam

29:44
خَلَقَ ٱللَّهُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ٤٤

الله اسمانونه او ځمكه په حق سره پیدا كړي دي، بېشكه په دې كې د مومنانو لپاره خامخا لویه نښه ده

Zakaria Abulsalam

29:45
ٱتْلُ مَآ أُوحِىَ إِلَيْكَ مِنَ ٱلْكِتَـٰبِ وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ ۖ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ تَنْهَىٰ عَنِ ٱلْفَحْشَآءِ وَٱلْمُنكَرِ ۗ وَلَذِكْرُ ٱللَّهِ أَكْبَرُ ۗ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ٤٥

ته هغه لوله چې تا ته وحي كړى شوى دى، چې كتاب (او قرآن) دى او لمونځ قايموه، بېشكه لمونځ (لمونځ كوونكي لره) له بې حیایۍ او بدكار نه منع كوي او خامخا د الله یادول ډېر لوى دي او الله پوهېږي په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ

Zakaria Abulsalam

29:46
۞ وَلَا تُجَـٰدِلُوٓا۟ أَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ إِلَّا بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ إِلَّا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْهُمْ ۖ وَقُولُوٓا۟ ءَامَنَّا بِٱلَّذِىٓ أُنزِلَ إِلَيْنَا وَأُنزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَـٰهُنَا وَإِلَـٰهُكُمْ وَٰحِدٌ وَنَحْنُ لَهُۥ مُسْلِمُونَ٤٦

او تاسو له اهل كتابو سره جګړه مه كوئ مګر په هغې (طریقې) سره چې هغه تر ټولو ښه وي، غیر له هغو كسانو نه چې ظلم وكړي له دوى ځنې او تاسو وايئ: مونږ په هغه (كتاب) ایمان راوړى دى چې مونږ ته نازل كړى شوى دى او ( په هغه كتاب) چې تاسو ته نازل كړى شوى دى او زمونږ معبود او ستاسو معبود یو دى او مونږ خاص هغه ته غاړه ايښودونكي یو

Zakaria Abulsalam

29:47
وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ ۚ فَٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ يُؤْمِنُونَ بِهِۦ ۖ وَمِنْ هَـٰٓؤُلَآءِ مَن يُؤْمِنُ بِهِۦ ۚ وَمَا يَجْحَدُ بِـَٔايَـٰتِنَآ إِلَّا ٱلْكَـٰفِرُونَ٤٧

او هم داسې مونږ تا ته كتاب نازل كړ، نو هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى هغوى په ده (قرآن) ایمان راوړي او له دغو (عربو) نه ځینې هغه دي چې په ده ایمان راوړي او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر كافران

Zakaria Abulsalam

29:48
وَمَا كُنتَ تَتْلُوا۟ مِن قَبْلِهِۦ مِن كِتَـٰبٍ وَلَا تَخُطُّهُۥ بِيَمِينِكَ ۖ إِذًا لَّٱرْتَابَ ٱلْمُبْطِلُونَ٤٨

او له دې (قرآن) نه مخكې نه تا كوم كتاب لوسته او نه تا د غه په خپل ښي لاس سره لیكه، (كه ته داسې وى نو) په دغه وخت كې به باطل پرستو شك كاوه

Zakaria Abulsalam

29:49
بَلْ هُوَ ءَايَـٰتٌۢ بَيِّنَـٰتٌ فِى صُدُورِ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ ۚ وَمَا يَجْحَدُ بِـَٔايَـٰتِنَآ إِلَّا ٱلظَّـٰلِمُونَ٤٩

بلكې دغه (قرآن) ښكاره ایتونه دي د هغو خلقو په سینو كې چې هغوى ته علم وركړى شوى دى او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر ظالمان

Zakaria Abulsalam

29:50
وَقَالُوا۟ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ ءَايَـٰتٌ مِّن رَّبِّهِۦ ۖ قُلْ إِنَّمَا ٱلْـَٔايَـٰتُ عِندَ ٱللَّهِ وَإِنَّمَآ أَنَا۠ نَذِيرٌ مُّبِينٌ٥٠

او دوى وايي: په ده باندې د خپل رب له جانبه نښې (معجزې) ولې نه نازلولى شي؟ ته (دوى ته) ووایه: بېشكه معجزې خو يواځې له الله سره دي، بېشكه زه خو بس ښكاره وېروونكى یم

Zakaria Abulsalam

29:51
أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّآ أَنزَلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَىٰ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ٥١

ایا دوى ته دا كافي نه دي چې بېشكه مونږ په تاكتاب نازل كړى دى، په دې حال كې چې دوى ته لوستل كېږي، بېشكه چې په دغه (كتاب) كې خامخا رحمت او نصیحت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي

Zakaria Abulsalam

29:52
قُلْ كَفَىٰ بِٱللَّهِ بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ شَهِيدًا ۖ يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۗ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱلْبَـٰطِلِ وَكَفَرُوا۟ بِٱللَّهِ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ٥٢

ته (دوى ته) ووایه: زما په مینځ كې او ستا په مېنځ كې الله ښه كافي ګواه دى، هغه عالم دى په هر هغه شي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او هغه كسان چې په باطل يې ایمان راوړى دى او په الله سره كافران شوي دي همدغه كسان تاوانیان دي

Zakaria Abulsalam

29:53
وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِٱلْعَذَابِ ۚ وَلَوْلَآ أَجَلٌ مُّسَمًّى لَّجَآءَهُمُ ٱلْعَذَابُ وَلَيَأْتِيَنَّهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ٥٣

او دوى دعذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، او كه چېرې ټاكل شوي نېټه نه وى (نو )خامخا به په دوى عذاب راغلى و، او خامخا ضرور به دا په دوى ناڅاپه راځي، په دې حال كې چې دوى به شعور (خبر) نه لري

Zakaria Abulsalam

29:54
يَسْتَعْجِلُونَكَ بِٱلْعَذَابِ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌۢ بِٱلْكَـٰفِرِينَ٥٤

او دوى د عذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، حال دا چې جهنّم خو كافرانو لره خامخا راګېروونكى دى

Zakaria Abulsalam

29:55
يَوْمَ يَغْشَىٰهُمُ ٱلْعَذَابُ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ وَيَقُولُ ذُوقُوا۟ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ٥٥

په هغې ورځ كې چې دوى لره به عذاب پټ كاندې د دوى له پاسه نه او د دوى د پښو له لاندي، نه او دوى ته به ووايي: تاسو (د) هغه عمل (سزا) وڅَكئ چې تاسو به كاوه

Zakaria Abulsalam

29:56
يَـٰعِبَادِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّ أَرْضِى وَٰسِعَةٌ فَإِيَّـٰىَ فَٱعْبُدُونِ٥٦

اى زما هغو بنده ګانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه زما ځمكه فراخه ده، نو تاسو خاص زما عبادت كوئ

Zakaria Abulsalam

29:57
كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ ٱلْمَوْتِ ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ٥٧

هر نفس د مرګ(مزه) څكونكى دى، بیا به خاص مونږ ته راګرځولى شئ

Zakaria Abulsalam

29:58
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ لَنُبَوِّئَنَّهُم مِّنَ ٱلْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۚ نِعْمَ أَجْرُ ٱلْعَـٰمِلِينَ٥٨

او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي خامخا ضرور به مونږ دوى ته د جنت په داسې لوړو بالاخانو كې ځاى وركړو چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې تل به وي په دغو (بالاخانو) كې، دغه (جنت) د عمل كوونكو ښه اجر دى

Zakaria Abulsalam

29:59
ٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ٥٩

هغه كسان چې صبر يې كړى دى او دوى خاص په خپل رب باندې توكل كوي

Zakaria Abulsalam

29:60
وَكَأَيِّن مِّن دَآبَّةٍ لَّا تَحْمِلُ رِزْقَهَا ٱللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ ۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ٦٠

او په ځمكه ډېر خوځنده (زنده سر) دي چې خپل رزق نه پورته كوي، الله دوى ته او تاسو ته روزي دركوي او هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

Zakaria Abulsalam

29:61
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ ۖ فَأَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ٦١

او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړي چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي او (چا) لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي؟ دوى به خامخا ضرور ووايي چې الله (پیدا كړي او مسخر كړي دي)، نو څرنګه دوى ګرځولى شي؟

Zakaria Abulsalam

29:62
ٱللَّهُ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ وَيَقْدِرُ لَهُۥٓ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ٦٢

الله چې په خپلو بنده ګانو كې چا لره وغواړي؛ رزق فراخوي او په هغه يې تنګوي، بېشكه الله په هر شي ښه عالم دى

Zakaria Abulsalam

29:63
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّن نَّزَّلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَ مِنۢ بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ ۚ قُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ٦٣

او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې چې چا له اسمان نه اوبه نازلې كړې دي، بيا يې په هغو سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس ژوندۍ كړې ده؟ (نو) خامخا ضرور به دوى ووايي چې الله (دا كار كړى دى) ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي بلكې د دوى اكثره عقل نه لري

Zakaria Abulsalam

29:64
وَمَا هَـٰذِهِ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَآ إِلَّا لَهْوٌ وَلَعِبٌ ۚ وَإِنَّ ٱلدَّارَ ٱلْـَٔاخِرَةَ لَهِىَ ٱلْحَيَوَانُ ۚ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ٦٤

او دا دنيايي ژوند نه دى مګر عبث او لوبې او بېشكه دار اخرت (جنت) خامخا همغه واقعي ژوندون دى، كه چېرې دوى پوهېدلى

Zakaria Abulsalam

29:65
فَإِذَا رَكِبُوا۟ فِى ٱلْفُلْكِ دَعَوُا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ فَلَمَّا نَجَّىٰهُمْ إِلَى ٱلْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ٦٥

نو كله چې دوى په كشتۍ كې سواره شي (، نو) دوى الله بولي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین خالص كوونكي وي، نوكله چې هغه (الله) دوى ته وچې ته نجات وركړي (نو) ناڅاپه دوى (له الله سره) شریكان نیسي

Zakaria Abulsalam

29:66
لِيَكْفُرُوا۟ بِمَآ ءَاتَيْنَـٰهُمْ وَلِيَتَمَتَّعُوا۟ ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ٦٦

د دې لپاره چې دوى په هغو (نعمتونو سره) كفر(ناشكري) وكړي چې مونږ دوى ته وركړي دي او د دې لپاره چې دوى فايده واخلي، نو ژر به دوى پوه شي

Zakaria Abulsalam

29:67
أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا ءَامِنًا وَيُتَخَطَّفُ ٱلنَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ ۚ أَفَبِٱلْبَـٰطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَةِ ٱللَّهِ يَكْفُرُونَ٦٧

ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه مونږ حرم امن والا ګرځولى دى، حال دا چې د دوى ګېر چاپېره خلق تښتولى شي، ایا نو دوى په باطل ایمان راوړي او د الله په نعمت سره كافران كېږي؟

Zakaria Abulsalam

29:68
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِٱلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُۥٓ ۚ أَلَيْسَ فِى جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْكَـٰفِرِينَ٦٨

او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي، یا د حق تكذیب كوي، كله چې ده ته دغه (حق) راشي، ايا په جهنّم كې د كافرانو لپاره د اوسېدوځاى نشته؟

Zakaria Abulsalam

29:69
وَٱلَّذِينَ جَـٰهَدُوا۟ فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا ۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَمَعَ ٱلْمُحْسِنِينَ٦٩

او هغه كسان چې په (دین) زمونږ كې كوشش كوي ( نو) مونږ به دوى ته خامخا ضرور خپلې لارې وښیو او بېشكه الله خامخا د نېكي كوونكو ملګرى دى

Zakaria Abulsalam

مخکینۍ سورت

28. Al-Qasas

الْعَنْكَبُوتُ

د سورت العنكبوت پای · 69 آیتونه

راتلونکې سورت

30. Ar-Rum

Build a steady Quran habit

Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.

Set a reading goal