43. سورت الزخرف – آیتونه 41–80
سورت الزخرف د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
نو كه تا مونږ لازمًا بوځو، نو بېشكه مونږ له دوى نه انتقام اخيستونكي یو
— Zakaria Abulsalam
ایا مونږ تا ته خامخا هغه وښیو چې مونږ يې له دوى سره وعده كړې ده، نو بېشكه مونږ په دوى پوره قدرت لرونكي یو
— Zakaria Abulsalam
نو ته په هغه (قرآن) منګلې ولګوه چې تا ته وحي كړى شوى دى، بېشكه ته په نېغه لار يې
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه دا (قرآن) تا لپاره او ستا د قوم لپاره ذكر (او نصیحت) دى او ژر ده چې له تاسو نه به پوښتنه وكړى شي
— Zakaria Abulsalam
او ته زمونږ له هغو رسولانو نه تپوس وكړه چې مونږ له تا نه مخكې لېږلي دي، ایا مونږه له رحمن نه غیر نور معبودان مقرر كړي دي چې د دوى عبادت كولى شي
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ موسی زمونږ له نښو سره فرعون او د هغه سردارانو ته لېږلى و، پس ده وویل: بېشكه زه د رب العلمین رسول یم
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې هغه دوى ته زمونږ په واضحو نښو سره راغى، ناڅاپه دوى په هغو (نښو) پورې خندل
— Zakaria Abulsalam
او مونږ به دوى ته هېڅ یوه نښه نه ښووله مګر چې هغه به د هغې له خور (مثل) نه ډېره لویه وه او مونږ دوى په عذاب سره راونیول، د دې لپاره چې دوى رجوع وكړي
— Zakaria Abulsalam
او دوى (فرعونیانو) وویل: اى جادوګره! (عالمه!) ته زمونږ لپاره له خپل رب نه دعا وغواړه، د هغې وعدې په سبب چې تا سره يې كړې ده، بېشكه مونږ خامخا هدایت موندونكي یو
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې به مونږ له دوى نه عذاب لرې كړ، په هماغه وخت كې به دوى (وعده) ماتوله
— Zakaria Abulsalam
او فرعون په خپل قوم كې اواز وكړ، ويې ويل:اى زما قومه! ايا د مصر باچايي زما نه ده؟ او دغه ولې چې زما له لاندې بهېږي؟ ایا نو تاسو نه وینئ
— Zakaria Abulsalam
بلكې زه ډېر غوره یم له دغه (موسٰی) نه چې هغه سپك دى او نژدې نه دى چې خبره واضحه وكړي
— Zakaria Abulsalam
پس په ده باندې د سرو زرو بنګړي (وښي) ولې نه غورځول كېږي، یا له ده سره ملايك صف تړلي (پیوسته) ولې) نه راځي
— Zakaria Abulsalam
نو خپل قوم يې بې وقوفه وګرځاوه، نو دوى د ده خبره ومنله، بېشكه دوى فاسقان خلق وو
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې دوى مونږ خفه كړو (،نو) مونږ له دوى نه انتقام واخيست، پس مونږه دوى ټول غرق كړل
— Zakaria Abulsalam
نومونږ دوى پیشوایان او مثال وګرځول د وروستنیو خلقو لپاره
— Zakaria Abulsalam
او كله چې د مریمې زوى د مثال په طور بیان كړى شو، (نو) ناڅاپه ستا قوم د دغه (مثال) پورې (له خوشالۍ نه) چغې وهلې
— Zakaria Abulsalam
او ويې ويل:ایا زمونږ معبودان غوره دي، یا كه هغه؟ دوى تا ته دا (مثال) بیان نه كړ مګر د جګړې لپاره بلكې دوى ډېر جګړه كوونكى قوم دى
— Zakaria Abulsalam
دغه نه دى مګر یو بنده دى چې مونږ په ده انعام كړى دى او د بني اسرائیلو لپاره مو هغه (د قدرت) یو مثال ګرځولى و
— Zakaria Abulsalam
او كه مونږ غوښتلي وى (نو) مونږ به ستاسو په ځاى په ځمكه كې ملايك پیدا كړي وى، چې خلیفګان شوي به وى
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه دغه (عیسٰی) د قیامت لپاره یقینًا یوه لویه نښه ده، نو تاسو د دغه (قیامت) په باره كې له سره شك مه كوئ، دا نېغه لار ده
— Zakaria Abulsalam
او شیطان دې تا (له دې نېغې لارې نه) له سره وا نه ړوي، بېشكه هغه تاسو لپاره ښكاره دښمن دى
— Zakaria Abulsalam
او كله چې عيسٰى له ښكاره دلیلونو سره راغى، ويې ويل:(اى بني اسرائیلو!) یقینًا ما تاسو ته حكم راوړى دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو ته ځینې هغه (احكام) بیان كړم چې تاسو په هغو كې اختلاف كوئ، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هم دا الله زما رب دى او ستاسو رب دى، لهٰذا تاسو د ده عبادت كوئ، دغه نېغه لاره ده
— Zakaria Abulsalam
نو (د نصرانیانو) دغه ډلې په خپل منیځ كې سره مختلفې شوې، نو د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، د ډېرې دردوونكي ورځې له عذاب نه هلاكت دى
— Zakaria Abulsalam
دوى انتظار نه كوي مګر د قیامت چې په دوى به ناڅاپه راشي، او دوى به نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
په دغې ورځ كې به خواږه یاران، د دوى ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، غیر له متقیانو نه
— Zakaria Abulsalam
اى زما بنده ګانو! نن ورځ په تاسو وېره نشته او نه به تاسو غمژن كېږئ
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې زمونږ په ایتونو يې ایمان راوړى دى او دوى مسلمانان وو
— Zakaria Abulsalam
(دوى ته به ویلى شي:) تاسو جنت ته ننوځئ، تاسو او ستاسو ښځې، تاسو به خوشالولى شئ
— Zakaria Abulsalam
په دوى به كاسې د سرو زرو او ګلاسونه ګرځول كېږي او په دغو (جنتونو) كې به هغه څه وي چې نفسونه (زړونه) د هغو خواهش كوي او سترګې (پرې) خوند اخلي او تاسو به په دغو كې تل ترتله یئ
— Zakaria Abulsalam
او دغه هغه جنتونه دي چې تاسو ته د هغو عملونو په سبب په میراث كې دركړى شول چې تاسو به كول
— Zakaria Abulsalam
تاسو لپاره په دغو كې ډېرې مېوې دي چې تاسو به له هغو ځنې خوراك كوئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه مجرمان به د جهنم په عذاب كې تل پاتې كېدونكي وي
— Zakaria Abulsalam
چې دغه (عذاب) به له دوى څخه نه كمولى شي او دوى به په دغه (عذاب) كې نا امېده اوسي
— Zakaria Abulsalam
او مونږ په دوى ظلم نه دى كړى او لېكن هم دوى پخپله ظالمان وو
— Zakaria Abulsalam
او دغه (دوزخیان) به اواز وكړي: اى مالكه! ستا رب دې مونږ مړه كړي، هغه (مالك) به ووايي: بېشكه تاسو (تل) ژوندي پاتې كېدونكي یئ
— Zakaria Abulsalam
یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته حق راوړى و او لېكن ستاسو زیاتره حق لره بدګڼونكي دي
— Zakaria Abulsalam
ایا بلكې دوى د یو كار پخه اراده كړې ده، نو بېشكه مونږ (هم) خپل (تدبیر) محكم كوونكي یو
— Zakaria Abulsalam
ایا دوى دا ګمان كوي چې بېشكه مونږ د دوى پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو، ولې نه! او زمونږ رسولان ليكل كوي د دوى ترڅنګه
— Zakaria Abulsalam