52. سورت الطور
سورت الطور د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
قسم دى په طور غر
— Zakaria Abulsalam
او په كتاب لیكل شوي
— Zakaria Abulsalam
په پرانستل شوې پاڼه كې
— Zakaria Abulsalam
او (قسم دى) په ودان كړى شوي كور
— Zakaria Abulsalam
او په پورته كړى شوي چت (چې اسمان دى)
— Zakaria Abulsalam
او په ډك (يا بل) كړى شوي سمندر
— Zakaria Abulsalam
بېشكه ستا د رب عذاب خامخا نازلېدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
هغه لره هېڅ دفع كوونكى نشته
— Zakaria Abulsalam
هغه ورځ چې اسمان به خوځېږي، سخت خوځېدل
— Zakaria Abulsalam
او غرونه به روان شي، سخت روانېدل
— Zakaria Abulsalam
پس په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې دوى په بېكاره خبرو (جوړولو) كې لوبې كوي
— Zakaria Abulsalam
هغه ورځ چې دوى به د دوزخ اور ته ټېل وهلى شي، سخت ټېل وهل
— Zakaria Abulsalam
دا هغه اور دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه
— Zakaria Abulsalam
ایا نو دا سحر(جادو) دى، یا يې تاسو نه وینئ
— Zakaria Abulsalam
ورځئ، ده ته ننوځئ، پس تاسو صبر وكړئ، یا صبر مه كوئ، پر تاسو باندې دغه (دواړه كارونه) برابر دي، بېشكه همدا خبره ده چې تاسو ته د هغو عملونو بدله دركولى شي چې تاسو به كول
— Zakaria Abulsalam
بېشكه پرهېزګاران به په جنتونو او نعمتونو كې وي
— Zakaria Abulsalam
چې په هغو (نعمتونو) به خوشالېدونكي وي چې دوى ته خپل رب وركړي دي او خپل رب دوى د دوزخ له عذاب نه بچ ساتلي دي
— Zakaria Abulsalam
(ورته ویلى به شي:) تاسو خورئ او څښئ په خوند سره، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول
— Zakaria Abulsalam
په دې حال كې چې په قطار ایښودل شويو تختونو باندې به تكیه كوونكي وي او مونږ به د دوى نكاح د ښايسته غټ سترګو سپينو سرو حورو سره وكړو
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د دوى اولاد (هم) په ایمان كې د دوى متابعت كړى وي، (نو) مونږ به په دوى پورې د دوى اولاد هم پیوست كړو او مونږ به دوى ته د دوى له عملونو نه هېڅ شى كم نه كړو، هر سړى به د خپلو كړو په بدل ګرو (ګاڼه) وي
— Zakaria Abulsalam
او مونږ به دوى ته ور زیاتې كړو ، نورې مېوې او هغه غوښې چې د دوى زړه يې غواړي
— Zakaria Abulsalam
دوى به په دغه(جنت) كې یو له بله (د شرابو) پیالې راكاږي، نه به په دغو كې عبثې خبرې وي او نه ګناهګار كول
— Zakaria Abulsalam
او د دوى چاپېره به د دوى غلامان ګرځي، ګویا كې دغه (غلامان) پټې ساتل شوې ملغلرې دي
— Zakaria Abulsalam
او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ راواړوي، چې یو له بله به پوښتنې كوي
— Zakaria Abulsalam
دوى به ووايي چې بېشكه مونږ له دې نه مخكې په خپل اهل كې وېرېدونكي وو
— Zakaria Abulsalam
نو الله پر مونږ احسان وكړ او مونږ يې د تودوخي (ګرمباد) له عذاب نه وساتلو
— Zakaria Abulsalam
بېشكه مونږ له دې نه مخكې هم دغه (الله) باله، بېشكه هم دى ډېر احسان كوونكى ، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
نو ته (خلقو ته) نصیحت كوه، پس ته د خپل رب په نعمت سره نه كاهن يې او نه لېونى
— Zakaria Abulsalam
ایا دوى وايي چې (دى) شاعر دى، مونږ د ده په حق كې د زمانې د حوادثو انتظار كوو
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: تاسو انتظار كوئ، پس بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو ځنې یم
— Zakaria Abulsalam
ایا دوى ته د دوى عقلونه په دې (كار) حكم كوي، یا دوى سركشه (شرخوښونكى) قوم دى
— Zakaria Abulsalam
ایا دوى وايي چې دا (قرآن) ده له ځانه جوړ كړى دى (داسې نه ده) بلكې دوى ایمان نه راوړي
— Zakaria Abulsalam
نو دوى دې د ده په شان خبره راوړي كه دوى رښتیني وي
— Zakaria Abulsalam
ایا دوى بې له څه شي پیدا كړى شوي دي، یا هم دوى، پخپله پیدا كوونكي دي؟
— Zakaria Abulsalam
ایا دوى اسمانونه او ځمكه پیدا كړي دي؟ بلكې دوى یقین نه كوي
— Zakaria Abulsalam
ایا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكدران دي
— Zakaria Abulsalam
ایا د دوى لپاره اندرپایه (پوړۍ) ده چې دوى په هغې باندې (خېژي او) اورېدل كوي، نو د دوى اورېدونكي دې ښكاره دلیل راوړي
— Zakaria Abulsalam
ایا د هغه (الله) لپاره لوڼه دي او تاسو لپاره زامن دي؟
— Zakaria Abulsalam
ایا ته له دوى نه څه مزدوري غواړې، پس دوى له تاوانه درانه كړى شوي دي
— Zakaria Abulsalam