27. سورت النمل – آیتونه 41–80
سورت النمل د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
ويې ويل:هغې ته خپل تخت نا اشنا كړئ چې وګورو ایا پېژني يې، یا كېږي له هغو كسانو نه چې نه يې پېژني
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې هغه راغله، (ورته) وویل شول: ایا ستا تخت همداسې دى؟ هغې وویل: ګویا كې دا همغه دى او مونږ ته له دې (معجزې) نه مخكې (د توحید او نبوت) علم راكړى شوى و او مونږ غاړه ايښودونكي (مسلمانان) وو
— Zakaria Abulsalam
او دا (د الله له عبادت نه) منع كړې وه هغه څیز چې دې يې له الله نه غیر عبادت كاوه، یقینًا هغه له كافر قوم ځنې وه
— Zakaria Abulsalam
هغې ته وویل شول: ته دې صحن ته ننوځه، نو كله چې يې هغه ولیده، نو په هغه يې د ژورو اوبو ګمان وكړ او له خپلو دواړو پنډیو نه يې كپړه پورته كړه هغه (سلیمان) وویل: بېشكه دا هوار ښویه صحن دى چې له شیشو نه (جوړ) دى، هغې وویل: بېشكه ما (مخكى) په خپل ځان ظلم كړى دى او ما له سلیمان سره خاص د الله رب العلمین لپاره اسلام راوړى دى
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ ثمودیانو ته د هغوى ورور صالح لېږلى و، په دې سره چې تاسو د الله عبادت كوئ، نو ناڅاپه هغوى داسې دوه ډلې وې چې په خپل مینځ كې جنګېدلې
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: اى زما قومه! ولې تاسو په بدۍ (عذاب) سره تادي كوئ، مخكې له نېكۍ (توبې) نه، ولې تاسو له الله نه مغفرت نه غواړئ ؟ د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: مونږ په تا او په هغه چا چې له تاسره دي؛ بدفالي نیولې ده، هغه وویل: ستاسو بدفالي د الله په نېز ده، بلكې تاسو داسې قوم یئ چې ازمایل كېږئ
— Zakaria Abulsalam
او په ښار كې نهه (غټ شریر) سړي وو، چې په ځمكه كې به يې فساد كاوه او اصلاح به يې نه كوله
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: تاسو په الله قسم وخورئ چې خامخا هرومرو به په ده او د ده په ټبر د شپې حمله كوو، بیا به مونږ د ده ولي (وارث) ته خامخا ضرور (داسې) ووایو چې مونږ د ده هلاكت ته حاضر شوي نه یو او بېشكه مونږ یقینًا رښتیني یو
— Zakaria Abulsalam
او دوى مكر وكړ، خاص مكر كول او مونږ هم تدبیر وكړ خاص تدبیر كول، په دې حال كې چې دوى نه پوهېدل
— Zakaria Abulsalam
نو ته وګوره چې د دوى د مكر انجام څنګه و چې بېشكه مونږه دوى او د دوى قوم ټول هلاك كړل
— Zakaria Abulsalam
نو دغه د دوى كورونه دي، چې وران شوي پراته دي، په سبب د دې چې ظلم (شرك) يې كاوه، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغه قوم لپاره چې پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
او مونږ نجات وركړ هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و او پرهېزګاري يې كوله
— Zakaria Abulsalam
او (یاد كړه) لوط كله چې ده خپل قوم ته وویل: ایا تاسو فاحشه (د لواطت قبیح كار) كوئ، حال دا چې تاسو وینئ
— Zakaria Abulsalam
ایا بېشكه تاسو خامخا د خپل شهوت لپاره له خپلو ښځو نه غیر له سړیو سره بدكاري كوئ! بلكې تاسو داسې قوم یئ چې جهالت كوئ
— Zakaria Abulsalam
نو د ده د قوم جواب نه و غیر له دې نه چې دوى وویل: تاسو د لوط خېلخانه له خپل كلي نه وباسئ، بېشكه دوى داسې خلق دى چې ځانونه ډېر پاك ساتي
— Zakaria Abulsalam
نو مونږ نجات وركړ ده ته، او د ده كورنۍ ته د ده له ښځې نه غیر، مونږ هغه په باقي پاتې كېدونكو كې مقرر كړې وه
— Zakaria Abulsalam
او مونږ په دوى باندې (د كاڼو) باران ووراوه، نو د وېرول شویو باران بد و
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: ټوله ستاينه خاص د الله لپاره ده، او سلام دې وي د هغه په هغو بنده ګانو باندې چې غوره كړي يې دي، ایا الله غوره دى، یا كه هغه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي
— Zakaria Abulsalam
بلكې هغه ذات (بهتر دى) چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، نو هم مونږ په هغو سره د رونق (او ښايست) والا باغونه زرغون كړل، تاسو لپاره دا طاقت نشته چې تاسو د هغو (باغونو) ونې زرغونې كړئ، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې دوى یو داسې قوم دى چې (له الله سره د نورو) برابري كوي
— Zakaria Abulsalam
بلكې هغه ذات (غوره دى) چې ځمكه يې د قرار (او ارام) ځاى جوړه كړې ده او د هغې په مینځ كې يې نهرونه جوړ كړي دي او د دې لپاره يې پاخه لوړ غرونه پیدا كړي دي، او د دوو سمندرونو په مینځ كې يې پرده پیدا كړې ده، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ
— Zakaria Abulsalam
بلكې هغه ذات (غوره دى) چې تاسو ته د وچې او سمندر په تیارو كې لاره ښیي او هغه ذات چې له خپل رحمت نه مخكې هواګانې لېږي، چې زېرى وركوونكې وي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ الله ډېر اوچت دى له هغو شیانو نه چې دوى يې (له الله سره) شریكوي
— Zakaria Abulsalam
بلكې هغه ذات چې اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به دغه (مخلوق) بېرته ژوندي كوي او هغه ذات چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي دركوي، ایا له الله سره بل معبود شته ؟ ته (دوى ته) ووایه: تاسو خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتیني یئ
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: هر هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په غیبو نه پوهېږي غیر له الله نه او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا ژوندي كولى شي
— Zakaria Abulsalam
بلكې د اخرت په باره كې د دوى علم بېخي ختم شوى دى، بلكې دوى د دغه (قیامت) په باره كې په شك كې دي، بلكې دوى له دغه (قیامت) نه ړانده دي
— Zakaria Abulsalam
او كافران شویو كسانو وویل: ایا كله چې مونږه او زمونږ پلرونه خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا (ژوندي) راوښكلى شو؟
— Zakaria Abulsalam
یقینًا یقینًا له دې نه مخكې هم دا وعده مونږ ته او زمونږ پلرونه ته راكړى شوې ده، نه دي دغه (خبرې) مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د مجرمانو (كافرانو) انجام څنګه و؟
— Zakaria Abulsalam
او ته په دوى غم مه كوه او په تنګۍ كې مه كېږه، د هغو مكرونو (فریبونو) په سبب چې دوى يې كوي
— Zakaria Abulsalam
او دوى وايي: دا (د عذاب د نازلېدو) وعده به كله وي، كه تاسو رښتیني یئ
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه چې امېد دى چې په تاسو پسې به پیوست شي ځینې له هغه (عذاب) نه چې تاسو يې په جلتۍ غواړئ
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه ستا رب په خلقو باندې خامخا د فضل كولو والا دى او لېكن د دوى اكثره شكر نه وباسي
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه ستا رب خامخا پوهېږي په هغه څه چې د دوى سینې يې پټوي او څه چې دوى (خلق) ظاهروي
— Zakaria Abulsalam
او په اسمان او ځمكه كې هېڅ پټ پناه شى نشته مګر په واضح كتاب كې (لیك) دي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه دا قرآن بني اسرائیلو ته د هغو خبرو زیاتره حصه بیانوي چې دوى په هغو كې اختلاف كوي
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه دا (قرآن) یقینًا هدایت او رحمت دى، لپاره د مومنانو
— Zakaria Abulsalam
بېشكه ستا رب به د دوى په مینځ كې په خپل انصاف سره فیصله كوي، او همغه ډېر غالب، ښه علم والا دى
— Zakaria Abulsalam
نو ته خاص په الله باندې توكل وكړه، بېشكه ته په ښكاره حق باندې يې
— Zakaria Abulsalam
بېشكه ته مړو ته نشې اورولى او ته كڼو ته (هم) اواز نشې رسولى، كله چې دوى مخ واړوي، په دې حال كې چې شا كوونكي وي
— Zakaria Abulsalam