3. سورت آل عمران – آیتونه 41–80
سورت آل عمران د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
ويې ويل: اى زما ربه! زما لپاره څه نښه مقرر كړه، هغه وویل: ستا نښه دا ده چې ته به له خلقو سره خبرې نشې كولى خو په اشارې سره، او ته خپل رب ډېر یادوه او د ورځې په اخر او اول كې تسبیح (پاكي) بیانوه
— Zakaria Abulsalam
او كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! یقینًا الله ته غوره كړې يې او ته يې پاكه كړې يې او د ټول عالَم پر ښځو يې تا ته غوره والى دركړى دى
— Zakaria Abulsalam
اى مریمې! د خپل رب فرمانبرداره شه او سجده كوه او له ركوع كوونكو سره ركوع كوه
— Zakaria Abulsalam
دا د غیب له خبرونو څخه دي چې مونږه يې تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره موجود نه وې كله چې هغوى خپل قلمونه غورځول، چې په دوى كې څوك د مریمې كفالت وكړي او ته له هغوى سره حاضر نه وې كله چې يې په خپلو كې جګړه كوله
— Zakaria Abulsalam
كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! بېشكه الله تا ته له خپل طرف نه د یوې كلمې زېرى دركوي، چې د هغه نوم مسیح عیسٰی زوى د مریم دى، چې په دنیا او اخرت كې به ډېر مخور وي او له مُقرَبینو څخه به وي
— Zakaria Abulsalam
او له خلقو سره به خبرې كوي په زانګو (غېږ) كې او په پاخه عمر كې او وي به له صالحانو ځنې
— Zakaria Abulsalam
هغې وویل: اى زما ربه! زما لپاره بچى څنګه كېدى شي،حال دا چې ما ته هېڅ یو بشر لاس (هم) نه دى راوړى؟! هغه (جبریل) وویل: همداسې الله پیدا كوي څه چې وغواړي، كله چې د یو كار اراده وكړي، نو بېشكه چې هغه (كار) ته همدا وايي: ’’وشه‘‘ نو هغه وشي
— Zakaria Abulsalam
او هغه ته به كتاب او حكمت او تورات او انجیل ورزده كوي
— Zakaria Abulsalam
او بني اسرائیلو ته به رسول وي (چې ورته به وايي:) بېشكه زه چې یم، یقینًا ما تاسو ته ستاسو د رب له طرفه لویه نښه راوړې ده، چې یقینًا زه تاسو ته له خَټې نه د مرغۍ د شكل په شان (یو شى) جوړوم، بیا په دې (شكل) كې پوكى كوم، نو هغه به د الله په حكم سره الوتونكې مرغۍ شي، او زه مورزادي ړوند او د برګي مرض والا روغوم او مړي ژوندي كوم د الله په حكم سره، او تاسو خبروم پر هغه څه چې تاسو يې خورئ او پر هغه څه چې تاسو يې په خپلو كورونو كې ذخیره كوئ، بېشكه تاسو لپاره په دې كې خامخا لویه نښه ده كه چېرې تاسو ایمان راوړونكي یئ
— Zakaria Abulsalam
په دې حال كې چې تصدیق كوونكى یم د هغه (كتاب) چې له ما نه مخكې و، چې تورات دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو لپاره بعضې له هغو شیانو حلال كړم چې پر تاسو باندې حرام كړى شوي وو او ستاسو د رب له طرفه نه ما تاسو ته واضحه نښه راوړې ده، نو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه الله زما رب دى او ستاسو رب دى، نو د هغه عبادت كوئ، دا ډېره نېغه لار ده
— Zakaria Abulsalam
نو عیسٰی چې كله له دوى څخه كفر ولیده، نو ويې ويل:د الله په طرف (تللو كې) څوك زما مددكوونكي دي؟ حواریانو وویل: مونږ د الله مددګار یو، مونږ پر الله ایمان راوړى دى او ته ګواه شه پر دې چې بېشكه مونږ مسلمانان (فرمانبردار) یو
— Zakaria Abulsalam
اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى په هغه څه چې تا نازل كړي دي او مونږ د رسول تابعداري كړې ده، نو ته مونږه (د حق) له ګواهي كوونكو سره ولیكه
— Zakaria Abulsalam
او هغوى چلونه جوړ كړل او الله پټ تدبیر وكړ او الله له ټولو تدبیر كوونكو نه غوره دى
— Zakaria Abulsalam
كله چې الله وویل: اى عیسٰی! بېشكه زه تا لره پوره پوره اخيستونكى یم او د خپل ځان طرف ته ستا راپورته كوونكى یم او تا لره له هغو كسانو نه پاكوونكى یم چې كفر يې كړى دى او چا چې ستا پیروي كړې ده هغوى لره د قیامت د ورځې پورې د هغو كسانو له پاسه كوونكى یم؛ چې كفر يې كړى دى، بیا خاص زما طرف ته ستاسو واپسي ده، نو ستاسو په مینځ كې به د هغو خبرو په باره كې فیصله كوم چې تاسو په كې اختلاف كاوه
— Zakaria Abulsalam
پس هر چې هغه كسان دي چا چې كفر كړى دى، نو هغوى ته به زه په دنیا او اخرت كې ډېر سخت عذاب وركوم او د دوى لپاره به هیڅوك مددكوونكي نه وي
— Zakaria Abulsalam
پاتې شو هغه كسان چا چې ایمان راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو هغوى ته به (الله) د هغوى اجر پوره وركړي او الله له ظالمانو سره مینه نه كوي
— Zakaria Abulsalam
دا دي چې مونږ يې له ایتونو او له حكمته ډك نصیحت څخه پر تا لولو
— Zakaria Abulsalam
بېشكه د عیسٰی مثال د الله په نیز د ادم د مثال په شان دى، الله هغه له خاورې پیدا كړ، بیا يې هغه ته وویل: (پیدا) شه، پس (پیدا) شو
— Zakaria Abulsalam
حق ستا د رب له جانبه دى، نو له شك كوونكو نه مه كېږه
— Zakaria Abulsalam
نو څوك چې د ده (عیسٰی) په باره كې له تا سره جګړه كوي، وروسته له دې چې تا ته علم حاصل شو، نو ته ووایه: راځئ! چې مونږ راوبلو خپل زامن او ستاسو زامن او خپلې ښځې او ستاسو ښځې او خپل ځانونه او ستاسو ځانونه، بیا به په زارۍ سره دعا وكړو، نو پر دروغژنو به د الله لعنت ووایو
— Zakaria Abulsalam
بېشكه همدا حق بیان دى او نشته هېڅ برحق معبود مګر يواځې الله دى او بېشكه يواځې الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
نو كه دوى وګرځېدل، نو یقینًا الله پر فسادكوونكو ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى اهل كتابو! داسې كلمې ته راشئ چې زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې برابره ده، دا چې عبادت به نه كوو مګر يواځې د الله او له هغه سره به هېڅ شى نه شریكوو او زمونږ بعضې به بعضو نورو لره له الله نه غېر پالونكي (خدایان) نه نیسي، نو كه دوى وګرځېدل، نو تاسو (ورته) ووایئ چې تاسو پر دې ګواه شئ چې یقینًا مونږ مسلمانان یو
— Zakaria Abulsalam
اى اهل كتابو! ولې تاسو د ابراهیم په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې تورات او ا نجیل نه وو نازل كړى شوي مګر له هغه نه وروسته، ایا نو ولې له عقل نه كار نه اخلئ!
— Zakaria Abulsalam
ګورئ! تاسو خصوصًا دغو، په هغه خبره كې جګړه وكړه چې تاسو ته د هغې څه علم و، نو په هغه خبره كې ولې جګړه كوئ چې تاسو ته د هغې هېڅ علم نشته؟ او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
ابراهیم نه یهودي و او نه نصراني او لېكن حنیف (پوخ توحید والا) مسلمان و او له مشركانو څخه نه و
— Zakaria Abulsalam
بېشكه په خلقو كې ابراهیم ته حقيقتًا نژدې خامخا هغه كسان دي چا چې د هغه تابعداري كړې ده او دا نبي دى او هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او الله د مومنانو دوست دى
— Zakaria Abulsalam
په اهل كتابو كې یوه ډله ستاسو د ګمراه كولو ارزو لري او هغوى يواځې خپل ځانونه ګمراه كوي او شعور نه لري
— Zakaria Abulsalam
اى اهلِ كتابو! ولې د الله په ایتونو كافر كېږئ، حال دا چې تاسو (د هغو د حقانیت) ګواهي وركوئ؟
— Zakaria Abulsalam
اى اهلِ كتابو! ولې تاسو حق له باطل سره ګَډوَډ كوئ؟ او تاسو حق پټوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
او له اهلِ كتابو څخه یوې ډلې (بلې ډلې ته) وویل: تاسو په هغه (كتاب) باندې چې په مومنانو باندې نازل كړى شوى دى، د ورځې په اول كې (په ظاهره) ایمان راوړئ او د هغې (ورځې) په اخر كې(بیا) كافر شئ، د دې لپاره چې دوى (مومنان) راوګرځي
— Zakaria Abulsalam
او (د دې) یقین مه كوئ مګر د هغه چا لپاره چې ستاسو د دین متابعت يې كړى وي (اى نبي!) ته ووایه: یقینًا اصل هدایت (او حق دین) خو د الله هدایت دى (او د دې یقین هم مه كوئ) دا چې یو چا ته به د هغو (فضايلو) په مثل وركړى شي چې تاسو ته دركړى شوي دي، یا به دوى پر تاسو باندې د خپل رب په وړاندې غالبه شي، (اى نبي!) ته ووایه: بېشكه فضل د الله په لاس كې دى، چا ته چې وغواړي هغه وركوي او الله فراخۍ والا دى، ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
په خپلې مهربانۍ سره خاص كوي چا ته چې وغواړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى
— Zakaria Abulsalam
او ځینې له اهلِ كتابو څخه هغه څوك دي چې كه ته هغه ته ډېر مال امانت وركړې، نو تا ته به هغه (مال) بېرته ادا كوي او ځینې له دوى نه هغه څوك دي چې كه ته هغه ته یو دینار (هم) امانت وركړې (نو) تا ته به هغه (دینار) بېرته نه ادا كوي مګر دا چې ته په (سر د) هغه مدام ولاړ اوسې، دا په دې چې یقینًا دوى ویلي دي چې پر مونږ باندې د اَمیانو (د حق) په باره كې هېڅ ګناه نشته او په الله باندې دروغ ورتپي، حال دا چې دوى پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
ولې نه! چا چې خپله وعده پوره كړه او پرهېزګاره شو، نو یقینًا الله پرهېزګاران خوښوي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې د الله (سره د كړې) وعدې او د خپلو قسمونو په بدل كې لږې پیسې اخلي، دغه كسان، د دوى لپاره په اخرت كې هېڅ برخه نشته او د قیامت په ورځ به الله له دوى سره نه خبري كوي او نه به دوى ته ګوري او نه به دوى پاك كړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا په دوى كې یوه ډله ده چې په (لوستو د) كتاب سره خپلې ژبې تاووِي، د دې لپاره چې تاسو پر هغهٔ د (الله د) كتاب ګمان وكړئ، حال دا چې هغه له (حق) كتاب څخه نه دي، او دوى وايي چې دا (مُحرَّف عبارتونه او تعبيرونه) د الله له جانبه دي، حال دا چې هغه د الله له جانبه نه دي، او دوى په الله باندې دروغ تپي، حال دا چې دوى پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
هېڅ یو انسان ته دا حق نه دى حاصل چې الله هغه ته كتاب او حكم او نبوت (پېغمبري) وركړي، بیا دې هغه، خلقو ته وايي چې له الله نه غیر زما بنده ګان (عبادت كوونكي) شئ، او لېكن (هغه خو به وايي چې) تاسو الهي خلق شئ (په علم باندې عمل كوونكي شئ) ځكه چې تاسو د كتاب ښودنه كوئ او په دې چې تاسو زده كړه كوئ
— Zakaria Abulsalam
او نه (ورته) دا (حق حاصل دى) چې تاسو ته حكم دركړي چې تاسو ملايكو او نبیانو لره پروردګاران (خدایان) ونیسئ، ایا هغه به تاسو ته د كفر كولو حكم كوي وروسته له دې چې تاسو مسلمانان یئ؟
— Zakaria Abulsalam