الْمَعَارِجُ
70. سورت المعارج – آیتونه 41–44
سورت المعارج د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
70:41
عَلَىٰٓ أَن نُّبَدِّلَ خَيْرًا مِّنْهُمْ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ٤١
په دې باندې چې مونږ له دوى نه غوره (مخلوق) په بدل كې راولو اومونږ عاجز كړى شوي نه یو
— Zakaria Abulsalam
70:42
فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا۟ وَيَلْعَبُوا۟ حَتَّىٰ يُلَـٰقُوا۟ يَوْمَهُمُ ٱلَّذِى يُوعَدُونَ٤٢
نو ته دوى پرېږده چې په باطلو او عبثو خبرو كې مشغولېږي او لوبې كوي تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى ته يې وعده وركړى شوې ده
— Zakaria Abulsalam
70:43
يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ ٱلْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَىٰ نُصُبٍ يُوفِضُونَ٤٣
هغه ورځ چې دوى به له قبرونو نه داسې په منډه (او تېزۍ) سره راوځي ګویاكې دوى هدف ته په منډه ځغلي
— Zakaria Abulsalam
70:44
خَـٰشِعَةً أَبْصَـٰرُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ۚ ذَٰلِكَ ٱلْيَوْمُ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يُوعَدُونَ٤٤
په داسې حال كې چې د دوى سترګې به خوارې وي، دوى به ذلت (راګېر) او پټ كړي وي، دا هغه ورځ ده چې دوى ته به د دې وعده وركول كېده
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.