45. سورت الجاثية
سورت الجاثية د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
حا، ميم
— Zakaria Abulsalam
د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
بېشكه په اسمانونو او ځمكه كې د مومنانو لپاره یقینًا ډېرې نښې دي
— Zakaria Abulsalam
او ستاسو په پیدا كولو كې او په هغه څه كې چې ده هر قسمه خوځنده خواره كړي دي ؛ د هغه قوم لپاره نښې دي چې یقین كوي
— Zakaria Abulsalam
او د شپې او ورځې په اختلاف كې او په هغه كې چې الله له اسمان (بره) نه رزق (باران) نازل كړى دى، بیا يې په هغه سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كړې ده او د هواګانو په بدلولو رابدلولو كې د هغو خلقو لپاره نښې دي چې له عقل نه كار اخلي
— Zakaria Abulsalam
دغه د الله دلیلونه دي چې مونږ يې په حقه سره په تا لولو، نو دوى به د الله او د هغه له ایتونو نه وروسته په كومې خبرې ایمان راوړي؟
— Zakaria Abulsalam
د هر سخت دروغ تړونكي، سخت مجرم لپاره هلاكت دى
— Zakaria Abulsalam
د الله ایتونه اوري چې په ده لوستل كېږي، بیا ښه كلكېږي، په داسې حال كې چې تكبر كوونكى وي، ګویاكې ده دا (ایتونه) نه دي اورېدلي، نو ده ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دى زمونږ له ایتونو نه څه معلوم كړي، نو هغه مسخره ونيسي، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
د دوى مخې ته جهنم دى او د دوى كړي عملونه به د دوى هېڅ په كار رانشي او نه هغه چې دوى له الله نه غیر كارسازان نیولي وو او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
دا (قرآن) هدایت دى او هغه كسان چې د خپل رب په ایتونو كافران شوي دي؛ د هغوى لپاره د ډېر دردوونكي عذاب سزا ده
— Zakaria Abulsalam
الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې سمندر تابع كړى دى، د دې لپاره چې په ده كې كشتۍ د ده په حكم سره روانې شي او د دې لپاره چې تاسو د هغه له فضله لټون وكړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
— Zakaria Abulsalam
او تاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي، بېشكه په دغو كې د هغه قوم لپاره یقینًا ډېرې نښې دي چې غور فكر كوي
— Zakaria Abulsalam
(اى نبي!) ته هغو كسانو ته ووایه چې ایمان راوړى دى چې هغو كسانو ته دې بخښنه كوي چې د الله د ورځو (حوادثو) امېد نه لري، د دې لپاره چې دى (الله پخپله) یوې ډلې ته د هغوى د كړيو كارونو بدله وركړي
— Zakaria Abulsalam
هر څوك چې نېك عمل وكړي، نو د خپل ځان لپاره يې دى، او څوك چې بد وكړي، نو په همده يې ضرر دى، بیا به خاص خپل رب ته تاسو بېرته بیول كېږئ
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیلو ته كتاب او حكم او نبوت وركړى و او دوى ته مو پاكیزه څیزونه روزي كړي وو او مونږ دوى ته (د خپلې زمانې) په خلقو فضیلت وركړى و
— Zakaria Abulsalam
او مونږه دوى ته (د دين) په كار كې ښكاره دلیلونه وركړي وو، نو دوى اختلاف ونه كړ مګر وروسته له دې چې دوى ته علم راغى، د خپل مینځي ضد (او حسد) په وجه، بېشكه ستا رب به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه
— Zakaria Abulsalam
بیا مونږ ته (د دين) په معامله كې په واضحه لاره باندې ودرولې، نو ته د دې پیروي كوه او ته د هغو خلقو د خواهشاتو پیروي مه كوه چې نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه دوى به د الله په مقابله كې ستا هېڅ په كار رانشي او بېشكه ظالمان (چې دي) د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او الله د پرهېزګارانو ملګرى دى
— Zakaria Abulsalam
دا (قرآن) د خلقو لپاره ښكاره دلیلونه دي او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې یقین كوي
— Zakaria Abulsalam
ایا هغو كسانو چې جرمونه يې كړي دي؛ دا ګمان كړى چې مونږ به دوى د هغو كسانو په شان وګرځوو چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په داسې حال كې چې د دوى ژوند او د دوى مرګ به یو برابر وي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي
— Zakaria Abulsalam
او الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي او د دې لپاره چې هر نفس ته د هغه عمل بدله وركړى شي چې ده كړى دى، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم نه كولى شي
— Zakaria Abulsalam
ایا نو تا هغه كس لیدلى دى چې خپل معبود يې خپل خواهش ګرځولى دى او الله هغه په علم باندې ګمراه كړ او د هغه په غوږونو او د هغه په زړه يې مهر ولګاوه، او د هغه په سترګو يې پرده واچوله، نو ده ته به له الله نه بعد څوك هدایت وكړي، ایا نو تاسو پند نه اخلئ!
— Zakaria Abulsalam
او دوى وايي: دغه (ژوندون) نشته مګر زمونږ دنيايي ژوند چې مړه كېږو او ژوندي كېږو او مونږ نه هلاكوي مګر زمانه او دوى ته په دې خبره هېڅ علم نشته، دوى يواځې ګمانونه چلوي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، چې ښه واضح دي، (نو) د دوى دلیل نه وي مګر دا چې وايي: تاسو زمونږ (مړه) پلرونه راولئ كه تاسو رښتيني يئ
— Zakaria Abulsalam
ته دوى ته ووایه: الله تاسو ژوندي كوي، بیا هغه تاسو مړه كوي بیا هغه تاسو د قیامت ورځې ته راجمع كوي چې په هغې كې هېڅ شك نشته او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
او خاص الله لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده او په هغه ورځ كې چې قیامت به قايم شي، په دغه ورځ كې به باطل پرستان تاوانیان شي
— Zakaria Abulsalam
او ته به هر امت په ځنګنونو پروت وینې، هر امت به خپل كتاب (اعمالنامې) ته راوبللى شي، نن ورځ به تاسو ته د هغو عملونو بدله دركولى شي چې تاسو به كول
— Zakaria Abulsalam
دا زمونږ كتاب دى چې پر تاسو باندې په حقه سره ګواهي كوي، بېشكه مونږ هغه عملونه لیكل چې تاسو به (په دنیا كې) كول
— Zakaria Abulsalam
نو هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو خپل رب به دوى په خپل رحمت كې داخل كړي، هم دغه ښكاره كامیابي ده
— Zakaria Abulsalam
او پاتې شو هغه كسان چې كافران شوي دي (نو دوى ته به وویل شي:) ایا نو تاسو ته زما ایتونه نه لوستل كېدل، بیا تاسو تكبر وكړ او تاسو مجرمان خلق وئ
— Zakaria Abulsalam
او كله چې به (تاسو ته) وویل شو چې بېشكه د الله وعده حقه ده او قیامت (چې دى) په ده كې هېڅ شك نشته، تاسو به ویل: مونږ نه پوهېږو قیامت څه شى دى؟ مونږ خو بس یو ګمان كوو، ګمان كول او مونږ له سره یقین كوونكي نه یو
— Zakaria Abulsalam
او دوى ته به د خپلو عملونو بدۍ ښكاره شي او دوى به ګېر كړي هغه (عذاب) چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې
— Zakaria Abulsalam
او وبه ویل شي نن ورځ مونږ تاسو هېروو، لكه چې تاسو د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى و او ستاسو استوګنه اور دى او تاسو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته
— Zakaria Abulsalam
دا په دې سبب چې یقینًا تاسو د الله ایتونه مسخره ګرځولي وو او تاسو دنيايي ژوند غره (دوكه) كړي وئ ، نو نن ورځ به له دغه (دوزخ) نه دوى نه ایستل كېږي او نه به له دوى نه د توبې كولو مطالبه كېږي
— Zakaria Abulsalam
نو ټول د كمال صفتونه خاص هغه الله لره دي چې د اسمانونو رب دى او د ځمكې رب دى، د عالمونو رب دى
— Zakaria Abulsalam
او خاص ده لره په اسمانونو او ځمكه كې لويي ده او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.