QuranPilotQuranPilot
الْأَحْزَابُ

33. سورت الأحزاب – آیتونه 41–73

سورت الأحزاب د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

33:41
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا٤١

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو الله یادوئ، ډېر زیات یادول

Zakaria Abulsalam

33:42
وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا٤٢

او تاسو د هغه پاكي بیانوئ د ورځې په اوله برخه او اخري برخه كې

Zakaria Abulsalam

33:43
هُوَ ٱلَّذِى يُصَلِّى عَلَيْكُمْ وَمَلَـٰٓئِكَتُهُۥ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ ٱلظُّلُمَـٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ ۚ وَكَانَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا٤٣

دى همغه ذات دى چې په تاسو ’’صلاۃة‘‘ (شفقت) رالېږي او د هغه ملايك (هم)، د دې لپاره چې هغه تاسو له تیارو نه رڼا ته راوباسي، هغه په مومنانو ډېر رحم كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

33:44
تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُۥ سَلَـٰمٌ ۚ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًا كَرِيمًا٤٤

( د الله له جانبه) دوى ته پېشكشي به، په هغې ورځ كې چې دوى به له هغه (الله) سره ملاقات كوي، سلام وي، او هغه د دوى لپاره ډېر د عزت اجر تیار كړى دى

Zakaria Abulsalam

33:45
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِنَّآ أَرْسَلْنَـٰكَ شَـٰهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا٤٥

اى نبي! بېشكه مونږ ته ګواه، او زېرى وركوونكى، او وېروونكى لېږلى يې

Zakaria Abulsalam

33:46
وَدَاعِيًا إِلَى ٱللَّهِ بِإِذْنِهِۦ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا٤٦

او الله ته د هغه په حكم سره، بلونكى او رڼا كوونكې ډیوه مولېږلى يې

Zakaria Abulsalam

33:47
وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ فَضْلًا كَبِيرًا٤٧

او ته مومنانو ته زېرى وركړه په دې سره چې بېشكه د دوى لپاره د الله له جانبه ډېر لوى فضل دى

Zakaria Abulsalam

33:48
وَلَا تُطِعِ ٱلْكَـٰفِرِينَ وَٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَدَعْ أَذَىٰهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا٤٨

او ته د كافرانو او منافقانو خبره مه منه او د دوى ضرر پرېږده او په الله توكل وكړه او الله ښه كافي دى كارساز

Zakaria Abulsalam

33:49
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا نَكَحْتُمُ ٱلْمُؤْمِنَـٰتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّونَهَا ۖ فَمَتِّعُوهُنَّ وَسَرِّحُوهُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا٤٩

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له مومنو ښځو سره نكاح وكړئ، بیا دوى طلاقې كړئ، مخكې له دې چې تاسو هغو ته لاس وروړئ، نو تاسو لپاره په دوى باندې هېڅ عدت نشته، چې تاسو به هغه شمېرئ، نوتاسو دوى ته څه فايده وركړئ او دوى خوشې كړئ، ډېر ښه خوشې كول

Zakaria Abulsalam

33:50
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِنَّآ أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَٰجَكَ ٱلَّـٰتِىٓ ءَاتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّآ أَفَآءَ ٱللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّـٰتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَـٰلَـٰتِكَ ٱلَّـٰتِى هَاجَرْنَ مَعَكَ وَٱمْرَأَةً مُّؤْمِنَةً إِن وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِىِّ إِنْ أَرَادَ ٱلنَّبِىُّ أَن يَسْتَنكِحَهَا خَالِصَةً لَّكَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۗ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِىٓ أَزْوَٰجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا٥٠

اى نبي! بېشكه مونږ تا لپاره ستا هغه ښځې حلالې كړې دي چې تا(هغو ته) خپل مهرونه وركړي دي او هغه ښځې (هم) چې ته يې مالك شوى يې له هغو (وینځو) نه چې الله تا ته (له كفارو نه) راګرځولي دي او (مونږ حلالې كړې دي) ستا د تره لوڼه او ستا د عمو (پلرنۍ تروریانو) لوڼه او ستا د ماما لوڼه او ستا د خاله ګانو (مورنۍ تروريانو) لوڼه، هغه چې له تا سره يې هجرت كړى دى، او (هغه) مومنه ښځه (هم)، كه چېرې هغه خپل ځان نبي ته وبخښي، كه نبي اراده وكړي چې دغه په نكاح واخلي، په داسې حال كې چې (دغه ښځه) له مومنانو نه غیر يواځې تا ته خاص (جايزه ) ده، یقینًا مونږ ته هغه (حكم) معلوم دى چې مونږ په دوى باندې د خپلو ښځو او خپلو وینځو په باره كې فرض كړى دى، د دې لپاره چې په تا هېڅ حرج (او سختي) نه وي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

Zakaria Abulsalam

33:51
۞ تُرْجِى مَن تَشَآءُ مِنْهُنَّ وَتُـْٔوِىٓ إِلَيْكَ مَن تَشَآءُ ۖ وَمَنِ ٱبْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَن تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَآ ءَاتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ ۚ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِى قُلُوبِكُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا٥١

ته چې په دغو(ښځو) كې كومه غواړې بېرته (وروسته) كوې يې اوكومه چې غواړې ځان ته يې رانژدې كوې او هغه چې ته يې بیا غواړې له هغو نه چې تالرې كړي وي، نوپه تا هېڅ ګناه نشته دغه (حكم) ډېر نژدي دى چې د دوى سترګې به یخې شي او نه به غمجنې كېږي او دوى ټولې به په هغه راضي كېږي چې ته يې دوى ته وركوې او الله په هغو خبرو پوهېږي چې ستاسو په زړونو كې دي او الله دى ښه عالم، ښه تحمل والا

Zakaria Abulsalam

33:52
لَّا يَحِلُّ لَكَ ٱلنِّسَآءُ مِنۢ بَعْدُ وَلَآ أَن تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَٰجٍ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ رَّقِيبًا٥٢

د دغو (نهو ښځو) نه پس تا ته (نورې) ښځې حلالې نه دي او نه دا (حلال دي) چې ته د دوى په بدل كې نورې ښځې واخلې (راولې) اګر كه د هغوى حسن تا په تعجب كې اچوي، مګر (خو روا دي درته) هغه وېنځي چې ته يې مالك شي او الله دى په هر شي باندې ښه نګران

Zakaria Abulsalam

33:53
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَدْخُلُوا۟ بُيُوتَ ٱلنَّبِىِّ إِلَّآ أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيْرَ نَـٰظِرِينَ إِنَىٰهُ وَلَـٰكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَٱدْخُلُوا۟ فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَٱنتَشِرُوا۟ وَلَا مُسْتَـْٔنِسِينَ لِحَدِيثٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ يُؤْذِى ٱلنَّبِىَّ فَيَسْتَحْىِۦ مِنكُمْ ۖ وَٱللَّهُ لَا يَسْتَحْىِۦ مِنَ ٱلْحَقِّ ۚ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَـٰعًا فَسْـَٔلُوهُنَّ مِن وَرَآءِ حِجَابٍ ۚ ذَٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ ۚ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا۟ رَسُولَ ٱللَّهِ وَلَآ أَن تَنكِحُوٓا۟ أَزْوَٰجَهُۥ مِنۢ بَعْدِهِۦٓ أَبَدًا ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ عِندَ ٱللَّهِ عَظِيمًا٥٣

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د نبي كورونو ته مه ننوځئ مګر دا چې تاسو ته طعام (خوړولو) ته اجازت دركړى شي، په داسې حال كې چې د هغه (طعام) پخلي ته انتظار كوونكي نه يئ او لېكن كله چې تاسو وبلل شئ، نو ننوځئ، بیا چې كله طعام وخورئ، نو خوراه شئ او نه دا چې په خبرو سره زړه خوشالوونكي يئ: بېشكه دغه (كار) داسې دى چې نبي ته تكلیف رسوي، نوهغه له تاسو نه حیا كوي او الله د حقې خبرې (له ویلو) نه حیا نه كوي او كله چې تاسو له دغو(پاكو بېبیانو) نه څه سامان غواړئ، نو له دوى نه يې په داسې حال كې غواړئ، چې تاسو له پردې نه د باندې يئ، دا (كار) ډېر پاك ساتونكى دى ستاسو زړونو لره او د هغوى زړونو لره او تاسو ته روا نه دي چې تاسو د الله رسول ته تكلیف ورسوئ او نه دا چې تاسو د هغه له ښځو سره له هغه نه پس نكاح وكړئ، هیڅكله، بېشكه دغه (كار) د الله په نېز ډېر لوى (جرم) دى

Zakaria Abulsalam

33:54
إِن تُبْدُوا۟ شَيْـًٔا أَوْ تُخْفُوهُ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًا٥٤

كه چېرې تاسو كوم شى څرګند كړئ، یا هغه پټ كړئ، نو بېشكه الله په هر شي باندې ښه عالم دى

Zakaria Abulsalam

33:55
لَّا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِىٓ ءَابَآئِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآئِهِنَّ وَلَآ إِخْوَٰنِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآءِ إِخْوَٰنِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآءِ أَخَوَٰتِهِنَّ وَلَا نِسَآئِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُهُنَّ ۗ وَٱتَّقِينَ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدًا٥٥

په دغو (ښځو) هېڅ ګناه نشته په (مخامخ كېدو او راتلو د) خپلو پلرونو كې او نه په خپلو زامنو كې او نه په خپلو وروڼو كې او نه په خپلو ورېرونو كې او نه په خپلو خورینو كې او نه په خپلو ښځو كې او نه (ګناه شته) په (مخامخ كېدو او راتلو د) هغو(وېنځو مریانو) كې چې د دغو (ښځو) ښي لاسونه يې مالكان شوي دي او (اى ښځو!) تاسو له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله په هر شي باندې ښه ګواه دى

Zakaria Abulsalam

33:56
إِنَّ ٱللَّهَ وَمَلَـٰٓئِكَتَهُۥ يُصَلُّونَ عَلَى ٱلنَّبِىِّ ۚ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ صَلُّوا۟ عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا۟ تَسْلِيمًا٥٦

بېشكه الله او د هغه ملايك په نبي درود وايي، اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ویل

Zakaria Abulsalam

33:57
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُّهِينًا٥٧

بېشكه هغه كسان چې الله او د هغه رسول ته ایذا (او تكلیف) رسوي، الله په دوى لعنت كړى دى په دنیا او اخرت (دواړو) كې او د دوى لپاره يې سپكوونكى عذاب تیار كړى دى

Zakaria Abulsalam

33:58
وَٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ بِغَيْرِ مَا ٱكْتَسَبُوا۟ فَقَدِ ٱحْتَمَلُوا۟ بُهْتَـٰنًا وَإِثْمًا مُّبِينًا٥٨

او هغه كسان چې مومنو سړیو او مومنو ښځو ته په ناكړي كار(او ناكرده ګناه) تكلیف رسوي، نویقینًا دوى په خپل ځان غټ دروغ او ښكاره ګناه باروي

Zakaria Abulsalam

33:59
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّأَزْوَٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ ٱلْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَـٰبِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا٥٩

اى نبي! ته خپلو ښځو او خپلو لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووایه چې په خپلو ځانونو دې له خپلو څادرو ځنې راخواره ( او راځوړند) كاندي، دغه (د بدن پټول) ډېر نژدې دي دې ته چې دوى به وپېژندل شي (چې پرده دارې دي) نو دوى ته به تكلیف نه رسولى شي او الله دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى

Zakaria Abulsalam

33:60
۞ لَّئِن لَّمْ يَنتَهِ ٱلْمُنَـٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَٱلْمُرْجِفُونَ فِى ٱلْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَآ إِلَّا قَلِيلًا٦٠

قسم دى كه دغه منافقان او هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې (د بدكارۍ) مرض دى او په مدینه كې بدې (تشویشناكې) اوازې ګډوونكي، منع نشي (نو) مونږ به خامخا ضرور تا په دوى مسلط كړو، بیا به دوى په دې كې له تا سره هَم جواره (په ګاونډ كې) پاتې نشي مګر ډېر لږ (وخت)

Zakaria Abulsalam

33:61
مَّلْعُونِينَ ۖ أَيْنَمَا ثُقِفُوٓا۟ أُخِذُوا۟ وَقُتِّلُوا۟ تَقْتِيلًا٦١

په داسې حال كې چې رټلي ترټل شوي به وي، هر چېرې چې وموندل شي (نو) وبه نیول شي او وبه وژلى شي ډېر بد وژل كېدل

Zakaria Abulsalam

33:62
سُنَّةَ ٱللَّهِ فِى ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلُ ۖ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ ٱللَّهِ تَبْدِيلًا٦٢

دغه لاره د الله (اېښودل شوې) ده د هغو (منافقو) كسانو په باره كې چې له دوى نه مخكې تېر شوي دي او ته به د الله لارې لره هېڅ تبدیلي ونه مومې

Zakaria Abulsalam

33:63
يَسْـَٔلُكَ ٱلنَّاسُ عَنِ ٱلسَّاعَةِ ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ ٱللَّهِ ۚ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ ٱلسَّاعَةَ تَكُونُ قَرِيبًا٦٣

(اى نبي) خلق له تا نه د قیامت په باره كې تپوس كوي، ته (دوى ته)ووایه چې بېشكه د هغه ( قیامت) علم يواځې الله سره دى، او ته څه شي پوه كړى يې؟ كېدى شي چې قیامت ډېر نژدې وي

Zakaria Abulsalam

33:64
إِنَّ ٱللَّهَ لَعَنَ ٱلْكَـٰفِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمْ سَعِيرًا٦٤

بېشكه الله په كافرانو لعنت كړى دى او د دوى لپاره يې سخت لمبې وهونكى اور تیار كړى دى

Zakaria Abulsalam

33:65
خَـٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ۖ لَّا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا٦٥

په داسې حال كې چې په ده كې به همېشه وي، تل ترتله، دوى به نه كوم دوست (كارسازى) مومي او نه مددګار

Zakaria Abulsalam

33:66
يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِى ٱلنَّارِ يَقُولُونَ يَـٰلَيْتَنَآ أَطَعْنَا ٱللَّهَ وَأَطَعْنَا ٱلرَّسُولَا۠٦٦

په هغې ورځ كې چې د دوى مخونه به په اور كې اړولى راړولى شي، دوى به وايي: اى كاشكي مونږ ! د الله اطاعت كړى وى او د رسول اطاعت مو كړى وى

Zakaria Abulsalam

33:67
وَقَالُوا۟ رَبَّنَآ إِنَّآ أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَآءَنَا فَأَضَلُّونَا ٱلسَّبِيلَا۠٦٧

او دوى به وايي: اى زمونږه ربه! بېشكه مونږ د خپلو مشرانو او د خپلو غټانو اطاعت كړى و، نو دوى زمونږ نه حقه لار وركه كړه

Zakaria Abulsalam

33:68
رَبَّنَآ ءَاتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ ٱلْعَذَابِ وَٱلْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا٦٨

اى زمونږ ربه! ته دوى ته له عذابه دوه چنده وركړه او ته په دوى لعنت وكړه، ډېر لوى لعنت كول

Zakaria Abulsalam

33:69
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ ءَاذَوْا۟ مُوسَىٰ فَبَرَّأَهُ ٱللَّهُ مِمَّا قَالُوا۟ ۚ وَكَانَ عِندَ ٱللَّهِ وَجِيهًا٦٩

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې موسٰى ته يې تكلیف رسولى و، نو الله هغه (موسٰى) پاك (او بري) كړ د هغه (الزام او دروغو) نه چې دوى ویل او هغه د الله په نېز ډېر مخور و

Zakaria Abulsalam

33:70
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَقُولُوا۟ قَوْلًا سَدِيدًا٧٠

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره

Zakaria Abulsalam

33:71
يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَـٰلَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا٧١

هغه به تاسو ته ستاسو عملونه درست (او صالح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا دغه كامیاب شو، ډېر لوى كامبايېدل

Zakaria Abulsalam

33:72
إِنَّا عَرَضْنَا ٱلْأَمَانَةَ عَلَى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱلْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا ٱلْإِنسَـٰنُ ۖ إِنَّهُۥ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا٧٢

بېشكه مونږ اسمانونو او ځمكې او غرونو ته امانت وړاندې كړ، نو دوى د ده له پورته كولو نه انكار وكړ او له ده ووېرېدل او انسان دغه (امانت) پورته كړ، بېشكه دغه (انسان) دى، ډېر ظالم، ډېر نادان

Zakaria Abulsalam

33:73
لِّيُعَذِّبَ ٱللَّهُ ٱلْمُنَـٰفِقِينَ وَٱلْمُنَـٰفِقَـٰتِ وَٱلْمُشْرِكِينَ وَٱلْمُشْرِكَـٰتِ وَيَتُوبَ ٱللَّهُ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَـٰتِ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًۢا٧٣

(دغه وړاندې كول وو) د دې لپاره چې الله منافقانو سړیو او منافقو ښځو او مشركانو سړیو او مشركو ښځو ته عذاب وركړي او چې الله په مومنانو سړیو اومومنو ښځو باندې په رحمت سره رجوع وكړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

Zakaria Abulsalam

مخکینۍ سورت

32. As-Sajdah

الْأَحْزَابُ

د سورت الأحزاب پای · 73 آیتونه

راتلونکې سورت

34. Saba

Build a steady Quran habit

Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.

Set a reading goal